د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۷

د بښنې نړیوال سازمان: لوږه او کرونا افغانستان کې د ۴ میلیونه کډوالو ژوند ګواښي


ارشیف، په کندهار کې بې ځایه شوي کډوال
ارشیف، په کندهار کې بې ځایه شوي کډوال

د کډوالۍ د ناخوالو ترڅنګ کووېډ- ۱۹ ناروغۍ په افغانستان کې د کورنیو بې ځایه شوېو د ژوند وضعیت تریخ کړی او د ژوند د دوام لپاره بېړنیو مرستو ته اړ دي.

د بښنې نړیوال سازمان یا امنېستي انټرنېشنل په یوه تازه راپور کې چې نن د مارچ په۳۱‍ مه خپور شو، همدې مسئلې ته په پام ویلي، د افغانستان حکومت او نړیواله ټولنه باید ژر تر ژره خپلې هڅې لا ډېرې او د دغو بې کوره شوېو لاس نیوی وکړي.

په دې راپور کې د بې ځایه شوېو کورنیو په کمپونو کې د خوړو پر نه خوندیتوب، د ښځو د حقونو او د ژوند په نورو برخو کې د کرونا وبا د تخریبوونکي اغېز په اړه څرګندونې شوي دي.

افغانستان کې بې ځایه شوي کډوال
افغانستان کې بې ځایه شوي کډوال

راپور زیاتوي، څلور میلیونه افغانان په داسې شرایطو کې ژوند کوي چې د کرونا ویروس د چټک انتقال لپاره مناسب دي او په همدې حال کې دغه انسانان ان د لومړنیو روغتیایي امکاناتو څخه بې برخې دي.

د جنوبي اسیا لپاره د د بښنې نړیوال سازمان(امنېسټي انټرنېشل) سیمه ییزه مرستیال مشره سمیرا حمیدي وایي، دې ته په کتو چې د روانو جګړو له کبله ورځ تر بلې د دغو بې ځایه شوېو شمېر په ډېرېدو دی او ورسره د لوږې او هم د کرونا وبا د لا خورېدو وېره شته، نو افغان حکومت او نړیوالې ټولنې ته په کار ده چې د دغو خلکو د خوندیتوب لپاره لا ډېره هڅه وکړي.

د افغانستان حکومت بیا وایي، له دوی سره د شااوخوا دوه میلیونه کورنیو بې ځایه شوېو شمېره راجسټر ده او دا څلور میلیونه هغه کسان یادوي چې تېرو پنځو کلونو کې له خپلو کورونو وتلي، خو ډېره برخه یې د دوی په وینا بېرته خپلو کورونو ته تللي دي.

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونو چارو وزارت وایي، دغو کډوالو ته د لازمو مرستو د رسولو هڅې جاري دي.

د دې وزارت مرستیال ویاند محمد رضا باهر وايي: "په ۱۳۹۹ کال کې ۸۸ زره کسان بې ځایه شوي، په ټوله کې۱۱۰ زرو کسانو ته مرستې رسېدلي. ۷۴ زره هغو کسانو ته چې په ۱۳۹۹ او نورو کلونو کې بې ځایه شوي، د ژمي مرستې رسیدلي. په دې ۱۳۹۹ کال کې شااوخوا ۳۰ زره کورنۍ بېرته خپلو کورونو ته تللي چې د بېرته تګ بهیر یې د وزارت او نورو نړیوالو موسساتو له خوا وڅارل شو او ملاتړ یې وشو."

تر دې وړاندې د خوړو نړیوال سازمان ازادي راډیو ته ویلي و چې د افغانستان نژدې نیمایي وګړي د خوړو خوندیتوب نه لري چې همدا بې ځایه شوي کډوال یې په سر کې دي.

افغان حکومت وايي، د افغانستان نژدې نیمایي وګړي د خوړو خوندیتوب نه لري
افغان حکومت وايي، د افغانستان نژدې نیمایي وګړي د خوړو خوندیتوب نه لري

په کابل کې د دغې ادارې ویاند وحیدالله اماني ازادي راډیو ته ویلي، له شااوخوا ۱۷ میلیونه افغانانو څخه چې د خوړو نه خوندیتوب سره مخامخ دي، ۵،۵ میلیونه یې په بېړني وضعیت کې دي.

نوموړي ويلي و چې 'ډبلیو.اېف.پي' په پام کې لري په ۲۰۲۱ میلادي کال کې د ۱۳ میلیونو کسانو سره په دې هېواد کې د خوراکي توکو یا نغدو پیسو مرسته ورسوي.

جګړې او طبیعې افات په کوردننه کې د کډوالۍ اصلي لاملونه ګڼل کېږي.

XS
SM
MD
LG