د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۸

اروپايي ټولنه: داسې نښه نه شته چې طالبان د نجونو ښوونځي کله پرانېزي


په کابل کې د زرغونې عالي لېسه
په کابل کې د زرغونې عالي لېسه

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نېکلسن وايي، هېڅ داسې نښه‌ نه‌شته چې وښيي طالبان به له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي کله پرانېزي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نېکلسن چې کابل ته یې سفر کړی وايي، طالب چارواکو سره یې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د پرانیستو په اړه خبرې کړي.

ښاغلي نېکلسن نن په خپله ټویټرپاڼه د طالبانو د پوهنې وزارت له سرپرست نورالله منیر سره د خپلې لیدنې په اړه لیکلي، په دې ناسته کې یې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستو په اړه وپوښتل، خو سره له دې چې ژمنه تکرار شوه، مګر هېڅ داسې نښه نه‌وه چې دا ښوونځي به کله پرانیستل شي.

خو د طالبانو د پوهنې وزارت د بهرنیو اړیکو رییس وحیدالله هاشمي بیا په خپله ټویټرپاڼه د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي غوښتنو او پوښتنو ته اشاره نه‌ده کړې او یوازې یې دومره لیکلي، چې دوی د افغانستان د پوهنې د بهیر په برخه کې د اروپايي ټولنې د همکارۍ په اړه خبرې کړي.

د دې ترڅنګ ښاغلي نېکلسن د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي سره هم لیدنه کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو مسئله د خبرو د سر موضوع یاده کړې.

نوموړي په یو جلا ټویټ کې لیکلي: "ما لومړی د نجونو د ښوونځیو د پرانیستو پر اهمیت، د طالبانو له‌خوا د مخ‌پټولو یا حجاب په اړه د اروپايي ټولنې اندېښنه او د طالبانو د دې وړاندیز په اړه چې کور د ښځو لپاره غوره ځای دی، له طالب چارواکو سره خبرې کړي."

خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیااحمد د دې لیدنې په اړه رسنیو ته استول شوي پیغام کې ویلي، دواړو لوريو د افغانستان او اروپايي ټولنې تر منځ د داسې همکاريو پر پياوړتيا ټينګار کړی چې د خلکو د ژوند او د وضعيت د ښه‌والي لامل شي.‌

هغه وویل: "ښاغلي نېکلسن د اقتصادي وضعيت د پياوړتيا، ښوونې او روزنې، خلکو ته د کار د خوندي فرصتونو برابرولو په اړه د هڅو د دوام او امنيتي مسايلو په اړه خپل نظريات شريک کړل. هغه ټينګار وکړ چې د ټولو ستونزو د هواري يوازېنۍ لاره د “خبرو اترو په ادامې” کې نغښتې ده. "

اوس د دواړو لوریو نظریاتو ته په کتو، د طالب چارواکو په اعلامیو او هغه څه چې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکلسن لیکلي دي، جوت توپیر لیدل کېږي.

پخوانی ډپیلومات او د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي، طالبان هغه موضوعات چې د کتنو اصلي منځپانګه او له دوی د نړیوالو غوښتنې رانغاړي، رسنیو سره نه‌ شریکوي او ښکاره کوي چې چارې عادي روانې دي.

هغه وویل: "له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زده‌کړو اجازه ورنه کړي، د افغانستان د رسمیت پېژندلو لپاره د نړیوالو وضع شوي شرایط ونه مني او معیاري حکومت جوړ کړي، دا ډول مسایلو د دوی لپاره ګټه نه کوي."

طالبانو له تېرو څه د پاسه نهه میاشتو راهیسې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي چې له دې امله د نړیوالو تر سختو نیوکو لاندې دي.

تازه یې پر ښځو د جبري حجاب موضوع هم له تندو انتقادونو سره مخ شوی.

نېږدې نهه میاشتې کېږي، چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي خو تر اوسه یې هیڅ هېواد هم حکومت په رسمیټ نه دی پېژندلي.

نړیوالو د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو حقونو ته درناوی، د یو اساسي شرط په توګه مطرح کړی دی.

XS
SM
MD
LG