د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۲

د افغان نجونو د تعلیم په ملاتړ انلاین کمپاین؛ تر یو ملیون زیاتو کسانو برخه اخیستې


په افغانستان کې د نجونو د تعلیم په ملاتړ پیل شوی انلاین کمپاین
په افغانستان کې د نجونو د تعلیم په ملاتړ پیل شوی انلاین کمپاین

په افغانستان کې د نجونو د تعلیم په ملاتړ په پیل شوي انلاین کمپاین کې تر یو ملیون زیاتو کسانو برخه اخیستې ده.

پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ تر ۷۰ زیاتې ورځې کېږي او تر ۴۰ زیاتې ورځې کېږي چې دغې ډلې نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د تعلیم اجازه نه‌ده ورکړې.

دې مسئلې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې افغانې ښځې او نجونې اندېښمنې کړې دي، ځکه ۲۰ کاله مخکې د طالبانو په لومړۍ واکمنۍ کې هم نجونو تعلیم او ښځو کار نه‌شوی کولای.

د افغان نجونو او ښځو دغه ګونګ برخلیک د دې سبب شوی چې د نړۍ له ګڼو برخو د دوی په ملاتړ غږ پورته شي.

د ښځو د حقونو فعالې زرقا یفتلي، د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشرې شهرزاد اکبر او د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ په یوه انلاین کمپاین کې د څه باندې یو ملیون کسانو لاسلیک اخیستی دی.

انلاین کمپاین کې یو لیک
انلاین کمپاین کې یو لیک

دوی «د افغان نجونو ترڅنګ ودرېږئ» په نوم انلاین کمپاین او په ټویټر کې «افغان نجونو ته د تعلیم اجازه ورکړئ» په نوم د هشتګ ټویټري کمپاین پر مخ وړي.

دوی په خپل انلاین کمپاین کې یو لیک هم خپور کړی چې ځینې ځانګړې غوښتنې یې په‌کې کړې دي.

یوه غوښتنه دا ده چې طالبان دې ژر تر ژره نجونو ته د تعلیم اجازه ورکړي او د نړۍ د ۲۰ لویو اقتصاد لرونکو هېوادونو (G20) ډلې له رهبرانو غوښتنه شوې چې دوی هم له طالبانو وغواړي نجونو ته د تعلیم اجازه ورکړي او د دې کار د ملاتړ لپاره فوري بودجه برابره کړي.

په لیک کې د اسلامي هېوادونو له مشرانو هم غوښتنه شوې چې طالبانو ته څرګنده کړي، دین ښوونځیو ته د نجونو د تګ مخه نه‌نیسي.

په دې انلاین کمپاین کې تر یو ملیون ډېرو کسانو لاسلیکونه کړي او په ټولنیزو شبکو له دې ډلې ټویټر کې په دې اړه د هشتګ کمپاین لاس په لاس کېږي.

انلاین کمپاین کې یو لیک
انلاین کمپاین کې یو لیک

د دغه هشتګ یوه کاروونکې سمیرا حمیدي چې د ښځو د حقونو یوه مدافع ده وايي: "طالبان د هغو کسانو په توګه چې د افغانستان کنټرول‌یې په لاس کې دی، باید بشري حقونو په ځانګړي ډول د ځوانو نجونو حقونو ته درناوی وکړي او د نجونو ښوونځي بېرته پرانیزي. دوی باید تر شپږم ټولګي پورته ښوونکو او نجونو ته اجازه ورکړي چې خپل درسونه پیل کړي. دوی دې شرایط تر دې محدود او د افغان نجونو راتلونکی دې نور هم نه‌تیاره کوي."

د نجونو د تعلیم فعالې او د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ چې د دغه انلاین کمپاین یوه برخه‌واله ده، په خپل ټویټر کې لیکلي: "افغانې ښځې د خپل ځان په باب خبرې کوي او د تعلیم لپاره خپل حق غواړي. باید د دوی ترڅنګ ودرېږو."

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشرې شهرزاد اکبر چې د دې انلاین کمپاین بله چلوونکې ده، په خپل ټویټر کې لیکلي: "دا چې طالبانو د نجونو د تعلیم مخه نیولې ده، موږ نه‌شو کولای چې شا ته لاړې شو."

د افغانستان د بشر حقونو کمېسیون مخکېنۍ مشره شهرزاد اکبر
د افغانستان د بشر حقونو کمېسیون مخکېنۍ مشره شهرزاد اکبر

دا کمپاین داسې مهال پیل شوی چې د اګسټ پر ۱۵مه پر کابل هم د طالبانو د ولکې له ټینګولو وروسته تر شپږم ټولګي پورته نجونو ته د تعلیم اجازه نه‌ده ورکړې.

په کندهار کې د لرن افغانستان (Learn Afghanistan) د بنسټ مشره پښتنه درانۍ وايي په دغه انلاین کمپاین کې دوی هم برخه اخیستې ده: "موږ ټولو پر یوه کمپاین کار کړی دی او له ټولو غوښتنه شوې چې لومړی ښوونځي پرانیزئ. دوهم د ښوونځیو اړتیاوې پوره کړئ. درېیم باید پر طالبانو فشار راوستل شي چې د نجونو ښوونځی ستاسو له سیاست سره کار نه‌لري. له طالبانو دا سؤال کوو که د افغانستان لپاره دومره جنګېدلي یاست او اوس دومره په ټینګه وایاست چې اوس افغانستان جوړوو، نو چې جوړوئ یې د افغانستان لور ښوونځي ته پرېږدئ."

نجونې یوازې په کندز، بلخ او جوزجان ولایتونو کې کولای شي چې تر شپږم ټولګي پورته هم خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

د طالبانو د مطبوعاتي ډلې یوه غړي بلال کریمي ازادي راډیو ته په یوه لیکلي پیغام کې ویلي چې دوی پر یوه طرحه کار کوي او له مخې به‌یې نجونې وکړای شي تعلیم وکړي.

ده لیکلي چې هڅه کېږي په فزیکي او رواني لحاظ د نجونو لپاره چاپېریال خوندي او له اسلامي اصولو سره برابر شي.

څه کم دوه اوونۍ مخکې د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی صندوق یا یونېسف مرستیال مشر عمر عبدي کابل ته تر سفر وروسته ویلي و، د طالبانو د پوهنې وزیر ورته ویلي چې دوی پر یوه پلان کار کوي چې په یوه یا دوو میاشتو کې به بشپړ شي او د پلان له مخې به نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته هم د تعلیم اجازه ورکړل شي.

خو تر اوسه معلومه نه‌ده چې د طالبانو دغه طرحه به کله بشپړه او عملي بڼه خپله کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG