د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۵

د یوه نړیوال سازمان خبرداری: د افغانستان اقتصاد د سقوط په درشل کې دی


د افغانستان پیسې
د افغانستان پیسې

د افغانستان مخ په ځوړ اقتصاد او د خلکو بې وزلي نړیوال سازمانونه اندېښمن کړي دي.

له دې ډلې د ناروې د کډوالو شورا چې په افغانستان کې یې ګڼې خیریه پروژې پلې کړي خبرداری ورکوي چې د افغانستان اقتصاد په جدي ستونزو کې دی.

د دې شورا عمومي منشي جان ایګلېنډ چې دا مهال په کابل کې دی د دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې که بېړنۍ مرستې افغانستان ته ونه رسېږي لوی بشري ناورین به رامنځته شي.

نوموړی وايي: "په افغانستان کې مرستې ته د اړو خلکو شمېر د دغه هېواد د نفوس پوره نیمايي برخه جوړوي. یعنې د دې څلوېښت میلیوني هېواد شل میلیونه وګړي په ژمي کې بیړنیو مرستو ته اړتیا لري. شااوخوا څلوېښت میلیونه خلک دلته اوسي چېرته چې د ناټو هېوادونو پرېښود او ترې ووتل. دا مهال د ښوونکو، نرسانو، ډاکټرانو، د اوبو انجینرانو او ان د ښاروالۍ د کارګرانو لپاره معاشونه نه شته، هېڅ محصولات نشته، تر هغه چې اقتصاد بېرته را ژوندی نه شي. موږ نه شو کولی بانکونو ته پیسې ولېږو ځکه چې فعال بانکي نظام هم نشته. "

د ناروې د کډوالو شورا عمومي منشي جان ایګلېنډ
د ناروې د کډوالو شورا عمومي منشي جان ایګلېنډ

مخکې له دې د خوړو نړیوال سازمان خبرداری ورکړی و چې لوږه او فقر اوس له کلیوالي سیمو څخه ښاري سیمو ته خپریږي.

د دغه نړیوال پروګرام د اقتصادي برخې مسوول عارف حسین تیره اوونۍ خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې د ژمي په را رسېدو سره د ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت عاجلو خوراکي مرستو ته اړتیا ده.

د خوړو د نړیوال پروګرام د یوې سروې له مخې یوازې پنځه سلنه افغانان ښه او پوره درې وخته ډوډۍ خوړلی شي.

د لوږې او بې وزلۍ سره ډېر هغه کسان مخ دي چې خپل کلی او کروندې یې پرېښي او اوس د کابل په سړکونو شپې تېروي.

ملک ګل اغا هم یو له دې بې ځایه شویو کسانو دی: "موږه اوبه نه لرو. بوشکه پنځه روپۍ یې ټانک کې راوړي. موږ له موسسو غواړو چې دلته موږ ته څاګانې ووهي که دولتي یې یا شخصي له ځانه سره یې نه وړو. خو موږ سره دې دولت مرسته وکړي که له دې ځایه مو شړي یو بل ځای دې راکړي چې په کې واړوو."

محمد نظر هم له تخاره کابل ته کډه شوی او وايي، د خوراک او څښاک لپاره هېڅ هم نه لري او له ټولو زیات جنجال یې بې کوري ده.

نوموړی زیاتوي: "زموږ غوښتنه دا ده چې کډوال ډېر مستحق خلک دي چې په تېرو څو کلونو کې لوږې او تندې او بمباریو ګواښلي دي. زموږ هیله همدا ده چې حق حقدار ته وسپارل شي او کډوال خپلو ولایتونو ته ولېږدول شي."

د طالبانو لاسته د کابل تر سقوط وروسته، د یوه لوی بشري ناورین د راتلو په اړه ډېر خبرداری ورکړل شول.

خو دې ډلې تر دې دمه د اړو او بې ځایه شوېو لپاره د مرستې په خاطر کوم پلان نه دی اعلان کړی.

د خوړو د نړیوال پروګرام د یوې سروې له مخې یوازې پنځه سلنه افغانان ښه او پوره درې وخته ډوډۍ خوړلی شي.
د خوړو د نړیوال پروګرام د یوې سروې له مخې یوازې پنځه سلنه افغانان ښه او پوره درې وخته ډوډۍ خوړلی شي.

د خوړو نړیوال پروګرام په دې وروستیو کې خبرداری ورکړ که سمدستي مرستې ترلاسه نه کړي، نو په افغانستان کې به د دې سازمان د خوراکي موادو زېرمې له یوې میاشتې څخه په کمه موده کې ختمې شي.

په ورته وخت کې، د متحده ایالاتو د خزانې وزارت د جمعې په ورځ وویل چې د دغه هېواد حکومت مرستندویه ادارو او نړیوالو موسسو ته اجازه ورکړې چې افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو په هڅو کې برخه واخلي. د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د دې اقدام هرکلی کړی.

XS
SM
MD
LG