د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۴

د اوو سترو صنعتي هېوادونو اعلاميه: پر ښځو د طالبانو له لوري لګول شويو محدودیتونو سره مخالف يو


د اوو سترو صنعتي هېوادونو د بهرنيو چارو وزیران
د اوو سترو صنعتي هېوادونو د بهرنيو چارو وزیران

د اوو سترو صنعتي هېوادونو یا جي ۷ د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه اعلامیه خپره کړه او د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو وروستیو محدودیتونو سره یې مخالفت اعلان کړی.

په دې اعلامیه کې راغلي چې: "موږ د اوو سترو صنعتي هېوادونو کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان او امریکا د باندنیو چارو وزیران او د اروپايي اتحادیې لوی استازی په افغانستان کې د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو پر ازادیو او حقونو د زیاتېدونکو محدودیتونو له لګېدو سره د کلک مخالفت ترڅنګ خواشیني څرګندوو."

په اعلامیه کې وړاندې ویل شوي چې دوی له نړیوال قانون سره سم د افغانستان د مسوولیتونو او د طالبانو د ژمنو مطابق ټولو افغانانو ته د مساوي حقونو په برخه کې د افغانستان له خلکو سره د دوی په غوښتنه کې ولاړ دي.

جي ۷ هېوادونو دا اعلامیه وروسته له دې خپره کړه چې طالبانو نجونو ته د زده کړو په برخه کې خپله ژمنه عملي نه کړه، د ښځو د کار مخنیوي ته یې دوام ورکړ او د حجاب په نوم یې نور بندیزونه پرې ولګول.

د ۷ سترو صنعتي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په خپله اعلامیه کې د طالبانو له لوري دا بندیزونه غندلي او ویلي، دوی د زیاتیدونکو محدودیتونو مخالفت کوي او هغه د ټولنې د نیمايي نفوس د وړتیاوو د محدودولو لور ته ګام بولي.

د اوو سترو صنعتي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په خپله اعلامیه کې د حجاب په تړاو د ښځو د کورنیو غړیو ته د طالبانو له لوري د سزا یادونه هم کړې ده او ویلي چې طالبان په دې ډول اقداماتو په نړیواله ټولنه کې په خپله ځان نور هم منزوي کوي.

دوی ویلي چې د مارچ میاشتې له ۲۴ راهیسې له طالبانو غوښتنې کوي چې پر ښځو او نجونو لګولي بندیزونه لېرې کړي، د هغوی بشري حقونو ته درناوی وکړي او په کار، تعلیم او ټولنیز ژوند کې د مساوي او معناداره ګډون په اړه د افغانانو او نړۍ توقعات په ځای کړي او همدا راز د سفر او بیان ازادۍ رعایت کاندي ځکه چې دا په افغانستان کې د تلپاتې سولې، ثبات او پرمختګ لپاره ضروري دي.

طالبانو تر اوسه پورې د جي اوو د بهرنیو چارو وزیرانو د دې اعلامیې په اړه څه نه دي ویلي، خو پرون د دوی د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد د ښځو د حجاب په اړه ازادي راډیو ته وویل چې په دې برخه کې د چا فشار نه مني ځکه چې د ده په وینا دا د افغانانو د عقیدې او باور خبره ده.

XS
SM
MD
LG