د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۰

په افغانستان کې ماشومې نجونې له کومو ستونزو سره مخ دي؟


یو ماشومه نجلۍ
یو ماشومه نجلۍ

د اکتوبر لسمه نېټه د ماشومو نجونو له نړیوالې سره برابر ده.

د ماشومانو د نړیوال کنوانسیون له مخې، یو انسان د زېږون له ورځې بیا تر اتلس کلنۍ پورې ماشوم ګڼل کېږي.

په افغاني ټولنه کې د نر او ښځې، هلک او نجلۍ تر منځ توپیري چلند ډېر دی.

نن سبا چې په افغانستان کې طالبان واکمن دي، هلکانو ته تر دولسم ټولګي پورې د زده کړو اجازه شته، خو نجونو ته بیا تر اوسه یوازې تر شپږم ټولګي پورې د زده کړو اجازه ورکړل شوې.

د افغانستان په شمال کې بیا ویل کېږي، په ځینو ولایتونو کې نجونو ته هم ښوونځي ته د تګ اجازه ورکړل شوې.

د ازادي راډیو خبریال په افغاني ټولنه کې نجونو سره د توپیري چلند په اړه د افغانستان د ماشومانو د ادبیاتو د ملي ټولنې له مشرې نعیمه غني سره په دې اړه مرکه کړې او په سر کې یې ورنه پوښتلي چې نن سبا په افغانستان کې ماشومې نجونې له کومو ستونزو سره مخ دي؟

دا مرکه د لاندې لینک په کېکاږلو سره واورئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG