د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۴

نړیوال سازمانونه پر افغان ښځو د حجاب جبري کول د بشري قوانینو خلاف بولي


په کابل کې د خوراکي توکو د ترلاسه کولو په تمه یو شمېر باحجابه اړمنې منتظرې مېرمنې. April 25, 2022
په کابل کې د خوراکي توکو د ترلاسه کولو په تمه یو شمېر باحجابه اړمنې منتظرې مېرمنې. April 25, 2022

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، د طالبانو حکومت له ټولنې څخه د ښځو د رول د بشپړ ورکولو په لټه کې دی.

په افغانستان کې د ښځو او نجونو په اړه د طالبانو د نوي فرمان په تړاو غبرګونونه دوام لري.

د بخښنې نړیوال سازمان امنیسټي انټرنېشنل وايي، د اجباري حجاب په اړه د طالبانو فرمان او له کوره د ښځو د وتلو په سر بندیز د نړیوالو بشري قوانینو خلاف کار دی.

د دې سازمان د جنوبي اسیا کمپاینرې سمیرا حمیدي ازادي راډیو ته وویل، طالبان د ښځو او نجونو د حقونو په اړه د خپلو پخوانیو ژمنو خلاف عمل کوي.

سمیرا حمیدي
سمیرا حمیدي

هغه وايي: "له بده مرغه طالبان ښځو ته د افغانستان د نیمايي نفوس او د پام وړ فیصدي په سترګه نه ګوري. هغوی د ښځو په اړه تر ډېره بریده ابزاري نظر لري. دا د افغانستان د نیمایي نفوس په اړه خورا منفي نظر دی. په ښځو او نجونو باندې د دا ډول نویو فشارونو سره موږ له بده مرغه د دې شاهدان و اوسو چې طالبان له ټولنې څخه د ښځو د بشپړ(رول) د ورکېدو په لټه کې دي."

د طالبانو حکومت د شنبې په ورځ یو فرمان صادر کړ، چې له مخې یې ښځې باید بهر چادري یا بشپړ حجاب واغوندي او بې ضرورته له کوره نه وځي.

د طالبانو له لوري د حجاب په اړه د فرمان لومړۍ برخه
د طالبانو له لوري د حجاب په اړه د فرمان لومړۍ برخه

په فرمان کې راغلي، چې د سرغړونې په صورت کې به د کورنۍ مشر مجازات کېږي.

د طالبانو له لوري د حجاب په اړه د فرمان دوهمه برخه
د طالبانو له لوري د حجاب په اړه د فرمان دوهمه برخه

د بشري حقونو د څار سازمان هیومن رایټس واچ د ښځو د برخې مرستیاله هیدر بار وايي، د نړۍ هېوادونه د ښځو د حقونو په برخه کې پر طالبانو د فشار په راوستلو کې پاتې راغلي دي.

هیدر بار
هیدر بار

هغې د ښځو په اړه د طالبانو د فرمانونو په تړاو د کاناډا، فرانسې، جرمني او سویډن پر چوپتیا سختې نیوکې کړې دي.

دا څلور هېوادونه د ښځو د حقونو د دفاع لپاره بهرنۍ تګلارې لري.

د ښځو د حقونو فعاله نرګس نثار وايي، افغانستان اوس د ښځو لپاره زندان دی.

نثار وویل: "له هغې ورځې چې طالبان راغلل، موږ له هرې هیلې او تمې څخه مايوسه شوي يو. لومړی د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې وتړل شوې، اوس حجاب اجباري شوی دی."

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو نږدې نهه میاشتې وروسته تر شپږم ټولګي پورې نجونې ښوونځيو ته د تلو اجازه نه لري.

د ښځو لپاره له محرم پرته پر سفر بندیز، هغوی ته د موټر د چلولو جواز نه ورکول، له کوره د وتلو پر سر بندیز ( بې موجبه وتل) او جبري حجاب د نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو د سازمانونو جدي اندېښنې پارولي دي.

که څه هم د طالبانو حکومت تر اوسه د کوم هیواد له خوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی، خو نړیواله ټولنه په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو رعایت له طالبانو سره د تعامل له مهمو شرطونو یادوي.

XS
SM
MD
LG