د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۱

د ماشومو نجونو نړيواله ورځ او افغانستان کې یې زده کړو ته اندېښنې


ارشیف، کونړ کې د نجونو یو ښوونځی
ارشیف، کونړ کې د نجونو یو ښوونځی

د ماشومو نجونو نړيواله ورځ په افغانستان کې په داسې حال کې را رسېږي چې طالبان دغه هېواد کې نجونې له ښوونځیو او پوهنتونونو ته له تګه منع کړي دي.

د بشر حقونو نړېوال سازمان د ښځو برخې مسوله هیدر بار ازادي راډیو سره په خبرو کې له روان وضعیت څخه سخته اندېښمنه ده.

نوموړې په دې باور ده چې د طالبانو سیاست د نجونو د تعلیم او کار سره مخکنی دی او توپیر په کې نه دی راغلی: " د ماشومو نجونو د ورځې نمانځنه د معمول په شان به سږ کال په افغانستان کې نه وي، طالبانو لا د منځنۍ دورې نجونو زده کوونکو ته اجازه نه ده ورکړې چې ښوونځیو ته ولاړې شي، د طالبانو له دې کاره شل ورځې تېرېږي. هلکان ښوونځي ته ځي. داسې اوازې شته چې طالبان یو درسي پروګرام معرفي کړی، خو هغه څه به ورنه لېرې کړي چې د دوی له عقایدو سره په ټکر کې دي او دا اوازې هم شته چې دوی به د نجونو لپاره یوه نوی ښوونیز پروګرام جوړ کړي."

د بشر حقونو نړېوال سازمان د ښځو برخې مسوله هیدر بار
د بشر حقونو نړېوال سازمان د ښځو برخې مسوله هیدر بار

طالبان چې کله کابل ته ننوتل په ټول هېواد کې یې پوهنتونونو او ښوونځیو ته د نجونو په تک بندیز ولګاوه.

په پوهنتونونو کې د ټولګیو بیلول بله هغه جدي مساله ده چې طالبان یې د نجونو درسونو د پیل لپاره شرط یادوي.

اوس د بشر حقونو نړېوال سازمان د ښخو برخې مسوله هیدر بار له روان حالته اندېښمنه ده او وايي، که د نجونو د تعلیم مخه ونیول شوي، لېرې نه ده چې نږدې راتلونکې کې کم عمره نجونې اجباري ودونو ته اړ شي چې بیا به یې پایله خطرناکه وي.

د طالبانو له راتګه وړاندې د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون د کم عمره نجونو د اجباري ودونو د پېښو شمېر په ټول هېواد کې شااوخوا ۱۵۸ ښودلی وو .

د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کمېسیون د اجباري ودونو لامل له تعلیمه د نجونو محروم پاتې کېدل په ګوته کړي وو.

د افغانستان د پخواني حکومت د سولې د مرکچي پلاوي غړې او د ښځو فعاله فوزیه کوفي وايي، له زده کړو د نجونو منع کول افغانستان کې د نجونو پر وړاندې ستونزې نورې هم ډېرولی شي.

اغلې کوفي وايي، طالبانو په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی: "ځوانې نجونې په تېرو شلو کلونو کې د زده کړو، اطلاعاتو د لاسرسي او دې ته له ورته ښېګڼو برخمنې شوي، نن چې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې یې پرمخ تړل شوي او د کار کولو زمینه ورته نه ده برابره، تر ټولو بد وضعیت سره مخ دي، دا په خپله له قانوني سن څخه مخکې واده کولو ته زمینه برابروي، طالبانو د خپلو ژمنو خلاف کوم چې موږ سره یې په مذاکراتو کې درلودې نجونې د زده کړو له حق محرومې کړي، دا د اسلامي اصولو او قوانینو او نړیوالو کنوانسیونونو سره په ټکر کې دي."

د افغانستان د پخواني حکومت د سولې د مرکچي پلاوي غړې او د ښځو فعاله فوزیه کوفي وايي، طالبانو په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی
د افغانستان د پخواني حکومت د سولې د مرکچي پلاوي غړې او د ښځو فعاله فوزیه کوفي وايي، طالبانو په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو پر بنسټ په دغه هېواد کې ۱۷۱ زره محصلین په زده کړو بوخت دي چې له دې ډلې یې یوازې ۲۱ سلنه یې نجونې دي.

دغه شان د پوهنې وزارت پخوانې شمېرې ښيي چې ټول هېواد کې ۹ میلیونه زده کوونکي شته چې یوازې ۳۷ سلنه یې نجونې دي.

ملګرو ملتونو له طالبانو غوښتي چې ژر تر ژره دې د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي، خو افغان نجونې سږکال د نجونو نړیوالې ورځې ته په داسې حال کې چې طالبان واکمن دي او دوی ته د ښوونځي د تک لپاره اجازه نشته په کومه سترګه ګوري؟

روحینا رجبي د خپلې راتلونکي لپاره اندېښمنه ده: "څنګه ووایم چې د نجونو نړیواله ورځ را رسېدلې، زه د خپل راتلونکي په اړه اندېښمنه یم، هیلې مې مړاوې شوي، که دوی له دې ورځې نمانځنه وکړي، څنګه نمانځنه به وي؟ زموږ زده کړې ځنډېدلي، کله چې زه زده کړې ونه کړم څنګه د خپل راتلونکي په اړه پرېکړه وکړم."

مهریه هم چې د اتم ټولکي زده کوونکي ده، له ورته یو حالت سره مخ ده: "فعلاً زموږ راتلونکی روښانه نه دی، غوښتل مې راتلونکي کې ډاکټره شم، زه د تخار یم، که یوې نجلې زده کړې نه وي کړي، هغه په ماشومتوب کې ودوي، تاسې فکر وکړئ، که یوه نجلې زده کړې ونه کړي او راتلونکي کې یوه ښځه ډاکټره نه وي، دوی به چاته ځيي."

ازادي راډیو هڅه وکړه څو په دې اړه د طالبانو نظر هم واخلي، خو دوی یې اړیکې ځواب نه کړې، خو له دې وړاندې یې ویلي وو چې دوی به ښځینه برخه له کار او تعلیم څخه بې برخې نه کړي او د یو نوې تګلارې له مخې به د اسلامي شریعت په نظر کې نیولو سره خپل درس او کار ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG