د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۱

اکسفام: نړۍ کې د هرې ورځې په هره دقیقه کې ۱۱ تنه له لوږې مري


ارشیف، کابل کې یوه کډواله ماشومه
ارشیف، کابل کې یوه کډواله ماشومه

د لوږې په اړه اکسفام د جمعې په ورځ (د چنګاښ په ۱۸مه نېټه) په خپاره کړي راپور کې وايي، په نړۍ کې دا مهال ۱۵۵ میلیونه وګړي د خوړو د نشتوالي له بحران او یا تردې هم سخت وضعیت سره مخ دي. دا شمېره د تېر کال پرتله شل میلیونه زیاتوالی ښيي.

اکسفام په خپل راپور کې زیاتوي د دې کسانو له درې دوه برخې یې له دې کبله لوږې سره مخ دي چې هېوادونه یې په جګړه یا کړکیچ کې دي.

په راپور کې افغانستان په همدې ډله کې د سر هېواد یاد شوی چې چېرې تر ۱۳ میلیونو زیات کسان چې د دې هېواد د وګړو په سلو کې ۴۲مه برخه جوړوي، د بحران په کچه له لوږې یا تردې هم له بدتر وضعیت سره مخ دي.

په دې حساب افغانستان په نړۍ کې دریېم هغه هېواد دی چې د خوړو د تامین برخه کې یې خلک له جدي ستونزې سره مخ دي.

د اکسفام دا راپور وايي، په تېر یو نیم کال کې چې کرونا وبا نړۍ کې پیل شوې، د لوږې له کبله مړینې د دې ویروس پرتله ډېرې دي.

د راپور په وینا په نړۍ کې په متوسط ډول د کرونا وبا له کبله په هره دقیقه کې شااوخوا ۷ کسان مري، خو د لوږې له کبله بیا هره دقیقه د مړینو شمېر تر ۱۱ زیات دی.

اکسفام پر هېوادونو ټینګار کړی چې هغه کړکېچونه دې پای ته ورسوي چې د "لوږې ناورین" رامنځته کوي
اکسفام پر هېوادونو ټینګار کړی چې هغه کړکېچونه دې پای ته ورسوي چې د "لوږې ناورین" رامنځته کوي

د اکسفام راپور زیاتوي: "روانې جګړې، د کرونا له کبله د هېوادونو ځپل شوي اقتصادونه، د اقلیم د بدلون زیاتیدونکی بحران سبب شوي چې په نړۍ کې بې وزلي زیاته شي او په لوږه ځپلو سیمو کې د خوړو کموالی د یو ناورین حد ته ورسېږي."

اکسفام پر هېوادونو ټینګار کړی دی چې هغه کړکېچونه دې پای ته ورسوي چې د "لوږې ناورین" رامنځته کوي او داسې شرایط دې رامنځته کړي چې مرستندویه ادارې اړو خلکو ته ورسیدلی شي.

راپور همدارنګه پر بډایو هېوادونو غږ کړی چې "سملاسي او په بشپړه توګه" دې د ملګرو ملتونو له خوا د لوږې د کمولو هڅې تمویل کړي.

د اکسفام په وینا په نړۍ کې د اقلیمي بدلون او کرونا وبا له کبله د خوړو بیې په سلو کې څلوېښت لوړې شوي چې په یوه لسیزه کې بې ساري دي.

د دې نړیوال خیریه سازمان په وینا، د اقلیم تودېدل د هوا د حالاتو سره تړلي ناورینونه له توپانونه، سیلابونه او وچکالۍ سختوي او زیاتوي.

اکسفام وايي، افغانستان د دې یو بېلګه ده چېرې چې جګړې، اقلیمي بدلون او د کرونا وبا چې دې سازمان درې ناورینونه بللي، سره یوځای شوي او د لوږې بحران یې پراخ کړی دی.

په راپور کې وړاندې د افغانستان په اړه راغلي، دا مهال د کرونا وبا دوهمه څپه، له افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو د وتلو له کبله د تاوتریخوالي له زیاتیدو سره یو ځای شوې، کاروبارونو ته یې زیان اړولی، خلک یې بې روزګاره کړي، په یوه زیات شمېر انسانان له یو ځای بل ځای ته کډه شوي او له بهرنیو هېوادونو څخه د پیسو په حوالو کې د پام وړ کمی راغلی. همدارنګه وچکالۍ د افغانستان په کلیو او بانډو کې د خلکو فصلونه ځپلي دي.

راپور زیاتوي، دا مهال افغانستان په نړۍ کې د خوړو د کموالي له کبله دریېم هېواد دی، او له تېرکال راهېسې دوه میلیونه نور خلک هم پر هغه شمېر زیات شوي چې په لوږه وېده کېږي او په څلور کلونو کې د هغو کسانو شمېر شپږ برابره شوی چې بشري مرستو ته اړتیا لري.

  • 16x9 Image

    اجمل اند

    اجمل اند (په انګرېزۍ کې: Ajmal Aand) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او د پښتو برخې اډیټور دی. نوموړي کلونه- کلونه په افغانستان کې هم د ازادۍ راډیو لپاره کار کړی دی. 

XS
SM
MD
LG