د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۵

د نجونو د ښوونځيو له تړل کېدو یوه میاشت پوره شوه؛ طالبان وايي لا هم طرزالعمل جوړوي


ارشیف؛ هرات کې د نجونو درسي ټولګی
ارشیف؛ هرات کې د نجونو درسي ټولګی

د نجونو او فعالانو له مکررو سپارښتنو او غوښتنو سره سره لا هم له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي پاتې دي.

۳۰ ورځې یا پوره یوه میاشت شوه چې د طالبانو د پرېکړې په اساس له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته له تګه محرومې شوي.

د ارزګان د نجونو د یوازنۍ لېسې یوې زده کوونکې ازادي راډیو ته وویل چې د ښوونځي په تړل کېدو سره اندېښنو اخیستې چې راتلونکی به‌یې څه کېږي؟

دا وایي: "ډېر بد احساس لرم. د خپلې ایندې لپاره زموږ د ولایت او وطن د ایندې لپاره. ځکه ما غوښتل یوه متخصصه ډاکتره شمه ځکه زموږ ولایت کې د ښځو متخصصه ډاکتره نه‌وه. ډېرې اندېښنې لرم چې نور به څه راسره کېږي. په ژړا په کور کې نا امېده ناسته یم."

له کندز او بلخ بیا تازه ځیني راپورونه راغلي چې هلته د نجونو ښوونځي تر دولسم ټولګي بېرته پرانیستل شوي.

له دې سره سره که څه هم دمګړۍ له شپږم ټولګي پورته له تعلیمه د محرومو نجونو کره شمېر نه‌دی معلوم، خو د ملګرو ملتونو د یونېسف ادارې د معلوماتو په اساس پخوا له ښوونځیو د محرومو درې ملیون او ۷ لکه افغان ماشومانو په ډله کې ۶۰ سلنه نجونې وې.

په افغانستان کې دننه او بهر ګڼو فعالانو او نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستو لپاره کمپاین هم پيل کړی او له طالبانو غواړي چې ژر تر ژره د نجونو ښوونځي بیا پرانیزي.

د قلم لار بنسټ له‌خوا د یوه پيل شوي کمپاین غړې زرلشت په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د نن نه یوه میاشت مخکې په کابل اوسراسر افغانستان کې د نجونو لپاره مکتبونه له شپږم تر دولسم ټولګي پورې د یوه نامعلوم دلیل په خاطر بند شول. زموږ له طالبانو غوښتنه ده چې مکتبونه بېرته زموږ لپاره خلاص کړي. تعلیم او زده‌کړې د هر انسان ښځې او سړي حق دی او دا حق باید هېڅکله د خپلو سیاسي معاملو په خاطر قرباني نه‌کړو."

د ماشومانو د تعلیم مدافع او د قلم لار بنسټګر مطیع‌الله ویسا ازادي راډیو ته وویل چې که طالبان د نجونو ښوونځي خلاص نه‌کړي، نو دوی به ان په مظاهرو هم لاس پورې کړي.

د قلم لار بنسټ مشر مطیع‌الله ویسا وایي که طالبان د افغان نجونو ښوونځي خلاص نه‌کړي لاریونونه به وکړي.
د قلم لار بنسټ مشر مطیع‌الله ویسا وایي که طالبان د افغان نجونو ښوونځي خلاص نه‌کړي لاریونونه به وکړي.

په کور دننه هڅو سربېره په بهر کې ګڼو فعالانو د کمپاینونو په چلولو له طالبانو غوښتي چې د نجونو په مخ د ښوونځيو دروازې پرانیزي.

یوه هڅه د سولې د نوبل جایزې ګټونکې او د نجونو د تعلیم مدافع ملاله یوسفزۍ ده چې له دوو افغان مېرمنو شهرزاد اکبر او زرقا یفتلي سره په ګډه‌یې د نړۍ مشرانو ته انلاین یادداشت/لیک استولی.

ملالې پرون په خپل ټویټر لیکلي چې افغان مېرمنې د تعلیم لپاره خپل غږ پورته کوي او موږ باید ورسره ودرېږو.

ملالې یوسفزۍ، شهرزاد اکبر او زرقا یفتلي په دې لیک کې په طالبانو، جي شل ډلې او مسلمانو رهبرانو غږ کړی چې ګام پورته کړي اوافغان نجونې تعلیم ته پرېږدي.

ملاله یوسفزۍ، شهرزاد اکبر او زرقا یفتلي په ګډه د نړۍ مشرانو ته انلاین یادداشت/لیک استولی.
ملاله یوسفزۍ، شهرزاد اکبر او زرقا یفتلي په ګډه د نړۍ مشرانو ته انلاین یادداشت/لیک استولی.

طالبانو له اول سره د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستې لپاره د یوه طرزالعمل د جوړولو خبره کړې ده.

هغه مسئله چې د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد بېګاه بیا ازادي راډیو ته وکړه.

ذبیح‌الله مجاهد وویل: "د ښځو د تعلیم موضوع ان‌شاءالله د اسلامي امارت تر بررسۍ لاندې ده. هغه برخه چې د شپږم ټولګي پورته ښځې وې د هغوی په لایحه او طرزالعمل باندې چې دوی به څرنګه تعلیم ته ځي کومه نوعیت باندې؟ دې باندې کار کېږي."

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو لپاره د یو طرزالعمل د جوړېدو خبره کوي
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو لپاره د یو طرزالعمل د جوړېدو خبره کوي

طالبانو په خپله اوله دوره کې له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ کاله پورې د نجونو په تعلیم او کار بندیز لګولی وو. دا دی له ۲۰ کلونو وروسته سږ اګسټ واک ته په بیا ځلي رسېدو د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلې ساتلي.

د طالبانو له بیا واکمنېدو څه باندې دوه میاشتې ووتې، خو حکومت‌یې د هېڅ هېواد له‌خوا په رسمیت نه‌دی پېژندل شوی.

د لوېدیځو هېوادونو اکثرو مشرانو په څو وروستیو کنفرانسونو کې دا په ډاګه کړې چې د طالبانو د پېژندنې لپاره بېړه نه‌لري، خو دې ډلې ته په‌کار ده چې که غواړي په رسمیت وپېژندل شي د څو نورو مهمو شرایطو ترڅنګ دا یقیني کړي چې ښځو ته پوره ونډه ورکوي او د تعلیم او کار مخه‌یې نه‌نیسي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG