د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۸

د بشري حقونو څار سازمان: لا هم د افغان نجونو او ښځو له حقونو سرغړونې دوام لري


ارشیف، بدخشان کې د نجونو یو ښوونځی
ارشیف، بدخشان کې د نجونو یو ښوونځی

د بشري حقونو څار نړیوال سازمان یوه چارواکې وايي که څه هم د طالبانو له‌خوا د منځنیو ښوونځیو د نجونو زده‌کوونکو د ښوونځیو بیاپرانیستلو احتمال یو ښه خبر دی، خو د نجونو او ښځو له حقونو د طالبانو سرغړونې لا هم دوام لري.

دې چارواکې وايي، طالبان که غواړي نړیوال مشروعیت ترلاسه کړي، حکومت‌یې په رسمیت وپېژندل شي او له نړۍ سره مشارکت وکړي، نو د دې لپاره د نړۍ شرایط هم باید ومني.

د بشري حقونو څار نړیوال سازمان د ښځو برخې مدیرې هیدر بار له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، په‌کار ده لومړی طالبان په ټول هېواد کې نجونو ته له شپږم ټولګي پورته د تعلیم امکان یقیني کړي.

د دې په وینا، ځینو اسلامي هېوادونو هم طالبانو ته د نجونو د تعلیم پر اهمیت خبرې کړي، خو طالبان لا هم پر خپل افراطي دریځ ټینګار کوي.دا زیاتوي، طالبانو له کله چې د اګسټ په نیمايي کې پر افغانستان ولکه تینګه کړې، د ښځو له حقونو یې هم سرغړونو ته دوام ورکړی دی: "که څه هم د قطر او پاکستان په څېر هېوادونو ویلي چې د نجونو تعلیم مهم دی، خو طالبان‌یې نه‌مني او د نجونو پر تعلیم د محدودیت ترڅنګ‌یې د ښځو پر کار او ګرځېدو راګرځېدو هم محدودیت لګولی. دا ښه خبر دی چې د نجونو ځیني منځني ښوونځي بېرته پرانیستل شوي، خو که دا په ټول هېواد کې پرانیستل شي، دا به یو مهم ګام وي، خو ځینې نورې برخې شته چې دوی د ښځو حقونه په ځانګړي ډول د کار او د ګرځېدو راګرځېدو په برخه کې تر پښو لاندې کوي."

د بشري حقونو څار نړیوال سازمان د ښځو برخې مدیره هیدر بار
د بشري حقونو څار نړیوال سازمان د ښځو برخې مدیره هیدر بار

هیدر بار وايي، فکر نه‌کوي چې طالبان دې د خپلې حکومتوالۍ په بڼه کې بدلون راولي.

د هغې په خبره د طالبانو ټول اقدامات له لومړیو ورځو داسې دي چې د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کوي.

خو طالبان بیا ادعا کوي چې د نجونو د تعلیم د بیا پیل لپاره پر یوه طرزالعمل کار روان دی.

د طالبانو یو ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، ښځو ته په دفترونو کې د کار او نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د تعلیم د اجازې لپاره دوی هڅې کوي.

ښاغلی مجاهد وايي: "ښځو ته د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د کار او تعلیم د حق ورکولو په باب ژمن یو. دا وقفه د دې لپاره ده چې دوی ته یو چوکاټ جوړ شي. جدي کار روان دی. ډېر ژر به دا موضوعات حل شي. موږ خدای مه‌کړه د ښځو حقونه تر پښو لاندې نه‌کوو. په دې برخه کې جدي یو."

د طالبانو یو ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو یو ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد

دا څرګندونې داسې وخت کېږي چې د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی صندوق یا یونېسف مرستیال مشر عمر عبدي چې په وروستیو کې یې کابل ته هم سفر کړی و، په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، طالبان ښايي په ټولو ولایتونو کې نجونو ته له شپږم ټولګي پورته هم د تعلیم اجازه ورکړي.

طالبانو تر اوسه په کندز، بلخ، سمنګان او جوزجان کې نجونو ته اجازه ورکړې ده چې ښوونځیو ته لاړې شي او په ارزګان کې یې هم نجونې پرېښي چې زده‌کړې وکړي.

د عمر عبدي په خبره د طالبانو د پوهنې وزیر ورته ویلي، پر داسې طرحه کار کوي چې له یوې یا دوو میاشتو وخت نیسي او پر اساس به‌یې ټولو نجونو ته د تعلیم اجازه ورکړل شي.

د طالبانو د تېرې واکمنۍ پر مهال له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱م کاله پورې نجونې له زده‌کړو او ښځې له کار کولو منع شوې وې.

XS
SM
MD
LG