د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۶

افغان روباټ جوړونکې نجونې طالبانو ته: نجونو ته د ښوونځي دروازې پرانېزئ


افغان روباټ جوړونکې نجونې
افغان روباټ جوړونکې نجونې

د افغانستان روباټ جوړونکو نجونو په خپله رسمي فسبوک پاڼه کې د یوې ویډیو په خپرولو سره له طالبانو غوښتي چې د نجونو زده کوونکو پرمخ دې د ښوونځي دروازې پرانېزي.

دوی ویلي چې ځوان نسل له زده کړو سره ډېره لېوالتیا لري او دا اساسي حق باید ورنه وانه خېستل شي.

دغو نجونو چې د خپل روباټونو له شمېر درې یې د "فرسټ ګلوبل" سیالیو لپاره نوماند کړي ویلي یې چې که د نجونو د پرمختګ زمینه برابره شي کولی شي د افغانستان نوم د نړۍ په کچه وځلوي او ویاړونه ورته راوړي.

د دغو نجونو له ډلې الهام ویلي چې قطر کې یې خپل درسونه په انلاین ډول مخته وړي، خو د نورو ټولګیوالو برخلیک افغانستان کې نا څرګند دی.

اغلې الهام د نجونو ښوونځیو د بېرته پرانیستلوغوښتونکې ده: "دا شان چې موږ ټولې دلته خوشحاله یو او بیا ښوونځي ته ځو، دغه شان مو نورې ملګرې او ټولګیوالې هم هیله لري چې څه وخت به یې بېرته ښوونځي پرانیستل کېږي او ټولګیو ته به ولاړې شي، د افغانستان نوی نسل یو متفاوت او د لوړو هیلو لرونکی نسل دی او زه هیله لرم چې افغان ځوانان به یوه ورځ نړۍ بدله کړي."

شبنم نورزۍ د دغه ټیم یوه بله غړې ده وایي، د ننني نسل نجونې درس او تعلیم او پرمختګ سره ډېره لېوتیا لري او دا اساسي حق یې باید ترې وانه خېستل شي: "هغه څه چې موږته انګېزه راکوي دا دي چې اوسنی نسل ډېره علاقه لري څو ژر تر زره خپلې زده کړې پیل کړي او تعلیم ته دوام ورکړي، دا نه یوازې زما بلکې د ټولو غوښتنه ده چې طالبان اجازه ورکړي چې له اووم تر دولسمو ټولګیو زده کونکې د هلکانو په شان ښوونځي ته ولاړې شي."

سره له دې د طالبانو د رسنیز ټیم غړي بلال کریمي د ښوونځیو د بېرته پرانیستلو په اړه ازادي راډیو ته تازه جزییات ورنه کړل، خو د ملګروملتونو یو چارواکي ویلي، طالبانو ډاډ ورکړی چې له ۷م نه تر ۱۲مو ټولګیو نجونو زده کوونکو درسونه به ژر بېرته پیل شي.

د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف مرستیال عمرعبدي د ملګرو ملتونو د دفتر په انګړ کې خبریالانو ته ویلي چې د نجونو لېسې په بلخ، جوزجان، سمنګان، کندز او ارزګان ولایتونو کې له مخکې خلاصې شوي دي.

ښاغلي عبدي چې تېره اوونۍ له کابله کتنه کړې زیاتوي چې د طالبانو د پوهنې سرپرست وزیر ډاډ ورکړی چې د طالب مشران له اووم نه تر دولسم ټولګیو د نجونو د ښوونځیو د بېرته پیل لپاره پر یوه تګلاره کار کوي چې د یوې-دوې میاشتو په ترڅ کې بېرته پرانیستل شي.

د طالبانو په واکمنېدو سره میلیونونه ښځینه زده کوونکې له تېرو ۲۷ ورځو راپدېخوا له زده کړو بې برخې پاتې دي.

له دې وړاندې د بښنې نړیوال سازمان د طالبانو له حکومته غوښتي و چې نجونې دې له زده کړو نه محروموي.

XS
SM
MD
LG