د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۷

پر صنعت او سوداګرۍ د وروستیو تحولاتو اغېز؛ هرات کې صنعتي ښارګوټی ځوړ سره مخ دی


کابل کې یوه تولیدي فابریکه
کابل کې یوه تولیدي فابریکه

وروستیو تحولاتو د افغانستان پر صنعت او سوداګرۍ منفي اغېز کړی دی.

یو شمېر صنعت‌کاران وایي په بانکونو کې د پیسو کنګل کېدل د دې لامل شوي چې ونه‌شي کړای د کارخونو د تولیداتو لپاره خام مواد واخلي ځکه‌یې کار و بار په ټپه درېدلی دی.

د هرات ولایت د صنعت او سوداګرۍ خونو چارواکي وایي چې اوس په دې ولایت کې یوازې ۷۰ کارخونې فعاله دي.

مخکې دغلته نږدې ۳۰۰ بېلابېلې فابریکې فعالې وې.

زلمی سعیدي په هرات ولایت کې په صنعتي ښارګوټي کې د غوړیو او پلاستیک د تولید کارخونې مسؤل دی.

دی وایي له دوه میاشتو راپدېخوا یې په افغاني بانکونو کې د پیسو له کنګل کېدو سره له درېیو کارخونو یې اوس یوازې یوه فعالیت کوي.

ښاغلی سعیدي وایي، ټوله سرمایه‌یې په بانک کې ده او د خامو موادو د پېرلو لپاره پیسې نه‌لري چې د کارخونو چرخ فعاله وساتي.

دی له طالبانو د هېواد د تولیداتو او صنعت وضعیت ته د رسېدنې غوښتونکی دی.

د هرات صنعتي ښارګوټی
د هرات صنعتي ښارګوټی

ښاغلی سعیدي زیاتوي: "له بانکونو پیسې نه‌شو اخیستلی، له همدې امله مو صنعتي ښارګوټی له ستونزو سره مخ دی، کله چې موږ له بانکونو خپلې پیسې وانه‌خیستلی شو خام مواد نه‌شو پېرلی، موږ د اسلامي امارت نه غواړو چې دې موضوع ته جدي پام وکړي کله چې خام مواد ونه‌لرو تولیدات هم نه‌لرو ځکه چې موږ په خپل هېواد کې خام توکي نه‌لرو او له نورو هېوادونو یې پېرو."

په تېرو ۲۰ کلونو کې د هېواد په سترو ښارونو او مهمو ولایتونو کې د صنعتي پارکونو د جوړولو په برخه کې زیاتې پانګونې شوې دي.

یوازې د هرات ولایت صنعتي ښارګوټي کې له ۳۰۰ زیاتې کارخونې فعالې وې، خو دا ښارګوټی اوس له اقتصادي کړکېچ سره مخ دی.

‎د هرات د صنایعو او کانونو د خونې مشر حمیدالله خادم وايي چې له ۳۰۰ فابریکو څخه یوازې ۷۰یې اوس فعاله دي او پاتې یې په هرات کې د جګړې او په تېرو دوو میاشتو کې د حکومت له سقوط راهیسې تړل شوې دي.

‎د فابریکو په تړلو سره ، د صنعت او کانونو خونې په وینا دوه نیم زره کارګرو خپلې دندې له لاسه ورکړي.

‎هغه په بانکونو کې د پانګه‌والو د پیسو کنګل کېدل، د سونګ موادو د بیې لوړېدل او د خلکو د معیشتي او اقتصادي وضعیت خرابېدل د فابریکو د سقوط اصلي لاملونه ګڼي.

‎د ښاغلي خادم په وینا، که وضعیت همداسې دوام ومومي، دا وېره شته چې صنعتي ښارګوټی به له بشپړ بحران سره مخ شي.

دی وايي: ‎"ډېری هغه فابریکې چې فلزي تأسیسات‌یې تولیدول له بحران سره مخ دي. د سونګ موادو بیې ډېرې لوړې شوې دي چې دا د فابریکو لپاره هم ګران تمام شوی. که دا وضعیت همداسې دوام وکړي، موږ به د ډېرو فابریکو د تړلو شاهدان واوسو."

‎د کابل صنعتي ښار هم له ورته شرایطو سره مخ دی.

‎د کابل د صنعت او کانونو خونې مشر کریم عظیمي ونه‌ویل چې څومره فابریکې تړل شوي، خو زیاته‌یې کړه چې په کابل کې د فابریکو لوی شمېر د خامو موادو د نشتوالي او د پانګه‌والو د پانګو د کنګل کېدو له امله تړل شوي دي.

کابل کې د سیخ ګول یوه فابریکه
کابل کې د سیخ ګول یوه فابریکه

ښاغلي عظیمي وویل: ‎"فابریکې وړاندې هم د برېښنا او بازارونو د نشتوالي له امله تړل شوې وې، او اوس هم ډېری فابریکې د خامو موادو د نشتوالي او د پیسو د کنګل کېدو له امله تړل شوي."

‎د طالبانو په مشرۍ د افغانستان د مالیې وزارت ویلي چې د صنعتي سکټور د ستونزو د حل لپاره به جدي تدابیر نیول کېږي.

‎د دې وزارت د پالېسۍ په چارو کې لوړپوړي سلاکار انجنیر ناصر حسن ازادي راډیو ته وویل چې دوی دوه اوونۍ وړاندې له د افغانستان بانک سره ناسته درلوده او بانکونو ته اجازه ورکړل شوه چې د فابریکو مالکینو ته د خامو موادو پېرلو لپاره پیسې ورکړي.

‎له بلې خوا د کابل او هرات د صنعت او کانونو د خونو چارواکي وايي چې د پانګه‌والو لپاره امنیتي وضعیت ښه شوی او اداري فساد له ګمرکاتو لیرې شوی دی. دوی باور لري که حکومت او نړیواله ټولنه له پانګه‌والو سره همکاري وکړي، د صنعت وضعیت به د پخوا په پرتله خورا ښه شي.

XS
SM
MD
LG