د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۲

اروپایي ټولنې ۱۱ افغان مېرمنې د اروپا پارلمان د ساخاروف جایزې ته نوماندې کړې


د ساخاروف جايزه
د ساخاروف جايزه

اروپایي ټولنې ۱۱ افغان فعاله مېرمنې د اروپا پارلمان د ساخاروف جایزې ته په داسې حال کې نوماندې کړې چې د طالبانو په واکمنۍ سره ډېری افغان نجونې او مېرمنې د زده‌کړو او کار له حق محرومې شوې دي.

انیسه شهید، ماري اکرمي،‌ فرشته کریم، حبیبه سرابي، حوریه مصدق، سیما سمر، شهرزاد اکبر، میترا مهران، پلوشه حسن، صحرا کریمي او ظریفه غفاري هغه مېرمنې دي چې د دغې جایزې لپاره غوره شوې دي.

یادې جایزې ته نوماندې حبیبه سرابي ازادي راډیو سره په خبرو کې په افغانستان کې د ښځو د وضیعت په اړه اندېښنه وښوده ویې‌ویل، اړتیا ده څو په دې برخه کې جدي مبارزه وشي او د افغان مېرمنو غږ تر نړیوالو ورسول شي، څو مېرمنې د تېر په شان له خپلو حقونو بې‌برخې نه‌شي.

اغلې سرابي وايي: "له بده مرغه داسې یو وضعیت راغلی چې په افغانستان کې ښځې او نجونې له خپلو اساسي حقونو څخه بې‌برخې دي او دا په کور دننه او بهر د افغان مېرمنو جدي او ګډې مبارزې ته اړتیا لري ترڅو د ښځو غږ ټولې نړۍ ته ورسول شي، دوی باید له خپلو حقونو بې‌برخې نه‌شي."

د اروپايي ټولنې د ساخاروف جايزې نومانده حبيبه سرابي
د اروپايي ټولنې د ساخاروف جايزې نومانده حبيبه سرابي

د ننګرهار اوسېدونکې عایشه احمدزۍ وایي، له سختې مبارزې او ډېرو ستونزو په ګاللو سره توانېدلې وه چې ژورنالیزم پوهنځي ته لار ومومي، خو په خبره‌یې څلور کاله ستړیا او مبارزه‌یې له خاورې سره خاورې شوه او اوس نه‌شي کولای چې په دې برخه کې کار وکړي.

اغلې احمدزۍ زياتوي: "زموږ هیلې لوړې وې، غوښتل مې ژورنالیزم ووایم، خو اجازه مې نه‌درلوده، ما د کورنۍ او افغاني ټولنې په وړاندې مبارزه وکړه چې زده‌کړې وکړم، خو اوس فکر کوم چې وقت مې هسې ضایع کړی دی، اوس د ښځو په وړاندې د طالبانو دریځ ته په پام هېڅ امېد نه‌لرم."

محموده رئیس‌پور چې ټاکل شوې وه سږ کال د کابل ښار د یو ښوونځي له دولسم ټولګي فارغه شي، دا هم د وضعیت په اړه ناهیلې ده.

دې وويل: "هیله مې درلوده چې له ښوونځي فارغه شم، پوهنتون ته ولاړه شم او خپلې زده‌کړې پر مخ یوسم، خپلو خلکو ته خدمت وکړم، خو اوس چې طالبانو له موږ د زده‌کړو حق اخیستی کوم امېد نه‌لرم، پرته له یو تیاره برخلیک بل څه نه‌وینم."

طالبانو په افغانستان کې تر اوسه له شپږم ټولګي پورته، نجونو زده‌کوونکو ته د زده‌کړو اجازه نه‌ده ورکړې.

ارشيف، افغانستان کې د نجونو ښوونځی
ارشيف، افغانستان کې د نجونو ښوونځی

افغان مېرمنې په دې نظر دي چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې، مبارزه کړې او قربانۍ یې ورکړي، نارینه‌وو سره‌یې اوږه په اوږه خدمت کړی او اوس دوی نه‌شي کولای په کور کېني.

۲۴ کلنې رخسار خیري په یوې خصوصي رسنۍ کې کار کاوه، دا د یوې نهه کسیزې کورنۍ سرپرسته وه، خو اوس وزګاره ده.

رخسار له نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول اروپايي ټولنې غواړي چې افغان مېرمنې هېرې نه‌کړي.

رخسار وايي: "له اروپايي ټولنې د ټولو افغان نجونو او ښځو غوښتنه دا ده چې دوی یوازې پرې نه‌ږدي او د دوی د کار، ازادۍ او زده‌کړو د حق لپاره غږ پورته کړي او طالبانو باندې فشار راوړي چې نجونو ته د ښوونځیو دروازې پرانیزي چې د خپلو حقونو لپاره هڅې وکړي او درس ووايي."

که څه هم تازه طالبانو په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه‌وایه، خو څو ورځې مخکې د طالبانو د رسنیز ټیم غړي بلال کریمي ازادي راډیو ته ویلي و چې دوی په یو تازه پروګرام کار کوي چې نجونو زده‌کوونکو او محصلانو ته د زده‌کړو یو خوندي چاپېريال رامنځته کړي.

طالبانو دغه‌شان ویلي و چې اسلامي ارزښتونو ته په پام سره به په دولتي او نادولتي ادارو کې د ښځو حضور هم پیاوړی وي.

XS
SM
MD
LG