د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۰

ګارډین: نړۍ باید افغان مېرمنې یوازې پرې نه ږدي


په کابل کې د جبري حجاب اغوستو په اړه د افغان مېرمنو د اعتراضونو انځور
په کابل کې د جبري حجاب اغوستو په اړه د افغان مېرمنو د اعتراضونو انځور

ډيپلوماټ آنلاین مجله:

ډيپلومات آنلاین مجلې یو مطلب خپور کړی چې سرلیک یې دی، افغانستان تر مرستو زیات، د مرستو د رسولو د سیسټم ښه مدیریت ته اړتیا لري.

خپرونه لیکي، که څه هم بهرنۍ مرستې د میلیونونه افغان وګړو ژوند ژغورلای شي خو د خپرونې په وینا دا اقدام په اوږدمهال کې د حل لاره نه ده.

د مطلب په دوام کې راغلي چې د افغانستان ستونزه تل د مرستو کچه نه بلکې د مرستو د مدیریت او څرنګوالي پر وړاندې پرتې ننګونې دي.

د ډيپلومات د مطلب لیکوال زیاتوي، په تېرو شلو کلونو کې تریلیونونه ډالر په افغانستان کې پر بهرنیو مرستو د متکي مالي نظام د موجودیت له کبله ضایع شوې او په نتیجه کې اداري فساد پراخ شو او حساب کتاب هم ونه وشو.

خپرونه زیاتوي د طالبانو په واکمنۍ کې ننګونې تردې هم زیاتې دي خو سره له دې طالبان غواړي چې بهرنۍ مرستې د دوی حکومت ته ورکړل شي.

ډيپلومات لیکي چې طالبان ځان هېچا ته هم په حساب ورکولو مکلف نه بولي نو ځکه معلومه نه ده چې که بهرنۍ مرستې د دوی د حکومت له لارې ولګول شي آیا د افغانستان اکثریت وګړو ته به ورسېږي؟

خپرونه وړاندې لیکي چې د افغانستان روان وضعیت یوازې د نړیوالې ټولنې او مرستندویو هېوادونو لپاره لویه ننګونه نه ده بلکې طالبان هم باید تر خبرو ډېر عمل وکړي او د هېواد د عیني واقعیتونو په اړه پوره درک ولري.

ګارډين:

ګارډین ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې یو ځل بیا د ښځو جبري حجاب او د مېرمنو لپاره نویو محدودیتونو ته کتنه کړې.

ورځپاڼه لیکي، طالبان وايي د ښځو لپاره د بُرقې او چادري اغوستل د افغانانو پخوانی دود دی، په داسې حال کې چې د ګارډین په لیکنه په افغانستان کې یوازې د کلیوالو سیمو ښځې چادري اغوندي.

د مطلب په دوام کې راغلي، چې د ډېری افغان مېرمنو په باور چادري او بُرقه پردی فرهنګ او تحمیل شوی او د نه منلو وړ جبري اقدام دی.

د طالبانو حکومت د ښځو د حجاب په اړه فرمان د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ اعلان کړ او ورسره یې خبرداری ورکړ چې که کومه ښځه یا نجلۍ یې له اصولو سرغړونه وکړي نو د کورنۍ نارینه ته به یې جزا ورکړل شي.

ګارډین لیکي، چې نړۍ باید افغان مېرمنې یوازې پرې نه ږدي، بلکې باید غږ ته یې غوږ ونیسي او مرستې ته یې ور ودانګي.

XS
SM
MD
LG