د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۲

سيګار: افغانستان کې بشري وضعيت په بې سارې ډول خراب شوی


ارشيف
ارشيف

د افغانستان د بیا رغاونې په چارو کې د امریکا د متحد ایالتونو د څار ادارې( سیګار) په خپل نوي راپور کې ویلي دي چې د تېر کال د اګست له پنځلسمې را وروسته چې طالبان واکمنان شوې دي په افغانستان کې بشري وضعیت لاپسې خراب شوی دی.

سیګار په افغانستان کې بېوزلۍ ته اندېښنه ښکاره کړې ده او سږ کال یې له تېر کال سره په یوه راپور کې چې پرون یې خپور کړ پرتله کړی دی.

د افغانستان د بیا رغاونې په چارو کې د امریکا د متحد ایالتونو د څار ادارې په خپل راپور کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د بشري مرستو د برخې په استناد لیکلي دي چې دوه ویشت اعشاریه اته میليونه افغانان په بېړني ډول خوراکي موادو ته ضرورت لري.

د سیګار د راپور له مخې دا اړتیا د تېر کال په پرتله دوه برابره زیاته شوې ده.

سیګار دا راپور په داسې وخت کې خپور کړی دی چې په افغانستان کې د خوراکي موادو بیې لوړې شوې دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونو د مشرتابه پلاوي غړی اذرخش حافظي د بیو د لوړېدو علتونه ازادي راډیو ته توضیح کړل.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونو د مشرتابه پلاوي غړی اذرخش حافظي
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونو د مشرتابه پلاوي غړی اذرخش حافظي

نوموړي وويل: "یو علت یې دا دی چې په نړیواله کچه قیمتونه جګ شوې دي، دوهم دلیل دا دی چې موږ تقریبا ټول شیان واردوو او خوراکي موادو د غنمو په شمول تقریبا دېرش فیصده واردوو، دریم دلیل یې دا دی چې تقریبا لس فیصده افغانۍ د ډالر په مقابل کې ارزښت له لاسه ورکړی دی او مهم ټکی دا دی چې د خلکو د اخیستو توان کم شوی، کمې پیسې هم دوی ته ډېرې ښکاري."

د سیګار په وینا له لویه سره د بېوزله افغانانو شمېر اوس څلرویشت اعشاریه څلورو میلیونو ته رسېدلی دی او د پروسږ کال په لومړیو کې دا شمېره شپږ میلیونه تر دې ټیټه وه.

سیګار په داسې وخت کې دا راپور خپور کړی دی چې مرستندویه ټولنو خبرداری ورکړی دی چې د روان کال تر اخره به د خوراکي موادو د کمښت، د اخیستونکو ناروغیو او د وچکالۍ له امله د افغانانو وضعیت نور هم پسې خراب شي.

XS
SM
MD
LG