د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۱

'دي هیل': امریکایان دې افغانستان کې د تعلیم پر ناورین بې تفاوته نه پاتیږي


ارشیف، یو شمېر نجونې زده کوونې
ارشیف، یو شمېر نجونې زده کوونې

د طالبانو له واک ته رسېدو او له افغانستانه د لسګونو زره افغانانو له وتلو وروسته د هغو کسانو چې په خورا خطرناکو او سختو شرایطو کې د کابل له هوايي ډګره امریکا او نورو هېوادونو ته ووتل، په لوېدیځو رسنیو کې لا هم راپورونه خپرېږي.

  • نیویارک پوسټ

نیویارک پوسټ ورځپاڼې د هغه ماشوم په اړه لیکنه خپره کړې چې د ازغنو سیمونو له سره یوه امریکايي پوځي ته سپارل کېږي او له خپل مور او پلاره جلا کېږي.

دا عکس په نړیوالو رسنیو کې ډېر خپور شو او د ډېرو پام یې ځان ته واړوله.

دا دوه میاشتنۍ ماشومه له خپل مور او پلار سره د امریکا په ایریزونا کې یوځای شوی دی.

د ماشومې پلار چې نه غواړي بشپړ نوم یې واخیستل شي او یوازې د حمید په نوم یې له رسنیو سره خبرې کړي، ویلي: "خپله ماشومه یې داسې چا ته په لاس کې ورکړه چې هېڅ یې نه پېژانده او دا کار یې په دې خاطر وکړ چې د امریکا د سمندري ځواک سرتېری و او باور یې و چې خوندي به وي."

  • دي هیل

'دي هیل' امریکايي ورځپاڼې تردې سرلیک لاندې چې امریکایان باید په افغانستان کې د تعلیم په ناورین بې تفاوته پاتې نه شي، لومړی له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتلو او ورپسې د افغانستان په وضعیت کې بدلون ته کتنه کړې.

ورځپاڼه بیا لیکي:

باید د تعلیم په شمول هغه بریاوې پرخپل حال پاتې شي چې تېرو ۲۰ کلونو کې افغانستان ته ورپه برخه شوي دي.

'دي هیل' په باور په تېرو شلو کلونو کې له فساد او نورو نادودو سره-سره، د تعلیم برخه کې د افغانستان پرمختګ استثنايي و، خو اوس طالبان دا مهمې بریاوې له منځه وړي په تېره بیا د نجونو او ښځو زده کړې.

طالبانو هلکانو ته اجازه ورکړې چې زده کړو ته دوام ورکړي، خو له شپږم ټولګي پورته نجونو ښوونځي یې په دې پلمه چې نوې لایحه ورته جوړوي، نه دي پرانیستي.

دي هیل ورځپاڼې د لیکنې لیکوال د امریکا له حکومته غواړي چې د فشار له هغو وسایلو کار واخلي چې په لاس کې یې لري او طالبان اړ باسي چې هلکانو او نجونو ته یو شان د زده کړو لار هواره کړي.

  • واشنګټن اګزاماینر

واشنګټن اګزاماینر ورځپاڼې د هغه امریکايي پوځي په اړه لیکنه خپره کړې چې له افغانستانه د ځواکونو د وتلو په ترڅ کې یې د متحدو ایالاتونو د پوځ پر مشرتابه انتقادونه کړي وو.

د سمندري ځواک دا ډګرمن چې سټوارت شیلر نومېږي، د هغې انتقادي ویډیو په خاطر محاکمې ته انتظار باسي چې پر پوځي مشرانو یې کړی و، خو له بلې خوا څه باندې ۲۳ زره امریکایانو دغه پوځي ته پیسې ټولې کړي دي.

د واشنګټن اګزاماینر ورځپاڼې پر اساس تراوسه پورې ډګرمن شیلرته نژدې دوه میلیونه ډالره ټول شوي دي.

XS
SM
MD
LG