د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۵

د ملګرو ملتونو یو لوړپوړی چارواکی: افغانستان د یوې بشري فاجعې خوا ته روان دی


ارشیف، د افغانستان ننګرهار ولایت مرکز جلال‌اباد ښار کې د سړک غاړې ته یوه پرته ښځه او لور یې د خیر غوښتلو پر مهال
ارشیف، د افغانستان ننګرهار ولایت مرکز جلال‌اباد ښار کې د سړک غاړې ته یوه پرته ښځه او لور یې د خیر غوښتلو پر مهال

په افغانستان کې سږ ژمی تر نورو هغو سخت اټکل شوی ځکه د راپورونو له مخې ملیونونه کسان له لوږې سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو یو لوړپوړی چارواکی چې د افغانانو د وضعیت د څارنې لپاره په یوه دوه ورځني سفر کابل ته تللی و وايي چې افغانستان د یوې بشري فاجعې خوا ته روان دی.

د کډوالو د نړیوال سازمان (ای او اېم) مشر انتونیو ویتورینو په افغانستان کې په روانو حالاتو سخت اندېښمن دی، وایي راروان ژمی به لا د خلکو ستونزې زیاتې شي، نو په‌کار ده چې له اړمنو سره ژر تر ژره مرستې وشي.

د «ای او اېم» د رئیس انتونیو ویتورینو څرګندونې تېر ماښام د یادې ادارې په ټویټر خپرې شوي.

دی زیاتوي: "زه کابل کې یم. د ګڼو بېړنیو حالاتو یوې مجموعې دا هېواد د بشري فاجعې خوا ته وړی دی. افغانان چې کلونو جګړو او نا امنیو ځپلي وروستیو وچکالیو او کرونا وبا یې لا پسې کړاوونه زیات کړل. ملیونونه کسان له یوه اقتصادي ناورین سره مخ دي. راروان ژمی به لا زیات خلک اغېزمن او ستونزې به‌یې ورزیاتې کړي. موږ له وخت سره په مقابله کې یو چې لکونه اړمنو کسانو ته د ژمي په درشل کې مرستې ورسوو."

د کډوالو د نړیوال سازمان (ای او اېم) مشر انتونیو ویتورینو
د کډوالو د نړیوال سازمان (ای او اېم) مشر انتونیو ویتورینو

د ملګرو ملتونو د کډوالو د نړیوال سازمان د شمېرو له مخې دمګړۍ پنځه نیم ملیونه افغانان د اقتصادي، امنیتي او ټولنیزو ستونزو او ناخوالو په سبب له خپلو اصلي مېنو کډې ته اړ شوي دي.

په دې شمېرو کې یوازې شپږ لکه او ۷۰ زره د سږ کال دي چې په‌کې ۶۰ سلنه ښځې او ماشومان شامل دي.

د کډوالو د نړیوال سازمان مشر ښاغلي ویتورینو اندېښنه وښوده چې د ژمي د سړو په راتلو او د خوراکي موادو او د سرپناه د نشتوالي په خاطر به ګڼ خلک دا ژمی هم کډې کولو ته اړ شي.

یو شمېر عامو خلکو هم ازادي راډیو ته د خپلو پيغامونو په استولو سره له بې‌کارۍ او سختې بې‌وزلۍ شکایت کړی دی.

د ننګرهار اوسېدونکی وفادار وايي: "زه به دومره ووایم چې خلک ډېر سخت له بحران سره مخ دي. وچکالي ده. کار او ژوند نه‌شته. بس ټول خلک په فرار دي له افغانستان هرې خوا ته که هغه پاکستان دی که ترکیه ده. ځکه ډېر بد ناورین دی. خلک څه شی وکړي. هېڅ کار او ژوند نه‌شته دی."

افغانستان کې د یو شمېر بې‌وزله کورنیو ماشومان چې له ډېرانونو کاغذونه او نور توکي ټولوي
افغانستان کې د یو شمېر بې‌وزله کورنیو ماشومان چې له ډېرانونو کاغذونه او نور توکي ټولوي

یوه بل افغان چې نوم‌یې نه‌دی ښودلی بیا اندېښنه ښودلې چې که له افغانستان سره مرستې هم کېږي په مستقحو خلکو نه‌وېشل کېږي.

دی وايي: "وروڼو دغسې مرستې چې افغانستان ته راځي دا خو چې د هر وطن له سرحدونو راواوړي دا په منځ نیمايي کېږي. نیمايي طالبان وړي نیمايي یې بیا دغه خلکو ته راوړي. بیا راشي کلي کې دوه درې کسان ونیسي هغه هم مساکین نه‌وي. بیا له شا منډې وروهو، خو موږ ته وایي چې تاسو نه‌یئ مسکینان. موږ عیال داره یو واړه بچیان راپسې موږه د بېګا ولاکه په کور کې ولرو. د دغو یوه غمه وخورئ."

د اګسټ په ۱۵مه د طالبانو په بیا واکمنېدو سره له خلکو سره د مرستو ګڼې پروژې په ټپه ودرېدې چې له امله‌یې نه‌یوازې لکونه افغانان بې‌کاره شول، بلکې په هېواد کې یې د لوږې لمن لا پراخه کړه.

د طالبانو حکومت په وار وار له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له افغانانو سره مرستې وکړي او دوی ډاډ ورکړی چې دا مرستې به په مستحقو کسانو ووېشل شي.

ملګرو ملتونو د جنوا په غونډه کې په شتمنو هېوادونو غږ وکړ چې له اړمنو افغانانو سره د بېړنیو مرستو لپاره دې د څه باندې ۶۰۰ ملیونو ډالرو مرسته وکړي.

سپټمبر میاشت کې د افغانستان په اړه د جنوا غونډه
سپټمبر میاشت کې د افغانستان په اړه د جنوا غونډه

که څه هم تر دې غږ وروسته ګڼو لوېدیځو او شتمنو هېوادونو له افغانستان سره د سلګونو ملیونو ډالرو مرستې ژمنې کړي، خو د راپورونو له مخې د دغو پيسو لویه برخه لا افغانانو ته نه‌دي رسېدلي.

تېره میاشت اروپايي ټولنې ژمنه وکړه چې له افغانانو او د افغانستان له هغو ګاونډيانو سره چې له افغانانو سره‌یې مرستې کړي څه باندې یو میلیارد ډالره مرسته کوي.

امریکا که څه هم د طالبانو په بیا واکمنېدو د افغانستان شااوخوا ۹،۵ میلیارده ډالره کنګل کړي، خو ژمنه‌یې کړې چې له افغانانو سره به خپلو بشري مرستو ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG