د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۰

له افغانستان څخه بهر ته د کارګو پروازونو لړۍ پیلېږي


ارشیف، د افغانستان د هوايي دهلېز له لارې د افغان محصولاتو د لېږد بهیر
ارشیف، د افغانستان د هوايي دهلېز له لارې د افغان محصولاتو د لېږد بهیر

د کابل هوايي دهلېز له لارې د ځلغوزو د صادراتو لړۍ پیلېږي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسؤلان وايي چې راروانه اوونۍ کې به بهر ته د کابل هوايي ډګر څخه د کارګو سوداګریز پروازونه د ځلغوزو په لېږد پیل شي.

د دغې خونې مرستیال محمد یونس مهمند د اکټوبر په ۷مه نېټه وویل چې د کارګو لومړی پرواز به په درېیو تر څلورو ورځو کې د کابل هوايي ډګر څخه ترسره شي.

دا به د طالبانو په لاس د کابل ولایت له نیولو لومړی کارګو پرواز وي چې په اول ځل له افغانستان څخه ځلغوزې بهر ته صادروي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د بهرنۍ کمېټې مسؤل او د مدیره هیئت غړي اذرخش حافظي بیا ازادي راډیو ته وویل چې چین هېواد دې ته متمایل دی څو له افغانستان سره د ځلغوزې په برخه کې راکړه ورکړه زیاته کړي.

اذرخش حافظي
اذرخش حافظي

ده وویل: "چین په هڅه کې دی چې له افغانستان سره سوداګریزې راکړې ورکړې زیاتې کړي او خاصتاً د ځلغوزې د اخیستو په برخه کې ډېره لېوالتیا لري."

په نږدې تېرو دوه میاشتو کې د افغانستان او د نړۍ د نورو هېوادونو ترمنځ نړیوال پروازونه بند ول او یوازې د داخلي پروازونو ترڅنګ له افغانستان څخه قطر او پاکستان ته چارتر طیارو مسافرین لېږدول.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکو ویلي چې په هڅه کې دي د نړیوالو پروازونو لړۍ له سره په منظم ډول پیل کړي.

افغانستان د ځلغوزو د تولید او صادراتو په برخه کې د نړۍ یو له لویو هېوادونو دی چې له روسیې، منګولیا او چین سره په دغه برخه کې سوداګریزه سیالۍ لري.

په افغانستان کې ځلغوزې په پکتیا، پکتیکا، خوست او یو شمېر نورو ولایتونو کې ترلاسه کیږي.

خوست ولایت د هېواد په کچه د ځلغوزې د سوداګرۍ او راکړې ورکړې مرکز دی.

دغه ولایت کې د ځلغوزې سوداګر وايي چې زرګونه ټنه ځلغوزه‌یې منتظر ده څو بهر ته واستول شي.

خوست کې د ځلغوزیو یو مارکېټ
خوست کې د ځلغوزیو یو مارکېټ

دوی وايي چې د پروازونو د نشتوالي له امله په کورني بازار کې د ځلغوزو بیه رالوېدلې ده.

په خوست کې د ځلغوزې یوه سوداګر ګل حبیب ازادي راډیو ووېل: "بهر ته د ځلغوزې د لېږد د پروازونو د نه‌موجودیت په خاطر د ځلغوزې بیه سم نیمايي کمه شوې ده. پخوا به یو من ځلغوزه ۲۴ زره افغانۍ وه، خو اوس ۱۲ تر ۱۵ زرو افغانیو خرڅېږي."

د افغانستان د ځلغوزې د کار او بار کوونکو اتحادیه وایي چې دغه هېواد کې د ځلغوزې د تولید او پروسس ۴۰ وړې او غټې کمپنۍ فعالیت کوي.

په دغه هېواد کې ۵۰ زره وګړي خاصتاً ښځې د ځلغوزو په راټولولو او تولید مصروف دي.

افغانستان تر دې پخوا هر کال کې د ځلغوزې د صادراتو له امله ۱۸،۵ ملیونه ډالر عواید درلودل.

XS
SM
MD
LG