ښځې
په کابل کې یو شمېر ښځینه فعالانو ملګرو ملتونو ته یو لیک استولی

په کابل کې یو شمېر ښځینه فعالانو ملګرو ملتونو ته یو لیک استولی او له دوی یې غوښتي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د سرغړونې په اړه چوپه خوله پاتې نهشي.
یوې فعالې وحیدې امیري ازادي راډیو ته وویل چې دغه لیک د پنجشنبې په ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) ته سپارل شوی دی.
هغې زیاته کړه: "ښځې هم بشر دي او ملګري ملتونه باید د نجونو زدهکړو ته پام وکړي، دا باید بېتفاوته نهوي. په هغه لیک کې موږ د افغانستان د ټولو دردونو که هغه سیاسي، اقتصادي او کلتوري وي یادونه کړې ده."
د ښځو دې ډلې په کابل کې څو ځلې لاریونونه کړي او پر طالبانو یې غږ کړی چې د ښځو حقونو او ازادۍ ته درناوی وکړي.
د افغانستان په پلازمېنه او نورو ولایتونو کې تر شپږم ټولګي پورته نجونې لا هم ښوونځي ته نهشي تلی.
ښځې هم په ډېرو دولتي ادارو کې د پخوا په څېر کار نهشي کولای.
د طالبانو حکومتي چارواکو ویلي دي چې دوی پر یوې داسې کړنلارې کار کوي چې له مخې بهیې په هېواد کې ټولو نجونو ته د زدهکړو زمینه برابره شي.
د طالبانو په وینا دوی د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونه رعایتوي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
اوتنبایوا: طالبان دې په دولتي ادارو کې د ښځو د کار بندیز پای ته ورسوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا له طالبانو څخه وغوښتل چې په دولتي ادارو کې د ښځو د کار بندیز پای ته ورسوي.
د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس وايي، اوتنبایوا پرون پنجشنبې د طالبانو د حکومت د امربالمعروف، نهی عن المنکر او د شکایتونو اورېدو وزارت له مسلکي مرستیال شیخ محمد فقیر سره په کتنه کې په دولتي ادارو کې د ښځو د کار بندیز ته په اشارې وویل چې دې ستونزې ته باید مناسبه حللار ولټول شي.
د باختر اژانس د معلوماتو پر اساس، د طالبانو د امربالمعروف وزارت مسلکي مرستیال د اغلې اوتنبایوا د غوښتنې په ځواب کې وویل، د خپل هېواد د کلتور او قوانینو په رڼا کې هڅه کوي چې اسانتیاوې رامنځته کړي.
یوناما د طالبانو د امربالمعروف وزارت له چارواکي سره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې د خبرو په اړه څه نهدي ویلي.
امیري: د طالبانو د سیستماتیک فشار عادي بلل به د ښځو حقونه خطر سره مخ کړي

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي، هغوی چې په ضمني توګه په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې سیستماتیک فشار عادي ګڼي، یوه خطرناکه سابقه جوړوي چې په هر ځای کې به د ښځو حقونه له خطر سره مخامخ کړي.
مېرمن امیري دغه څرګندونې تېره شپه ناوخته په یوه ټویټ کې کړې او ویلې یې دي چې خوښه ده چې د ښځو د حقونو ملاتړې شبکې ته یې د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په اړه څرګندونې کړي دي.
د دولتونو، سیمه ییز او نړیوالو سازمانونو جوړه دغه نړیواله شبکه له مدني ټولنې سره کار کوي ترڅو ښځې د سولې او امنیت په پروسو کې شاملې کړي.
امریکا په سرپل کې د ښوونځیو د ۸۰ نجونو پر مسمومېدو اندېښنه وښوده

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړې استازې رینا امیري په سرپل کې د ښوونځیو د ۸۰ نجونو پر مسمومېدو اندېښنه وښوده.
مېرمن امیري پرون ناوخته په خپل ټویټر کې لیکلي، چې د ماشومانو د خوندیتوب د یقیني کېدو لپاره باید هر اقدام وشي.
هغې لیکلي: "موږ باید د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړو، چې له محدودیتونو او ډار پرته تعلیم ته لاسرسی ولري."
د یکشنبې په ورځ د سرپل ولایت د سانچارک ولسوالۍ په دوو ښوونځیو کې شاوخوا ۸۰ نجونې، د هغوی د څو ښځینه ښوونکو او ملازمینو په ګډون ۹ تنه نور هم مسموم کړای شوي دي.
د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو او امنیتي پالیسۍ ویاندې نبیلا مسرالي هم د دغو نجونو د مسمومېدو پر خبر ژوره خواشیني څرګنده کړې او په یوه ټویټ کې یې ویلي، واکمن چارواکي دې ته اړتیا لري چې د دغه بوږنوونکی جنایت پېښه تعقیب کړي.
اروپايي ټولنې د افغان نجونو زدهکوونکو مسموميت یو بوږنونکی جنابت وباله

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې د ماموریت شارژدافېرې رافایلا یودیچې په افغانستان کې د نجونو د ښوونځي له شپېتو د زیاتو زدهکوونکو مسمومېدل یو بوږنونکی جنایت بللی دی.
نوموړې په یوه ټویټ کې یې ټولو ته د عاجلې روغتیا د هیلې ترڅنګ ویلي چې هر ماشوم د زدهکړې او ښه خوندیتوب لپاره د خوندي ځای مستحق دی او ښوونځي باید امن ځایونه وي.
د راپورونو له مخې دا پېښه وړمه ورځ د سرپل ولایت د سانچارک ولسوالۍ په دوو ښوونځیو کې رامنځته شوې او ویل شوي چې شاوخوا اتیا نجونې او د هغوی د څو ښځینه ښوونکو او ملازمینو په ګډون نهه تنه نور هم مسموم شوي دي.
د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو او امنیتي پالیسۍ ویاندې نبیلا مسرالي هم د دغو نجونو د مسمومېدو پر خبر ژوره خواشیني څرګنده کړې او په یوه ټویټ کې یې ویلي، واکمن چارواکي دې ته اړتیا لري چې د دغه بوږنونکی جنایت پېښه تعقیب کړي.
هغې ویلي، تعليم د ټولو ماشومانو انساني حق دی او ښوونځي باید امن ځایونه وي.
له دې مخکې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق، یونېسف هم پر دې پېښې اندېښنه ښودلې او له واکمنو چارواکو یې غوښتي و چې، دا پېښه دې سمدستي وڅېړي او عاملان دې يې ونیسي.
چارواکو نهدي ویلي چې دغه نجونې په څه ډول مسموم شوې، خو په سرپل کې دا پېښه داسې مهال شوې چې د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې یې سرپرست حکومت له شپږم ټولګي پورته میلیونونه نجونې له ښوونځيو منع کړي او پر دې سربېره یې د پوهنتونونو دروازې هم د نجونو او ښځو پر مخ تړلې دي.
د ماشومانو يوه ټولنه: افغانستان د ماشومانو د سرغړونو تر ټولو ډېر مستند موارد لري

د 'تعلیم انتظار نهشي کولای' په نوم د ماشومانو د ملاتړ ټولنه وايي، افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې د ماشومانو پر وړاندې د سرغړونو تر ټولو زیات مستند موارد لري.
د ملګرو ملتونو دې اړوندې موسسې، چې په بېړنیو حالاتو او اوږدمهالو کړکېچونو کې د ماشومانو د زدهکړې لپاره بسپنه راټولوي په یو بیان کې ویلي، پر ماشومانو حملې باید سمدستي بندې شي.
دې ټولنې د نړۍ له مشرانو هم غوښتي چې د ماشوم د حق د کنوانسیون او د خوندي ښوونځيو د نړیوالې اعلامیې د سپارښتنو په اساس پر خپلو ژمنو عمل وکړي او نجونو او هلکانو ته د زدهکړو انډول امکانات برابر کړي.
دا اعلامیه داسې مهال خپرېږي چې طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته له شپږم د پورته ټولګیو د زده کوونکو نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې بندې کړې دي.
يونېسف: پنځه نيم لکه افغان ماشومانو ته مو د زدهکړو خدمتونه رسولي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق يا یونېسف وایي، په تېره اپرېل میاشت کې یې څه باندې پنځه نیم لکه افغان ماشومانو ته د زدهکړو خدمتونه رسولي دي.
یونېسف دا خبره د ۲۰۲۳م کال په څلورم نمبر میاشتني راپور کې چې تازه خپور شوی کړې او لیکلي یې دي، د دغه شمېر ماشومانو ۵۹ فیصده یې وړې نجونې دي.
په راپور کې راغلي، د زدهکړو دغه خدمتونه په دېرشو ولایتونو کې د نږدې ۱۸ زره ټولنیزو ټولګیو لهخوا، چې یونېسف یې ملاتړ کوي، وړاندې شوي دي.
طالبانو د روان لمریز کال په لومړیو کې په کندهار او هلمند کې د یونېسف د سلګونه محلي ټولګیو د ځنډولو پرېکړه وکړه.
یونېسف داسې مهال ماشومانو ته د زدهکړو رسولو هڅه کوي چې په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښونځي او د هغوی پوهنتونونه تړلي دي.
سيما باهوس د افغانستان وضعیت په تړاو له يوه ترکي څېړونکي سره کتلي

د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې مشره سیما باهوس وایي، د افغانستان د وضعیت په اړه د یوې خپلواکې څېړنې له همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو سره یې کتلي او د هغه د دې مهم رول په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.
مېرمن باهوس نن په یوه ټویټ کې وویل چې دوی دواړه له دې سره موافق و چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۶۷۹ م پرېکړه لیک له مخې دغه ماموریت به چې ده ته سپارل شوی، پر افغان ښځو او د هغوی پر حقونو ډېر متمرکز وي.
باهوس ویلي چې د ملګرو ملتونو د ښځو ځانګه او جنسیتي متخصصان د هغه د ټیم ملاتړ ته ژمن دي.
فریدون سینیرلي اوغلو به چې د ترکیې د بهرنیو چارو د وزیر او له ۲۰۱۶ نه تر ۲۰۲۳ کال پورې یې په ملګرو ملتونو کې د ترکیې د دایمي استازي په توګه دنده ترسره کړې، د افغانستان په اړه خپله څېړنه د روان کال د دوبي تر پایه بشپړه کړي.
د خوړو نړیوال پروګرام په نورستان کې ۱۵۰ مېرمنو سره د وزو مرسته کړې

د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبلیو ایف پي' په نورستان کې د لویو کورنیو له ۱۵۰ هغو مېرمنو سره چې د خپلو کورنیو ډوډۍ ګټونکې دي، د وزو د مرستې خبر ورکوي.
د دې پروګرام د افغانستان څانګې پرون سهشنبې په یوه ټویټ کې وویل، هرې کورنۍ ته یې یوه بلاربه وزه او یو وزګوړی ورکړي دي.
د خوړو نړیوال پروګرام وایي، دغو ښځو د څارویو نسل پالنه او د خپلو لبنیاتو تولید پیل کړی او زیاتوي، دا د دې سبب کېږي چې د کورنیو په غذایي رژیم کې تنوع او هغوی ته ګټه وټه رامنځته کړي.
د خوړو نړیوال پروګرام د اروپایي ټولنې، جرمني او نورو شریکانو څخه مننه کړې چې دغه مرستې یې برابرې کړې دي.
د بخښنې نړيوال سازمان: طالبان دې د بشري جنايتونو په خاطر مسوول وګڼل شي

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، طالبان د هغه څه په اړه چې بشري جنایت بلل کېږي، مسوول وګڼل شي.
په هغه راپور کې چې نن د مې ۳۰مه د دې سازمان لهخوا خپور شوی پهکې راغلي، اوسمهال په افغانستان کې ښځې په کاري، ټولنیزو او زدهکړو برخو کې له محدودیتونو سره مخامخ دي.
په راپور کې راغلي، ښځې نه پرېښودل کېږي چې د خپلو دې حقونو لپاره سولهییز لاریونونه وکړي.
راپور کې د طالبانو لهخوا پر ښځو د حجاب پر مسئله هم نیوکه شوې ده.
تر اوسه طالب چارواکو د بخښنې نړیوال سازمان د دې راپور په اړه تبصره نهده کړې.
په تېرو څه باندې ۲۱ میاشتو کې چې طالبان په افغانستان کې په واک کې دي، د ښځو پر کار او زدهکړو سربېره ښځو ته اجازه نهده ورکړې چې خپل ټولنیز فعالیتونه ترسره کړي.
هیدربار: د طالبانو ژمنې ارزښت نهلري

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د حقونو د چارو مرستیاله هیدربار ويلي، د طالبانو ژمنې ارزښت نهلري.
هیدربار د ناروې د کډوالو د شورا د مشر یان ایګلند وروستیو څرګندونو ته په اشاره چې ویلي یې دي، د طالبانو چارواکو چې ده ورسره په وروستي سفر کې په کندهار او کابل کې لیدلي، ډاډ یې ورکړی چې د ښځو د کار او زدهکړې لپاره به ملي تګلاره ډېر ژر نهایي شي، وایي، د طالبانو ژمنې ارزښت نهلري.
هیدربار نن دوشنبې په یوه ټویټ کې ویلي، دا هیلهمنه ده چې طالبان دا کار وکړي، خو زیاتوي په تېر څه باندې یو نیم کال کې دوی ژمنې کړي چې نجونې به پرېږدي چې بېرته ښوونځیو ته لاړې شي، خو په دې برخه کې تر اوسه هېڅ پرمختګ نه لیدل کېږي، بلکې لا پر دوی محدودیتونه زیات شوي دي.
هیدربار وایي، طالبانو د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ د خپلې لومړنۍ واکمنۍ په موده کې هم ورته ژمنې کړې وې چې عملې نهشوې.
د ۲۰۲۱ کال له دوبي راهیسې چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، له شپږم ټولګي پورته نجونې یې ښوونځیو ته له تلو او نجونې او ښځې یې هم له پوهنتوني زدهکړو منع کړي دي.