د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۷

کابل کې يو شمېر ښځو د اجباري حجاب په غبرګون لاریون وکړ


په کابل کې يو شمېر لاریون کوونکې
په کابل کې يو شمېر لاریون کوونکې

د افغانستان د مقتدرو ښځو غورځنګ په کابل کې د ښځو د اجباري حجاب په غبرګون کې لاریون وکړ.

په کابل کې يو شمېر ښځې بیا هم لارو کوڅو ته راوتلي، څو د هغه څه پر ضد د عدالت غوښتنې غږ پورته کړي چې دوی یې د خپلو حقونو تر پښو لاندې کول بولي.

د افغانستان د مقتدرو ښځو غورځنګ غړو د کابل په شهرنو سیمه کې په خپل ننني لاریون کې له حجاب څخه د طالبانو د مشر هبت‌الله اخندزاده په فرمان کې د ځانګړي تعریف په اړه د خپل اعتراض غږ پورته کړ.

د دې لاریون یوه ګډون‌واله مونسه مبارز وايي، د هغه څه پر وړاندې چې طالبان یې په زور غواړي، په افغانستان پر ښځو تحمیل کړي، اعتراض کړی.

هغې زياته کړه: "موږ وغوښتل په هغو شعارونو سره چې د قانون، شریعت او د افغانستان د ټولو فرهنګي ارزښتونو خلاف نه‌دي، د هغه څه په اړه چې طالبان یې د حجاب په نوم د خپل باور او فرهنګ پر بنسټ، پر افغانستان تحمیلوي، ودرېږو."

په کابل معترضې مېرمنې
په کابل معترضې مېرمنې

د افغانستان په اوسنیو شرایطو او د محدودیتونو په لګول کېدو سره لاریون کول هم دومره اسانه کار نه‌دی.

هغه تصویرونه چې له دې لاریون په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي، او د معترضو ښځو له قوله، د طالبانو د امرباالمعروف او نهی‌ عن‌المنکر وزارت دېوالونو ته نږدې طالب وسله‌وال له دوی د کړۍ په شان تاو شوي ولاړ دي.

د دې لاریون یوې ګډون‌والې ژورالیا پارسي ازادي راډیو ته وویل: "لومړی خو یې د شهرنو د تېلو پمپ سره زموږ مخه ونیوله. وروسته یې وویل، که چېرې تاسې غواړئ چې د اجباري حجاب لاریون وکړئ، ولې په سړک ګرځئ، ولاړې شئ او د امرباالمعروف وزارت مخې ته. کله چې موږ هلته ولاړو، فکر کوم د طالبانو د حوزې او استخباراتو یو شمېر کسان راغلل او له موږ را تاو شول، نږدې دوه ساعته یې موږ ګروګان نیولي وو. لومړی یې زموږ شعارونه له موږ وغوښتل، خو موږ ورنه کړل. بیا یې ویل، پړوني مو په سر کړئ، او مخونه مو پټ کړئ. موږ ته یې ویل چې بې‌ حجابه یاستئ او کافرې یاستئ، همداسې ترخې خبرې یې کولې. "

په کابل معترضې مېرمنې وايي، طالبانو ورته تندې خبرې وکړې.
په کابل معترضې مېرمنې وايي، طالبانو ورته تندې خبرې وکړې.

د حجاب د جبري کېدو په اړه د طالبانو د مشر په فرمان کې چادري د حجاب تر ټولو ښه بڼه ښودل شوې، خو دا هم په کې لیکل شوي چې هغه لباس هم حجاب ګڼل کېږي چې ټول ځان وپوښي او چسپ نه‌وي.

لاریون کوونکو مېرمنو یو اووه ماده‌ییز پرېکړه‌لیک هم خپور کړ چې په کې راغلي، له سیاسي او ټولنیزو جوړښتونو د ښځو لېرې کول، پر دندو یې محدودیت، پر مخ یې د ښوونځیو تړل او ځینې نور کارونه هېڅ ډول شرعي، قانوني او منطقي او انساني جنبه نه‌لري، بلکې دا ډول کارونه ښيي چې طالبان ښځې د خپلو سیاسي ګټو لپاره کاروي.

تر اوسه طالبانو د دې معترضو ښځو د لاریون او غوښتنو په اړه څه‌ نه‌دي ویلي.

طالبانو له دې وړاندې هم د توصیو په نوم په افغان ښځو ګڼ محدودیتونه وضع کړي.

پر دوی بې له محرمه د اوږد سفر بندیز لګېدلی، ډېری له کار کولو منع شوي، په دولتي رسنیو کې ونډه صفر شوې او له شپږم ټولګي پورته له زد‌‌کړه منع شوي دي.

XS
SM
MD
LG