د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۲

تخار کې یو شمېر بې ځایه شوي کډوال: دولت دې یا مرسته راسره وکړي یا مو دې ووژني


تخار کې یو شمېر بې ځایه شوي کډوال
تخار کې یو شمېر بې ځایه شوي کډوال

روان کال په تخار ولایت کې د جګړو او ناامنیو له کبله زرګونه کورنۍ له خپلو مېنو بې ځایه شوي چې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

۵۰ کلن محمدعباس چې د تالقان قُلبرس سیمې څخه جګړو را بې ځایه کړی وايي، کلي کې یې ژوند ښه و، خو اوس له بې شمېره ستونزو سره لاس او ګریوان دی.

دی وايي: "ما څو ځلي د مهاجرینو ریاست ته عریضه وکړه، خو پام ورته ونه شو. موږ له دولته غواړو چې ډېر ژر زموږ ستونزې حل کړي."

دوی د تخار له سیمه ییزو چارواکو غواړي چې په سیمه کې یې ورته امنیت تأمین کړي چې بېرته خپلو سیمو ته ستانه شي څوکروندې شاړې او باغونه نه یې وچ نه شي.

د تخار ولایت
د تخار ولایت

د تخار د بهارک ولسوالۍ اوسېدونکي ۴۰ کلن لعل محمد په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "شپږ میاشتې کېږي چې زه له خپلې سیمې بې ځایه شوی یم. زموږ کور بمبار وران کړی. اوس دومره توان نه لرم چې کرايي کور ونیسم. له دولته غواړم چې یا دې له موږ سره مرسته وکړي او یا دې موږ ووژني چې نور له دې در په دریو خلاص شو."

د تخار د ولایتي شورا منشي محمداعظم افضلي هم د خلکو ستونزې مني او زیاتوي چې سږ په دغه ولایت کې د جګړو له کبله څه باندې ۱۲ زره کورنۍ بې ځایه شوي او له دې شمېر څخه پرڅه باندې ۳ زره کورنیو مرستې وېشل شوي دي.

افضلي زیاته کړه: "دا ټول کروندګر او مالدار دي، دوی ته په ښار کې ژوند کول ګران دي. اوس بېرته خپلو سیمو ته تللی نه شي او که دوی ته د بېرته ستنېدو لاره هواره نه شي، نو ښايي یو انساني ناورین به رامنځته شي، ځکه نه له دوی سره کافي مرستې شوي او نه هم ورته د کار زمېنه برابره شوې."

د تخار د ولایتي شورا منشي محمداعظم افضلي
د تخار د ولایتي شورا منشي محمداعظم افضلي

خو د تخار د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئیس سید یاسین لبیب بیا وايي چې پر ټولو بې ځایه شوېو مرستې وېشل شوي: "زموږ د سروې له مخې روان کال د تخار ولایت په کچه د جګړو له کبله د ۶۲۵۰ کورنۍ بې ځایه شوي. د همکارو موسسو او د کډوالو ریاست له لوري پر دې کورنیو خوراکي، غیرخوراکي او نغدي مرستې وېشل شوي دي."

که څه هم تخار لس کاله دمخه په شمال ختیځ زون کې د افغانستان له نسبتاً امن ولایتونو څخه شمېرل کېده، خو د ولایتي شورا ځیني غړي وايي چې په دې وروستیو کلونو کې د دې ولایت په ۱۳ ولسوالیو او دغه راز د مرکز اړوند سیمو کې د وسله والو طالبانو د پراخ حضور ترڅنګ غیرمسئول وسله والو هم فعالیت پیل کړی او د عامو خلک ژوند یې نا ارامه کړی دی.

XS
SM
MD
LG