د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۵

سهیل شاهین: 'جي شل' سرمشریزه کې له افغانستان سره شوې ژمنې دې عملي شي


په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي په توګه د طالبانو له خوا نومول شوي سهیل شاهین
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي په توګه د طالبانو له خوا نومول شوي سهیل شاهین

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي په توګه د طالبانو له خوا نومول شوي سهیل شاهین ویلي چې ژمی را روان دی او بېړنۍ اړتیا لیدل کېږي چې نړیواله ټولنه د یو میلیارډ یورو مرستې د سپارلو هغه ژمنه ژر تر ژره عملي کړي چې له بې وزلو او بې وسې خلکو او کورنیو بې ځایه شوېو سره یې د افغانستان په اړه د جي شل په انلاین سرمشریزه کې کړې وه.

ښاغلي شاهین پرون د لړم په اوومه پر ټویټر لیکلي دي چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د فعالو خیریه ټولنو او نورو غیرحکومتي موسسو له لارې په دې برخه کې پوره همکارۍ ته چمتو دی.

شاهین زیاتوي چې دا بشري مرستې به په افغانستان کې د کډوالۍ، قحطۍ او بشري بحران د مخنیوي په چاره کې د دواړو خواوو روان ګډ دوه اړخیز مسوولیت پای ته ونه رسوي.

شاهین پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د هغو پرمختیايي پروژو د تطبیق په برخه کې چې نړیوالو په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د جنیوا په کنفرانس کې له دې هېواد سره کړې وې، عملي اقدام وکړي.

طالب چارواکی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې پرون جمعه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا وویل، افغانستان په ډېرې چټکۍ سره د نړۍ پر یو بحران ځپلي هېواد د بدلېدو په حال کې دی.

د اوچا مشرې وویل چې دا مهال درې میلیونه افغان ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي.

د خوړو نړیوال سازمان هم په افغانستان کې د راتلونکي ژمي په اړه اندېښنه ښوولې او ویلي یې دي چې میلیونونه افغانان به له لوږې سره مخامخ وي.

ښاغلي شاهین د افغانستان د کنګل شوېو شتمنیو د ازادېدو پر غوښتنه هم یوځل بیا ټینګار کړی او لیکلي یې دي، له نړیوالې ټولنې غواړو چې د افغانستان د خلکو د نژدې لس میلیارډ ډالره شتمنۍ په ازادولو کې زموږ مرسته وکړي.

د شاهین له څرګندونو مخکې پرون د افغانستان د مالیې وزارت ویاند هم وویل چې دا پیسې د افغانستان د خلکو دي.

احمدولي حقمل له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې وویل چې د افغانستان د پیسو کنګل کول، غیر اخلاقي عمل او له ټولو نړیوالو قوانینو او ارزښتونو څخه سرغړونه ده.

وروسته له دې چې طالبانو د زمري په ۲۴مه نېټه پر کابل ولکه ټینګه کړه، متحدو ایالاتونو د افغانستان نژدې نهه نیم میلیارډه ډالره پیسې کنګل کړې.

د امریکا د خزانې وزارت د تلې په ۲۷مه نېټه وویل، دا پیسې به تر هغه وخته کنګل وي چې طالبان بشري حقونو، په تېره د ښځو حقونو ته، څرنګه چې له امریکا سره د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبروري میاشتې په موافقه کې یې ژمنه کړې وه درناوی ونه کړي.

د خزانې وزارت مرستیال د سنا د بانکې چارو کمېټې ته وویل، پر طالبانو بندیزونه باید دوام وکړي، خو په عین حال کې له افغانستان سره د بشري مرستو لارې چارې هم ولټول شي.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG