د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۲

مرستندویو هېوادونو افغانستان سره د څه باندې یو میلیارد ډالرو مرستې ژمنه وکړه


د جنیوا غونډه
د جنیوا غونډه

ګڼو مرستندویو هېوادونو له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره د څه باندې یو میلیارډ دالرو په اندازه د بسپنې ورکولو ژمنه وکړه.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش چې په جنیوا کې د ملګرو ملتونو په بلنه رابلل شوي کنفرانس ته خبرې کولې وویل، افغانان تر لسیزو جګړو او کړاوونو وروسته تر ټولو سختې شېبې تېروي: "د افغانستان خلک لاسنیوي ته اړتیا لري. تر څو لسیزو جګړو، کړاو او ناامنۍ وروسته ښايي تر ټولو خطرناکو شېبو سره مخامخ شي. اوس د دې وخت دی چې نړیواله ټولنه د دوی تر څنګ ودرېږی. اجازه راکړئ په ښکاره ووایم: دا کنفرانس د دې لپاره نه دی چې د افغانستان خلکو ته به څه ورکوو، بلکې موږ د دوی پوروړي یو."

ملګرو ملتونو له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو لپاره په اصل کې د ۶۰۶ میلیونه ډالرو بسپنې غوښتنه کړې وه.

ښاغلي ګوتیریش خبرداری ورکړ چې د روانې میلادي میاشتې تر پای پورې ښايي په افغانستان کې د خوړو قحطي لا زیاته شي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام تر دې مخکې ویلي وو چې ۱۴ میلیونه افغانان د سختې لوږې له خطر سره مخامخ دي.

وروسته له هغې چې وسله والو طالبانو د اګسټ میاشتې پر ۱۵مه پر کابل هم ولکه ټینګه کړه، په افغانستان کې اقتصادي چارې ټکنۍ او د بشري بحران په اړه اندېښنې لا پسې زیاتې شوې.

د ملګرو ملتونو په کوربه­توب پروني کنفرانس ته ګڼو ویناوالو وویل چې مرستندوی هېوادونه د ناټو او نړیوال ائتلاف تر شل کلنې ښکېلتیا وروسته د افغانانو د مرستې لپاره اخلاقي مسوولیت لري.

ښاغلي ګوتیریش خبرداری ورکړ چې د روانې میلادي میاشتې تر پای پورې ښايي په افغانستان کې د خوړو قحطي لا زیاته شي.
ښاغلي ګوتیریش خبرداری ورکړ چې د روانې میلادي میاشتې تر پای پورې ښايي په افغانستان کې د خوړو قحطي لا زیاته شي.

د طالبانو د حکومت یوه ویاند ذبیح الله مجاهد، د مالي مرستو د تازه اعلان هرکلی وکړ: "موږ د ملګرو ملتونو د مرستې غوښتنې، دغه راز له افغانستان سره په روغتیايي او غذايي برخه کې د نړۍ د مرستو هرکلی کوو. افغانستان واقعاً د جګړې تر ختمېدو وروسته د خلکو کرارۍ او د لوږې ختمېدو ته چې یوه عمده ستونزه ده، اړتیا لري."

د دغو تازه مالي مرستو شااوخوا ۲۰۰ میلیونه ډالره به د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) ته بېلې شي.

دغې ادارې له ۱۶۰۰ افغانانو څخه د پوښتنو پر اساس په یوه سروې کې ویلي وو، د افغانستان ۹۳ فیصده وګړو ته کافي خواړه نه رسېږي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي په کنفرانس کې د مرستو تر اعلان مخکې پر مرستندویو هېوادونو غږ وکړ چې د افغانستان د اقتصاد د بشپړ سقوط د مخنیوي لپاره له طالبانو سره تعامل وکړي.

ملګرو ملتو او مرستندویو ادارو یې په کنفرانس کې مرستندویو هېوادونو ته ډاډ ورکړ چې د دوی مرستې به طالبانو ته نه ورکول کېږي او نه به طالبان ورڅخه تبلیغاتي ګټه اخلي بلکې د دوی مرستې به د نړیوالو موسسو له خوا اړو افغانانو ته چې سختې وچکالۍ او جګړو ځپلي او د افغانستان د اقتصاد خرابېدو یې بې وزلي لا زیاته کړې ده، ورکول کېږي.

XS
SM
MD
LG