د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۷

طالبان امریکا ته: د حجاب پر ځای بلې اساسي مسئلې ته پاملرنه وکړئ


افغان مېرمنې
افغان مېرمنې

طالبان وایي، په افغانستان کې د حجاب امر د افغانانو کورنۍ مسئله ده، خو واشنګټن ویلي دي چې د دې پرېکړې له امله به د دوی پر حکومت فشارونه زیات کړي.

بل لور ته د طالبانو له لورې د ښځو د حجاب د اجباري کېدو د غبرګونونو په ترڅ کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشره شهرزاد اکبر د نړۍ پر مشرانو غږ کړی دی چې د افغان ښځو ملاتړ دې وکړي.

مېرمن اکبر په ټویټر کې لیکلي دي، چې هیله منه ده چې د کابل په واټونو کې د دې په وینا د افغان مېرمنو مړانه، ژمنه او روحیه نړیوالو ته الهام ورکړي.

مېرمن اکبر زیاته کړه، چې د نړۍ مشران دې له پرونۍ مظاهرې الهام واخلي او د مردسالارۍ یا نرواکۍ او ظلم پرضد دې مبارزه وکړي.

کابل کې د معترضو ښځو لاریون، «برقع زموږ حجاب نه دی»
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:22 0:00

په کابل کې د سې شنبې په ورځ یو شمېر مېرمنو د حجاب په اړه د طالبانو د تازه فرمان په اړه اعتراض وکړ او ویې ویل چې دا فرمان د ښځو او نجونو د ازادیو مخه نیسي.

په نړیواله کچه د امریکا متحد ایالتونو، چې نږدې شل کاله یې په افغانستان کې ځواکونه و، د دوشنبې په ورځ وویل، که طالبان د حجاب په برخه کې خپلې پرېکړې ته بیا کتنه نه کړي، واشنګټن به د دوی پر حکومت فشارونه زیات کړي.

د دې په ځواب کې د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند انعام اله سمنګاني پرون په یوه ویډیویي پیغام کې وویل چې د حجاب مسئله د افغانانو کورنۍ او اعتقادي مسئله ده، امریکا دې بلې اساسي مسئلې ته پاملرنه وکړي.

هغه زیاته کړه: "د امریکا متحد ایالتونه دې د واقعي بشري موضوعاتو په اړه چې بندیزونه یې لګولي دي او افغان ټولنه یې له اقتصادي ستونزو سره مخامخ کړې ده، هڅې وکړي."

د طالبانو له لورې د حجاب له اجباري کېدو پرته دوی له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي بند کړي دي چې د ګڼو افغانانو او نړیوالې ټولنې غبرګونونه یې پارولي دي.

طالبانو د خپلې لومړۍ واکمنۍ پرمهال له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ کلونو پورې هم پر افغان ښځو سخت حجاب جبري کړی و او هم یې نجونې او ښځې له زده کړو او کاره بې برخې کړې وې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG