د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۱

اقتصادي کړکېچ؛ ملګري ملتونه: نړیواله ټولنه باید افغانستان له یاده ونه باسي


ارشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې افغان مېرمنې -Jan. 24.2022
ارشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې افغان مېرمنې -Jan. 24.2022

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي، نړیواله ټولنه باید افغانستان له یاده ونه باسي.

په افغانستان کې د بې‌وزلۍ، فقر او لوږې په اړه د اندېښنو دوام!

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانانو د خوندیتوب او د بشري حقونو د پاللو لپاره میلیونونو افغانانو سره بشري مرستې وکړي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍپه خپله ټویټرپاڼه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو هغه ویډیو خپره کړې، چې په کې لیکل شوي، افغانان د نړۍ له تر ټولو سخت بشري ناورین سره مخ دي.

په دې ویډیو کې که څه هم ادعا شوې، چې سږ کال یې په ډېرو برخو کې بې‌وزلو افغانانو ته مرستې رسولي، خو داسې مهال چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو حقونه له ګواښ سره مخ دي، نړیواله ټولنه باید افغانستان له یاده ونه باسي.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا هم په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي غوښتنه کوي.

دې ادارې هم یوه ویډیو کې چې د بې‌وزلو او له ولږې سره مخ افغانانو ژوند په کې منعکس شوی، په لنډو پیغامونو کې لیکلي، داسې مهال چې په کور دننه ۵،۷ میلیونه افغانان بې‌ځایه شوي او وچکالۍ هم یې ژوند لا پسې سخت کړی، دا هېواد له ځپونکي بشري ناورین سره مخ دی.

د اوچا له قوله، په افغانستان کې ۲۲ میلیونه وګړي سم‌لاسي بشري بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او که چېرې دا مرستې په خپل وخت و نه رسېږي، زرګونه ماشومان به د خوارځواکۍ له امله مړه شي.

له طالبانو مو د دې اندېښنو په اړه وپوښتل، خو ځواب یې رانه کړ، خو له دې وړاندې یې که څه هم منلې چې په افغانستان کې بې‌وزلي زیاته شوې، خو وايي، دا ناورین په هغه کچه هم نه‌دی چې نړیوال یې وايي.

پرون د انګلستان د اوسني حکومت د اپوزېسیون کارګر ګوند مرستیال ډېوېډ لامي چې تازه له افغانستانه خپل وطن ته ستون شوی وویل، هغه څه چې یې په افغانستان کې لیدلي، د ډېر بد وضعیت ښکارندوی دی.

لامي په یوه تلوېزیوني مرکه کې وویل، که څه هم افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو له وتو مخکې هم وضعيت ډېر کړکېچن و، خو اوس لا پسې خراب شوى دى.

لامي چې د افغانستان په روغتونو او نورو ځایونو ګرځېدلی زیاته کړې، په افغانستان کې ماشومان د لوږې له امله مرګ ته نږدې دي.

هغه دا هم ویلي، چې په افغانستان کې نږدې اتیا سلنه خلک بې‌وزلۍ او لوږي سره مخ دي او اړتیا ده چې نړیواله ټولنه یې لاس‌نیوی وکړي.

XS
SM
MD
LG