ښځې
ملګري ملتونه: افغانستان کې له ۶م تر ۱۲مه د نجونو ښوونځي پرانیستل کېږي

د ملګروملتونو یو جګپوړی چارواکی وايي، طالبانو ډاډ ورکړی چې ډېر ژر به له شپږمو تر دولسمو ټولګیو پورې د نجونو ښوونځي پرانیستل شي.
د اسوشیټېډ پریس خبري اژانس د راپور له مخې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ د ادارې- یونیسف مرستیال مشر عمر عبدي چې تېره اوونۍ په کابل کې و، د ملګروملتونو په مقر کې خبریالانو ته ویلي دي چې د افغانستان په پنځو ولایتونو، بلخ، جوزجان، سمنګان، کندز او ارزګان ولایتونو کې لامخکې د نجونو لېسې پرانیستې دي.
ښاغلي عبدي وویل، د طالبانو د پوهنې وزیر ورته ویلي، د دوی حکومت تر شپږم د پورته ټولګیو د نجونو د زده کړو د دوام لپاره پر یوه پلان کار کوي چې په یوه- دوو میاشتو کې به خپور شي.
ښاغلي عبدي وویل، د لوړو ټولګیو میلیونونه زده کوونکې نجونې له ۲۷ ورځو راهیسې له زده کړو بې برخې دي او زیاته یې کړه چې دی له طالبانو غواړي چې دې برخه کې ان یوه ورځ ځنډ به هم افغانې نجونې د یوې بلې ورځې لپاره له ښوونځي څخه بې برخې کړي.
طالبانو په خپله تېر ځل واکمنۍ کې نجونو ته اجازه نه ورکوله چې ښوونځیو او پوهنتونونو ته ولاړې شي، خو دوه میاشتې کې چې بیا واکمن شول په پرله پسې ډول یې ټینګار کړی چې د ښځو له تعلیم سره ستونزه نه لري.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
طالبان: تخار کې یوې ښځې ځان وژلی او بله وژل شوې

په تخار کې د طالبانو امنیتي چارواکي وايي، په دې ولایت کې یوې ښځې ځان وژنه کړې او یوه بله وژل شوې ده.
د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالمبین ساپي نن رسنیو ته وویل، د ینګي قلعه ولسوالۍ په کفترعلي کلي کې یوې ۲۳ کلنې ښځې د کورنیو لانجو له کبله مرګ موش خوړلی او ځان وژنه یې کړې.
ساپي همدا راز وویل، بېګا په مرکز تالقان کې په یوه بله پېښه کې یوه ښځه په خپل کور کې د ناپېژاندو کسانو له خوا وژل شوې ده.
د ساپي په وینا، د دواړو پېښو په اړه څېړنې پیل شوې دي.
په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې پخوانۍ سابقه لري، خو په وروستیو کلونو کې زیاتوالی په کې راغلی.
پر افغان ښځو محدودیتونه؛ ځینو مدافع ټولنو یې په اړه د څېړنو غوښتنه وکړه

د بشري حقونو دوو مخکښو مدافع ټولنو غوښتنه کړې چې پر افغان ښځو او نجونو د طالبانو محدودیتونه دې د بشریت پرضد د جرمونو په توګه وڅېړل شي.
د بخښنې نړيوال سازمان یا ایمنسټي انټرنېشنل او د عدالت او بشري حقونو مدافعانو په یو ګډ راپور کې چې عنوان یې دی 'د ښځو پرضد د طالبانو جګړه' ویلي چې پر افغان مېرمنو د طالبانو کلک محدودیتونه او غیرقانوني ځپونکي اقدامات دې د بشریت پرضد د احتمالي جنایاتو په توګه وڅېړل شي.
په دې راپور کې د بخښنې د نړیوال سازمان د مشرې ایګنیس کالامارد له قوله ویل شوي چې نوموړې وايي، افغان مېرمنې د جنسیت په اساس د بشري ضد جنایاتو قربانیانې دي.
يوې افغانې فعالې د نېشنل جيوګرافيک شبکې د څېړونکې جايزه ترلاسه کړې

د افغان ښځو او نجونو د زدهکړې فعالې شبانې بسیج راسخ د نېشنل جیوګرافیک شبکې د رولیکس جیوګرافیک اکسپلوریر یا څېړونکې سږنۍ جایزه ترلاسه کړې ده.
دې شبکې پر خپله ویبپاڼه په یوه اعلامیه کې چې پرون سېشنبې یې خپره کړې ویلي چې نوموړې ته دغه جایزه د افغان ښځو او نجونو د زدهکړې په برخو کې د هغې د هر اړخیزو او مهمو کارونو په خاطر ورکړل شوې ده.
د نېشنل جیوګرافیک ټولنې اجراییه رییسې جیل تیفینتالر د دغې جایزې د ورکړې په مراسمو کې وویل چې شبانه یوه تکړه او با استعاده مشره ده چې خپل ژوند یې د افغان ښځو او نجونو تعلیم او پرمختګ ته وقف کړی دی.
هغې ویلي: "موږ د شبانې له زړورتیا او ژمنتیا څخه زدهکړې ته د لاسرسي، مساواتو او شمولیت لپاره په لارو چارو کې الهام اخیستی دی."
شبانه بسیج راسخ چې د طالبانو په لومړۍ واکمنۍ یې په کابل کې په پټه زدهکړې کړي او وروسته یې خپلې لوړې زدهکړې په متحدو ایالتونو کې بشپړې کړې او په تېر جمهوري نظام کې یې د افغان ښځو او نجونو لپاره د لوړو زدهکړو او اوسېدو لومړنی ښوونځی جوړ کړی او د دولسمو ټولګیو له ډېرو فارغانو سره یې مرسته کړې چې د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې د پوهنتونونو بورسیې ترلاسه کړي.
د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې خپله ټولنه رواندا ته ولېږدوله او هلته یې د شپې د یوازېني ښوونځي په پرانيستلو سره يې افغان نجونو ته د زدهکړې او د شپې اوسېدو بشپړ امکانات برابر کړي دي.
شبانه بسیج راسخ ویلي، دا د افغان ښځو د نسلونو د تاریخي زړورتیا وارثه ده او پر نړیوالو غږ کوي چې افغان ښځې او نجونې هیرې نهکړي.
نوموړې ته دغه جایزه داسې مهال ورکول کېږي طالبانو په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځیو او نجونې او ښځې هم له پوهنتوني زدهکړو منع کړې دي.
یان ايګلنډ: د افغان مېرمنو کار په اړه د طالبانو تګلاره بشپړېدو ته نږدې ده

د یوې نړیوالې مرستندویې ټولنې مشر وايي، طالبانو ده ته ډاډ ورکړی چې په نادولتي موسسو کې د افغان مېرمنو د کار په اړه د طالبانو د حکومت تګلاره بشپړېدو ته نږدې ده.
د ناروې د کډوالو د شورا رییس یان ایګلنډ چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې د دوهم ځل لپاره افغانستان ته تللی دی اسوشېټېډپریس خبري اژانس ته ویلي چې د طالبانو له یو شمېر مشرانو سره یې په کندهار کې کتلي او هغوی ډاډ ورکړی چې دا تګلاره به په نږدې راتلونکي کې بشپړه شي، خو وخت یې نه دی ښودلی.
طالبانو په تېر ډسمبر کې په دولتي او نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه او په اپرېل میاشت کې دا بندیز د روغتیا او زده کړو له سکټورونو پرته د ملګرو ملتونو دفترونو ته هم وغځېد.
په جنوري کې د طالبانو حکومت اعلان وکړ چې په نادولتي مؤسسو کې د ښځو د کار د دوام په اړه پر یوه تګلاره کار کوي.
په افغانستان کې د اميندوارو ښځو لپاره د روغتيايي اسانتياوو نشتوالي اندېښنې راپارولي

د بې پولې ډاکترانو سازمان یا 'ایم ایس ایف' په افغانستان کې د امیندوارو ښځو لپاره د لازمو روغتیايي خدمتونو له نشتوالي اندېښنه ښودلې.
دغه سازمان په خپل ټوېټر لیکلي چې ډېری مېرمنې نهشي کولی د زېږون د مخه یا وروسته تر زېږون لازمو خدماتو ته لاسرسی ومومي او روغتیایي سیستم د هغو ناروغانو درملنه نهشي کولای چې د امیندوارۍ پر مهال له ستونزو سره مخې شوي.
د راپورونو له مخې په افغانستان کې هرو دوو ساعتونو کې یوه امیندواره ښځه لازمو روغتیايي خدمتونو ته د نه لاسرسي په خاطر د زېږون پر وخت ژوند له لاسه ورکوي.
افغانستان په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو دی چې د زېږون پر مهال د ښځو د مړینې کچه پهکې ډېره لوړه ده.
په ۲۰۲۱ کال کې له یو لکو ښځو د زېږون پر مهال ۶۳۸ تنو یې ساه ورکړې ده.
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د نږدې ۱۳ زره ښځینه بزګرو ملاتړ کړی

د ملګرو ملتونو پراختیایي اداره وایي، د ۲۰۲۱ کال راهیسې یې په افغانستان کې د ابادي په نوم پروژې له لارې د نږدې ۱۳ زره بزګرو ښځو ملاتړ کړی دی.
د افغانستان لپاره د یو این ډي پي څانګې پرون یکشنبې په یوه ټویټ کې د فاطمې په نوم د یوې افغانې یادونه کړې او ویلي یې دي چې نوموړې د خپلې کورنۍ یوازېنۍ ډوډۍ ګټونکې ده چې د دې ادارې په مرسته توانېدلې د خپلو وزو د مستو او چکې د پلورلو له لارې خپل ژوند مخته یوسي.
افغانستان چې اقتصاد یې تر ډېره پر کرنه ولاړ دی، په کلیوالي سیمو کې ښځې د کور د کارونو ترڅنګ له خپلو سړو سره په کروندو کې هم لاس يو کوي.
په کندهار کې يوې ۲۲ کلنې نجلۍ ځان وژلی

تېره ورځ د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې یوې ۲۲ کلنې نجلۍ ځانوژنه کړې ده.
د طالبانو د حکومت د کندهار د والي دفتر په یوه خپاره کړي بیان کې ادعا کړې چې د زرینې په نوم دغې ښځې عصبي ناروغي درلوده ځان یې ځړولی او مړه شوې ده.
د سرچینې په خبره د سپین بولدک د امنیه قومندانۍ تر پلټونو وروسته معلومه شوې چې نجلۍ تر دې مخکې هم دوه ځله د ځانوژنې هڅه کړې وه.
د اروپا د پارلمان یوې غړې هانا نیومن ویلي چې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د محدودیتونو د ډېرېدو له امله ډېری ښځې او نجونې د ځانوژنې هڅه کوي، خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد دغه ادعا ردوي.
نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "دا خبره ناسمه ده چې په افغانستان کې دې د ځانوژنې پېښې زیاتې شوي وي، ښايي وخت ناوخت یوه نیمه پېښه رامنځته شي، خو په ټوله کې پېښې کمې شوي دي."
که څه هم په روان کال کې په افغانستان کې د ځانوژنو د پېښو دقیق شمېر نهدی معلوم خو تېر لمریز کال د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویلي وو چې په دې هېواد کې د ځانوژنې ۳۶۰ پېښې ثبت شوي دي.
مککال د افغان نجونو او مېرمنو په اړه د يوې غونډې د جوړېدو غوښتنه کړې

د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال له ښځو او نجونو سره په افغانستان کې د طالبانو د چلند په خاطر د یوه بحث د جوړېدو غوښتنه وکړه.
ټاکل شوې ده چې دا غونډه راتلونکې اوونۍ چهارشنبې په واشنګتن ډي سي کې جوړه شي.
په دې غونډه کې به د افغانانو په استازيتوب په متحد ایالتونو کې د افغانستان پخوانۍ سفیره رویا رحماني او پخوانۍ افغان ډیپلوماته هدیه امیري ګډون وکړي.
طالبان: تر اوسه د ځوانو نجونو د زده کړو شرایط نه دي رامنځته شوي

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د پوهنې سرپرست وزیر مولوی حبیب الله اغا وایي، تر اوسه په افغانستان کې هغه شرایط نه دي رامنځته شوي چې ځوانې نجونې دې ښوونځیو ته ولاړې شي.
د جرمني خبري اژانس د راپور له مخې نوموړي دغه څرګندونې په پنجشېر ولایت کې د یوې دیني مدرسې د پرانيستلو په مناسبت غونډه کې کړي دي.
په خبر کې نه دي ویل شوي چې نوموړي د ټولو نجونو پر مخ بیا د ښوونځیو د دروازو د پرانيستلو لپاره د څه ډول شرایطو د رامنځته کېدو ویلي، خو له دې مخکې هغه او د طالبانو نورو چارواکو ویلي چې د شریعت په چوکاټ کې د نجونو د زده کړې د بهیر د بیا پیلېدو لپاره پر یوې طرحې کار کوي.
د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې نجونې له شپږم ټولګي پورته زده کړو څخه منع شوي او هم یې پر مخ د پوهنتونونو دروازې تړل شوي دي.
د طالبانو د پوهنې وزارت همدارنګه څو اوونۍ مخکې په کندهار او هلمند کې د نجونو پر مخ سیمه ییز ټولګي چې چارې یې د مؤسسو له خوا مخته وړل کېدې، هم وتړل.
يونېسف: زدهکړې کول د انسانانو بشري حق دی

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف وایي، په افغانستان کې د ميلیونونو نجونو لپاره یوازې ښوونځي ته د تګ خوب ورپاتې دی.
د یونېسف عمومي ادارې نن په یوه ټویټ کې د ۱۶ کلنې نرګس څرګندونې خپرې کړي چې ویلي یې دي، د ښوونځیو د بیا پرانیستل کېدو سوچ یې په ذهن کې تر ټولو تاریک سوچ دی.
یونېسف وايي، تعلیم کوم امتیاز نه، بلکې د انسانانو بشري حق دی.
طالبانو لا هم نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور د تعلیم اجازه نهده ورکړې او په تېره ډسمبر میاشت کې یې د نجونو او ښځو پرمخ د پوهنتونو دروازې هم وتړلې.