د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۸

طالبانو د افغان ښځو جبري حجاب په اړه نور وضاحت هم ورکړ


ارشیف: کندهار ښار کې یوه چادري کړې مېرمن
ارشیف: کندهار ښار کې یوه چادري کړې مېرمن

د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت وايي، له حجاب څخه د دوی منظور د ښځې ټول بدن او د مخ پټول دي.

د طالبانو د حکومت د امربالمعروف وزارت ویندوی عاکف مهاجر هم وايي چې چادري او بورقه حتمي نه ده خو دی په عین حال کې وايي، چې له حجاب څخه د دوی منظور دا دی چې ښځې باید د مخ په شمول سر تر پایه ځان پټ کړي.

نوموړي ويلي: "د حجاب تعریف دا دی چې ښځه ټوله په کې پټه وي، مخ پټول په حجاب کې (شامل) دي. بورقه او چادري یا دا تور رنګ؛ رنګ یې مهم نه دی که تور وي یا سور خو دا ډول حجاب یا ټیکری دا ټول حجاب بلل کېږي یا یو بل ډول حجاب چې یوه خورکۍ یې د ځان لپاره جوړوي هغه هم حجاب دی."

خو مهاجر په عین حال کې تور لګوي، چې ځینو رسنیو د حجاب په اړه د دوی طرحه تحریف کړې ده.

نوموړی وايي: "ځینو رسنیو زموږ طرحه غلطه تعبیر کړې وه، په طرحه کې هلته په واضح ډول ویل شوي دي، په دغه ډولونو کې هر ډول حجاب چې وي هغه حجاب بلل کېږي."

د حجاب په اړه د طالبانو د طرحې يوه برخه
د حجاب په اړه د طالبانو د طرحې يوه برخه

ده د سیمې او نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې باید د دوی اصولو ته درناوی وکړي او هماغه راز چې امریکا د ترکیې یا سعودي اصول نه مني یا دا دوه هېوادونه د امریکا اصول نه مني، پکار ده چې پر طالبانو هم د خپلو اصولو د بدلون په خاطر فشار رانه وړي.

ګڼ شمېر افغانانو او نړیوالو د چادرۍ یا بورقې د جبري کېدو په اړه د طالبانو پرېکړه غندلې او هغه یې ظالمانه بللې ده.

ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د حجاب په شمول پر افغان ښځو او نجونو د طالبانو د نورو محدودیتونو په اړه نن غونډه وکړي.

دا غونډه د ناروې په غوښتنه جوړېږي او په لړ کې به یې د افغانستان پر بشري وضعیت، د افغان نجونو د زده کړو د حق او د حجاب په اړه د طالبانو د وروستۍ پرېکړې په باب بحث وشي.

په پام کې ده، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتو ځانګړې استازې او د مرستندوی ماموریت مشره دیبرا لاینز د امنیت شورا ۱۵ غړیو ته د طالبانو د نوي فرمان او د نورو قیوداتو په اړه معلومات وړاندې کړي.

XS
SM
MD
LG