د طالبانو پوهنې وزارت په خپله اعلامیه کې ویلي دي چې د سهار اته نیمې بجې به په کابل کې د اماني لیسې په تالار کې ځانګړي مراسم ترسره شي. خو په دې اعلامیه کې دې ته اشاره نه ده شوې چې تر شپږم ټولګي ورپورته به د نجونو ښوونځي پرانیستل کیږي.
دا څلورم تعلیمي کال دی چې نجونې له شپږم ټولګي ورپورته ښوونځيو ته نه ځي
طالبانو چې د دوه زره یو ویشتم کال په اګست میاشت کې کابل ونیو، ژمنه یې کړې وه چې د ټولو نجونو لپاره به ښوونځي پرانیستې وي.
خو د دوه زره دوه ویشتم کال د مارچ په درویشتمه چې هغه وخت نوی ښوونیز کال پیلیده، دوی تر شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځیو راوګرځولې او اعلان یې وکړ چې تر ثاني امر پورې به دا مکتبونه بند وي.
خو د پوهنتونو دروازې تر دې امر وروسته نهه میاشتې پرانیستې وې او بیا یې د دوه زره دوه ویشتم کال د ډسمبر په میاشت کې اعلان وکړ چې د ښځینه زده کوونکو پرمخ دې ټول دولتي او خصوصي پوهنتونونه تر ثاني امر پورې بند شي.
د طالبانو د دې بندیزو په غبرګون کې ملګرو ملتو، نړیوالو، مرستندویانو، اسلامي سازمان او د بشري حقونو ګڼو موسسو بیا بیا له طالبانو وغوښتل چې د نجونو مکتبونه پرانیزي خو دوی له خپلې پریکړې په شا نه شول او ټینګار کوي چې دا د افغانستان داخلي مساله ده.
د ښځو د حقونو یوشمیر فعالانې په دې نظر دي چې د زده کړو لپاره د دوی مبارزې د طالبانو رژیم له ننګونې سره مخامخ کړی دی، له دې ډلې وږمې توخي ازادي راډيو ته وویل:
« همدغه د ښځو مبارزه ده چې طالبانو تر اوسه په رسمیت نه دې پیژندل شوي، ځکه چې طالبان په دې هڅه کې دي چې دوی په رسمیت وپیژندل شي. همدغه دوه زره یو ویشت څخه وروسته د ښځو پراخه مبارزه له هیواده بهر او د افغانستان دننه د دوی رژیم بیخي چلنج کړی»
د نړۍ یوشمیر هیوادونو هم دا خبره کړې ده چې د طالبانو د حکومت د په رسمیت پیژندلو په لاره کې یو اساسي خنډ له بشري حقونو څخه په ځانګړي ډول د ښځو له حقونو څخه سرغړونې دي.
خو د دې په ځای چې په دې برخه کې د طالبانو دریځ نرم شي، د دوی دریځ سخته شوی دی. د دوه زره درویشتم کال د جولای په میاشت کې ملګرو ملتو راپور ورکړ چې په ځینو سیمو کې د ښځو پر روغتیایي کارونو بندیزونه زیات شوې دي. د ملګرو ملتو له دې نیوکو څو میاشتې وروسته طالبانو ښځې او نجونې له روغتیایي زده کړو هم محرومې کړې.
د طالبانو د پوهنې وزارت په اعلامیه کې نن د وري لومړۍ ورځ یاده شوې ده خو د دوی د کار او ټولنیزو چارو وزارت چې کومه خبرتیا په خپله ایکسپاڼه کې خپره کړې ده د جمعې ورځ د څوارلس سوه څلورم لمریز کال اوله ورځ اعلان شوې ده.
په افغانستان کې د طالبانو تر واکمني مخکې د وري دریمه په سړو سیمو کې د نوي تعلیمي کال ورځ وه، خو طالبان د دې لپاره چې د نوروز جشن حرام ګڼي په دې ورځ نوی تعلیمي کال پیلوي.