د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۲

ملګري ملتونه: طالبان له ۶مه تر ۱۲م ټولګیو د نجونو ښوونځي پرانیزي


افغانې نجونې
افغانې نجونې

د ملګرو ملتونو یو جګپوړی چارواکی د طالبانو په وینا څرګندوي چې د نجونو ښوونځي به له شپږمه تر دولسمه په ټول افغانستان کې ډېر ژر پرانیستل شي.

اسوشیټېډ پرېس اژانس د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ ادارې یونېسف د مرستیال مشر عمر عبدي په وینا لیکي چې د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو کې به ښوونځي پرانیستل شي.

تر اوسه طالبانو په کندز، بلخ، سمنګان او جوزجان کې نجونو ته اجازه ورکړې ده چې ښوونځیو ته لاړې شي او په ارزګان کې یې هم نجونې پرې ایښې دي چې زده کړې وکړي.

عمر عبدي چې تیره اوونۍ کابل ته تللی و په نیویارک کې یې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې خبریالانو ته وویل، د طالبانو د پوهنې وزیر ده ته ویلي و چې پر یوه داسې پروګرام کار کوي چې نجونې له شپږم ټولګي پورته هم زده کړې وکړي او د دې پروګرام پر جوړېدو به له یوې تر دوو میاشتو پورې وخت ولګېږي.

عبدي پر طالبانو غږ وکړ چې اوس هم ډېر وخت وشو چې نجونې له زده کړو بې برخې شوې دي، ځنډ دې په کې نه راولي.

د طالبانو د تیرې واکمنۍ پر مهال له ۱۹۹۶میلادي تر دوه زره لومړي کاله پورې نجونې له زده کړو منع شوې وې او ښځې یې کارونو ته نه پرېښودې.

عبدي وویل چې په تېرو شلو کلونو کې د افغان زده کوونکو شمېر لس میلیونه ته ورسېد چې څلور میلیونه یې نجونې وې او په تېرو لسو کلونو کې په افغانستان کې د ښوونځيو شمېر له شپږ زرو اتلس زرو ته زیات شو او د دې پرمختګ سربیره لا هم څه باندې څلور میلیونه ماشومان په افغانستان کې له زده کړو بې برخې وو.

د عبدي په باور د تعلیم برخه کې په تېرو دوو لسیزو کې لاسته راړونې باید پیاوړې شي له منځه ولاړې نه شي.

دا ځل چې طالبانو د اګست په پنځلسمه کابل ونیو د نړیوالو فشارونه پرې زیات شوې دي چې نجونې تعلیم ته پرې ږدي.

XS
SM
MD
LG