د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۱

ملګري ملتونه به د یوه صندوق له لارې اړمنو افغانانو ته نغدي مرستې ورسوي


ارشیف، کابل کې یوه مېرمن او لور یې د سړک تر غاړې ډوډۍ پلوري.
ارشیف، کابل کې یوه مېرمن او لور یې د سړک تر غاړې ډوډۍ پلوري.

ملګرو ملتونو پرون پنجشنبه(د تلې ۲۹مه) وویل، یو ځانګړی صندوق یې جوړ کړی چې پر اساس یې اړمنو افغانانو ته د یوه سیسټم له لارې په مستقیم ډول نغده مرسته ورکړل شي.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) ادارې سختو اړو کسانو ته د 'پیپلز اکانومي فنډ' یا د ولسي اقتصاد بسپنې په نوم پروګرام اعلان کړ.

د دې ادارې رييس اچېم شټاینر وویل، جرمني لومړنی هېواد دی چې دې صندوق ته یې د ۵۰ میلیونه یورو د ورکولو ژمنه کړې.

ده پرون په جنیوا کې خبریالانو ته همدا راز وویل: "څه چې موږ وینو نه یوازې دا چې ملت او هېواد په سیاسي کړکېچ کې ښکېل دی، موږ د دې شاهدان هم یو چې دواړه هم د ملي اقتصاد او هم د مالي سیستم له پلوه په لا ډراماتیک او فوري ډول د خلکو اقتصاد، هغه اقتصاد چې خلک د ژوند ورځني اړتیاوې پرې برابروي، هغه عاید چې دوی یې د خپلو کورنیو د مړولو لپاره کاروي، له سقوط سره مخامخ دي. موږ وینو چې په ټول افغانستان کې یو نه کنټرولېدونکی لوی اقتصادي بحران دی."

د ملګروملتونو د پراختیايي پروګرام رييس اچېم شټاینر وايي، جرمني ۵۰ میلیونه یورو ورکوي.
د ملګروملتونو د پراختیايي پروګرام رييس اچېم شټاینر وايي، جرمني ۵۰ میلیونه یورو ورکوي.

له کله چې طالبان واک ته رسېدلي، له افغانستان سره نړیوالې مرستې درېدلي دي، خو ملګري ملتونه وايي چې له افغانانو سره د مرستو صندوق ته له هغو پیسو کار اخلي چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته کنګل شوي دي.

د ښاغلي شټاینر په وینا د راتلونکو ۱۲ میاشتو لپاره ۶۶۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري چې یوه برخه یې جرمني په غاړه واخېسته.

ده په عین حال کې وویل چې ۳۸ میلیونه انسانان یوازې له بهره څوک مړولی نه شي، باید د خلکو د اقتصاد د ښه کولو لپاره ګامونه واخلي.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام رييس وویل، که دا کار ونه شي په را روان ژمي او راتلونکي کال کې به میلیونونه افغانان ونه توانیږي چې خپل هېواد کې ګوزاره وکړي او مجبوره به وي چې خپلې ځمکې، کورونه او کلي پرېږدي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام رييس وویل، په تېرو څو اوونیو کې پر دې خبرې روانې وې چې دا پیسې هماغسې چې نړیوالې ټولنې ژمنه کړې ده، افغانانو ته ورسول شي.

XS
SM
MD
LG