د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۴۵

يو شمېر مېرمنې: افغانې ښځې حجاب لري، خو ډوډۍ نه لري

ارشيف: د افغان مېرمنو انځور
ارشيف: د افغان مېرمنو انځور

یوشمېر افغان مېرمنو د طالبانو د حکومت د هغه فرمان په اړه غبرګون وښود چې د افغان مېرمنو د حجاب په اړه یې صادر کړی.

دوی وايي، افغانستان کې ښځې حجاب لري خو ډوډۍ نه لري، د دوی په خبره دا شرم دی.

يوه مېرمن چې ازادي راډيو ته يې پېغام را استولی د ښځو د اقتصادي ستونزو خبره کوي، او له طالبانو غواړي، چې د حجاب د اجباري کولو پر ځای، د خلکو په ځانګړي ډول د ښځو د ګېډو مړولو لپاره یو چاره وسنجوي.

په افغانستان کې د ښځو د حجاب د اجباري کېدو په اړه د طالبانو د فرمان او په اړه یې د نړیوالو له غبرګونونو ورسته، یو شمېر افغان ښځو هم د طالبانو د دې پرېکړې په اړه غبرګون ښودلی دی.

دوی چې نومونه یې نه دي اخیستي، ازادي راډیو ته د پېغامونو په استولو سره ویلي، اجباري حجاب نه مني.

يوې مېرمنې ويلي:" زه انسانه یم، د اختیار خاونده او د انساني او بشري حقونو درلودنکې، نه د اجباری حجاب لپاره."

يوې بلې مېرمنې په پېغام کې ويلي:"د دین منل جبر نه دی، اجباري حجاب د فرد په انتخاب و سلیقه تېری دی، موږ هیڅکله اجازه نه ورکوو چې څوک زموږ د انتخاب او پوښښ په موضوع تعرض وکړي."

د ښځو د حقونو فعاله زهرې نایبي هم ازادي راډیو ته په یو استولي پېغام کې ویلي، چې طالبان د شلو مخکې کلونو په پرتله هیڅ نه دي بدل شوي.

نوموړې ويلي:"زما پېغام طالبانو ته دا دی، چې تاسې همغه د شلو مخکې کلونو طالبان یاست، خو موږ د شلو مخکې کلونو ښځې نه یو، تاسې نور محدودیتونه مه لګوئ او د افغانستان ښځې تېر ته نه ستېږي"

دا ښځې له نړیوالې ټولنې غواړي، چې ژر تر ژره هغه محدودیتونه، چې د طالبانو حکومت پر ښځو لګولي لرې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندازه په یو تازه فرمان کې د امر به معروف و نهی از منکر وزارت نه غوښتي، چې په ښځو باندې حجاب په اجباري ډول عملي کړي او د امکان تر بریده باید ښځې په کور وي.

د ښځود حجاب په اړه د طالبانو د مشر فرمان
د ښځود حجاب په اړه د طالبانو د مشر فرمان

د طالبانو حکومت د شنبې په ورځ د ثور میاشتې په ۱۷ مه د یو فرمان په صادرولو سره وویل، چې ښځې دې په عمومي ځایونو کې خپل مخونه پټ کړي او له اړتیا پرته دې له کوره نه وځي. په فرمان کې راغلي چې د سرغړونې په صورت کې به د کور مسوول مجازات شي.

دا فرمان په افغانستان کې دننه او بهر له غبرګونونو سره مخ شو، ان تر دې چې د بشر د حقونو د څار سازمان د ښځو د حقونو له ملاتړو هېوادونو وغوښتل، چې د طالبانو د دې پرېکړې په تړاو بېړنۍ ناسته وکړي.

په ورته وخت کې دیني عالم محمد محق وايي، کوم حجاب چې طالبان یې خبره کوي قراني بنسټ نه لري.

نوموړی وايي:"که چېرې قران کریم بنسټ ګرځول کېږي، د جامو اغوستلو موضوع له ازادیو سره مل ده او ان قران په دې اړه چې د ښځو سر، لاسونه او تر بندونو پورې دې پښې وپوښل شي څه نه دي ویلي، په دې اړه د قوانینو وضع کول او بیا مجازات قراني اصل نه لري."

نوموړی وايي، چې دا شان ټینګار تر ډېره سیاسي اړخ لري او طالبان تر ډېره پر ټولنه د خپل نفوذ او او د کړنو د ځپلو لپاره د وسیلې په توګه دا موارد کاروي.

هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو د حکومت نظر هم ولرو د امر به معروف و نهی عني المنکر وزارت نظر هم واخلو، خو ویاند سره یې په خبرو بریالي نه شوو.

د طالبانو حکومت مخکې تر دې هم د ښځو پر زده کړو او ټولنیزو فعالیتونو محدودیتونه لګولي وه، چې په کور دننه او نړیواله کچه له غبرګونونو سره مخ شول.

This item is part of
XS
SM
MD
LG