د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۵

افغانستان سره د امریکا د مرستو اعلان او د یو شمېر عامو افغانانو هرکلی


ارشیف، یو شمېر بشري مرستې
ارشیف، یو شمېر بشري مرستې

د امریکا د متحدو ایالاتو له لوري له افغانستان سره د مرستو اعلان د یو شمېر عامو افغانانو د هرکلي سره مخ شو.

د امریکا سپینۍ ماڼۍ ویاندې جېن ساکي پنجشنبه ناوخته د یوه خبري کنفرانس پر مهال خبریالانو ته وویل چې امریکا په دې تمرکز کوي چې افغانانو ته بشري مرستې ورسوي.

مېرمن جېن ساکي وویل: "زموږ تمرکز د نړیوالې ټولنې د لوی اکثریت سره د بشري مرستو رسولو او په افغانستان کې خلکو ته د رسېدلو په اړه کارکولو باندې دی، څو ډاډ ترلاسه شي چې دوی ته هغه څه رسېږي چې ورته اړتیا لري، متحده ایالات د دې مرستې تر ټولو لوی چمتو کوونکی هېواد دی، موږ د دې مرستو وړاندې کولو لپاره د نړیوالو سازمانونو له لارې کار کړی. نو دا هغه څه دي چې زموږ تمرکز اساسا په دې وخت کې دی."

د امریکا سپینۍ ماڼۍ ویانده جېن ساکي
د امریکا سپینۍ ماڼۍ ویانده جېن ساکي

د امریکا له دې اعلانه یو شمېر کابل ښاریان هرکلی کوي.

د دې ښار یو اوسېدونکي بادام احمدزي ازادي راډیو ته وویل چې هیله ده دا مرستې په رڼه توګه او دوامداره وي: "په دې وروستیو کې د امریکا له لوري د مرستې اعلان ښه خبره ده، ځکه چې اوس وخت کې ډېره اړتیا ده چې افغان ولس سره وشي، دا مرستې که په مسقیمه توګه افغانستان ته ورسېږي ښه ده، خو که د ګاونډیو هېوادونو له لوري وي بیا نو فکر نه کړم چې دا مرستې به تر افغانانو په رڼه توګه ورسېږي."

عبدالله احمدزی د کابل ښار یو بل اوسېدونکی او د اقتصادي چارو پوه دی وایي، د پخواني نظام له سقوط وروسته عام خلک لا بې وزلۍ وځپل او دا مهال په هېواد کې اقتصادي کړکېچ خپوردی بشري مرستو ترټولو مسایلو زیاته اړتیا لېدل کېږي:"اوس د افغانستان د اسلامي امارت واک ته رسېدلی نو ټولې مرستې دلته درېدلي چې دا منفي اغېز یې پر خلکو دی ځکه خلک د تېر پرتله لا بې وزلۍ ځپلي، باید ژر تر ژره امریکا نور هېوادونو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي."

ښاغلی احمدزی ټینګار کوي چې له افغانستان سره دې نړیوالو مرستې دوامداره وي او له طالبانو غواړي چې د دغو مرستو د رڼو رسولو لپاره دې پر منظمو مېکانیزمونو کار وکړي.

امریکا داسې مهال له افغانستان سره د بشري مرستو اعلان کوي چې دا مهال دغه هېواد کې اکثره خلک له اقتصادي ناخوالو سرټکوي.

بل خوا د امریکاد متحدو ایالاتو بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس هم پنجشنبه ناوخته د یوې خبري ناستې پر مهال خبریالانو ته خبر ورکړ چې امریکا هوډ لري هغه کسان له افغانستانه وباسي چې امریکایان، د دوی متحدین او د امریکا قانوني دایمي اوسېدونکي دي.

ښاغلي پرایس هغه راپورونه رد کړل چې ګوندې له افغانستانه به د پوځي چارټر الوتکو له لارې خلک اېستول شي.

ښاغلی پرایس وایي، دوی کابل ته د پوځي چارټرالوتکو د لېږلو هېڅ ډول پلان نه لري او هغه کسان هم چې غواړي له افغانستانه وباسي د قطر او پاکستان د ملکي چارټر د الوتنو په همکارۍ به وایستل کېږي: "د قطري الوتکو د چارټر الوتنو او په ازاده تګ راتګ لپاره د طالبانو له لوري د ژمنو د ساتلو په برخه کې د مثبت ګام په توګه ګورو، خو موږ قانع نه یو او موږ پر طالبانو فشار ته دوام ورکوو چې دا وګوري چې امریکایي اتباع، دایمي اوسیدونکي قانوني وګړي او هغه افغانان چې موږ ورسره ځانګړې ژمنتیاوې لرو وکولی شو له هېواده یې وباسو، په هغه صورت کې چې دوی یې غواړي."

ازادي راډیو هڅه وکړه د دغو امریکایي چارواکو د څرګندونو په اړه د طالبانو نظرهم واخلي، خو له هڅو سره-سره د دغې ډلې د رسنیز ټیم او د فرهنګي کمېسیون غړو پوښتنې ځواب نه کړې.

طالبانو خو تر دې مخکې امریکایان، د دوی متحدین او افغان همکارانو ته اجازه ورکړې چې له افغانستانه ووځي.

امریکا د خپلو پوځیانو په ګډون د تېرې اګسټ میاشتې تر وروستۍ نېټې شااوخوا یو لک او څلرویشت زره هغه افغانان هم له افغانستانه ووېستل چې له دوی سره یې په بېلابېلو برخو کارونه کړي وي.

خو لا هم په کابل کې ګڼ شمېرهغه کسان پاتې دي چې له امریکا حکومت او پوځیانو سره یې کار کړی وو. ان داسې کسان د امریکا تابعیت لري خو د وروستیو ګوډوډیو له امله دغه هېواد کې بند پاتې شول.

طالبانو څو ځلي وویل چې د دوی له لوري به هېڅ افغان ته ګواښ نه وي او ټول کولای شي خپل عادي ژوند ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG