د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۴

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو غونډه؛ د طالبانو پرېکړې ظالمانه وبلل شوې


د ملګرو ملتونو شورا
د ملګرو ملتونو شورا

د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېره شپه د افغانستان د بشري وضعیت او په تېره بیا د افغان ښځو پر ضد د طالبانو د محدودیتونو د زیاتېدو په هکله غونډه جوړه کړه چې پکې د بشري حقونو وضعیت، د افغان ښځو او نجونو د ازادۍ او پر هغوی د طالبانو لخوا د تازه لګول شویو محدودیتونو په اړه بحثونه وشول.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر مشرې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرا لاینز د ناروې په مشرۍ د امنیت شورا د پنځلس غړیو هېوادونو استازو ته معلومات ورکړل.

په افغانستان کې د ملګروملتو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرا لاینز
په افغانستان کې د ملګروملتو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرا لاینز

په ملګرو ملتونو سازمان کې د ناروې د استازولۍ مرستیالې ترین هایمربک Trine Heimerbackخبریالانو ته وویل چې، طالبانو د اقتصادي کړکېچ د هواري پر ځای په ښځو او نجونو ظلم شروع کړی.

نوموړې وويل:"موږ د نجونو او ښځو لپاره د بشري حقونو په برخه کې د دوامداره سرغړونو په اړه خورا اندېښمن یو. دا سولې او ثبات ته زیان رسوي او هغه مسله ده چې د شورا په اجنډا پورې اړه لري. د طالبانو تګلارې د اقتصادي بحران د حل پر ځای پر ښځو او نجونو باندې په ظلم تمرکز کوي. له هغه وخته چې طالبان واک ته رسېدلي د ښځو او نجونو حقونه په هغو برخو کې چې د دوی په ژوند کې خورا مهم دي لکه زده کړې، کارموندنې او روغتیایی خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې له پامه غورځول شوي دي. اساساً، حتی په آزادانه توګه تګ راتګ. پایلې یې دا دي چې ښځې او نجونې له ټولنیز ژوند څخه بې برخې دي."

په ملګرو ملتونو کې د بریټانیا دایمي استازې باربارا ووډورډ Barbara Woodward هم وویل که طالبان داسې تګلارو ته دوام ورکړي ډېره ستونزمنه ده چې افغانان او نړیوال یې د یوه مشروع حکومت په توګه ومني.

په ملګرو ملتونو کې د بریټانیا دایمي استازې باربارا ووډورډ
په ملګرو ملتونو کې د بریټانیا دایمي استازې باربارا ووډورډ

د امنیت شورا دا غونډه وروسته له دې راوبلل شوه چې د طالبانو امر باالمعروف وزارت وویل چې ښځې باید د مخ په شمول سر تر پایه ځان پټ کړي.

د طالبانو په نویو لارښوونو کې ویل شوي چې که کارکوونکې ښځې یې دا لارښوونې عملي نه کړي له دندو به وشړل شي او که د کارکوونکو نارینه وو د کور ښځو او لوڼو دا لارښوونې عملي نه کړې، له دندو به وایستل شي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو دا پرېکړه د هغوی له لوري د سختدریځو پالیسیو د بیا پیلولو یوه نخښه ګڼل شوې ده.

د ښځو حجاب جبري کېدو په اړه د طالبانو د امر بالمعروف وزارت تازه حکم پراخ غبرګونونه پارولي او د ځينو هېوادونو په ګډون دامریکا متحده ایالاتو، ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، د بخښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو څار سازمان په دې اړه اندېښنې څرګندې کړي دي.

پر همدې منځ کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یا (یوناما) مشرې دیبرالاینز په دې اړه خپله اندېښنه له طالب چارواکو سره شریکه کړې ده.

اغلې لاینز د طالبانو د رئیس الوزرا له مرستیال عبدالسلام حنفي او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرست خیرالله خیرخوا سره په کتنو کې د ښځو د حقونو او د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته ټولګیو د پرانیستلو غوښتنه کړې ده.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ پورې طالبانو ښځې له هر راز حقه بې برخې کړې وې او اوس سره له ډېرو ژمنو یې بیا هماغسي اقداماتو ته مخه کړې ده.

طالبانو د تېر کال په اګست کې له واک ته رسېدو وروسته ویلي وو چې د ښځو حقونو ته به درناوی وکړي.

XS
SM
MD
LG