د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۷

په کندز ولایت کې د نجونو ټول ښوونځي پرانیستي دي


د کندز په یوه ښوونځي کې د یوه ټولګي نجونې زده‌کوونکې
د کندز په یوه ښوونځي کې د یوه ټولګي نجونې زده‌کوونکې

وروسته له هغه چې افغان حکومت سقوط وکړ او طالبانو په دې هېواد کې خپل واک اعلان کړ، د ټول هېواد په کچه د نجونو ښوونځي وتړل شول او طالبانو تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز ولګاوه.

خو په کندز ولایت کې یو شمېر ښوونکي او زده‌کوونکي وايي چې په دغه ولایت کې د ښوونې او روزنې بهیر په عادي ډول جریان لري او نجونۍ خپلو ښوونځیو ته ځي او طالبانو ښوونځیو ته د نجونو پر تګ کوم بندیز نه‌دی لګولی.

د کندز ښار د بي‌بي امنه لېسې یوې ښوونکې ازادي راډيو ته وویل: "موږ د پخوا په شان خپلو ښوونځیو ته ځو، زده‌کوونکو ته درس ورکوو. هېڅ کومه ستونزه نه‌شته ده، امنیت تأمین دی. ټول ښوونکي ښوونځیو ته راځي خپلو زده‌کوونکو ته درس ورکوي. زده‌کوونکي او ښوونکي هره ورځ په ډاډه زړه ښوونځیو ته راځي."

په نوموړي ولایت کې یو شمېر نجونو هم ازادي راډيو ته وویل، دوی هره ورځ خپلو ښوونځیو ته ځي او خپل درسونه وايي.

ارشیف، کندز کې یو شمېر نجونې زده‌کوونکې او ښوونکې
ارشیف، کندز کې یو شمېر نجونې زده‌کوونکې او ښوونکې

د دې ولایت د خان‌اباد ولسوالۍ د نسوان لېسې د یولسم ټولګي یوې زده‌کوونکې ماریا سهاک له ازادي راډيو سره د خبرو پر مهال وویل: "ښوونځي ټول خلاص دي، نجونۍ ټولې خپلو ښوونځيو ته راځي. هېڅ کوم ممانعت نه‌شته. موږ د پخوا په شان خپل درسونه وایو. استادان هم هره ورځ راځي موږ ته درس راکوي."

د کندز ښار د سې درک د نسوان لېسې د دولسم ټولګي یوه زده‌کوونکې ثنا کاکړ هم ورته خبره کوي.

دا وايي: "ټول ښوونځي خلاص دي، موږ هم هره ورځ ښوونځیو ته ځو او خپل درسونه وایو. له پخوا اوس امنیت ډېر تأمین دی، هېڅ کومه ستونزه نه‌شته. زموږ درسونه د پخوا په شان ادامه لري."

په کندز ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ د کمېسیون مسؤل مطیع‌الله روحاني هم وایي چې په دغه ولایت کې ټول ښوونیز او روزنیز مرکزونه فعاله او د زده‌کوونکو پر مخ خلاص دي.

ښاغلی روحاني زیاتوي: "ښوونځي او تعلیمي مراکز ټول خلاص شوي دي. نجونې او هلکان خپلو ښوونځيو ته ځي او تعلیمي بهیر روان دی او هېڅ ډول ستونزه نه‌شته. موږ ورته ډاډ ورکړی دی او موږ د تعلیم او تربیې مسؤل هم دغه کار ته ټاکلی ده. هغه له خلکو سره مجالس کوي هېڅ ستونزه نه‌شته او په دې برخه کې کار روان دی."

ارشیف، د کندز چهاردره ولسوالۍ کې ښوونځي ته روانې یو شمېر زده‌کوونکې نجونې
ارشیف، د کندز چهاردره ولسوالۍ کې ښوونځي ته روانې یو شمېر زده‌کوونکې نجونې

په داسې حال کې په کندز ولایت کې د نجونو د زده‌کړو بهیر په عادي ډول جریان لري چې اوس‌مهال د هېواد په نورو ولایتونو کې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلي او هغوی لا تر اوسه د زده‌کړو له اساسي حقه بې‌برخې پاته دي.

XS
SM
MD
LG