د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۰

طالبان: په خوارځواکۍ د اخته کېدو لامل د خوړو نه خونديتوب دى


آرشیف - په خوارځواکۍ اخته ماشومان
آرشیف - په خوارځواکۍ اخته ماشومان

د طالبانو حکومت د خوړو او درملو ملي اداره وایي، چې په خوارځواکۍ د میندو او ماشومانو د اخته کېدلو لامل د خوړو نه خونديتوب دی.

د کابل اوسېدونکې تورپیکۍ د خپل درې کلن ماشوم کېسه کوي، وایي چې د کمزوري اقتصاد له امله یې زوی په خوارځواکۍ اخته شوی دی.

نوموړې د زوی خوارځواکي سخته ځوروي، وایي داسې لاره نه ویني چې په مرسته یې خپلو بچو ته مناسب خواړه برابر کړي.

هغه زیاتوي: "اقتصادي وضعیت مو ښه نه دی، د خوراک له پاره کوم څه نه لرو، له همدې امله مې ماشوم په خوارځواکۍ اخته شو. دا منم چې اوسمهال د هېچا اقتصاد هم ښه نه دی، خو زه دومره څه نه شم پیدا کولی چې خپل ماشوم له خوارځواکۍ وژغورم."

دا په داسې حال کې ده، چې ډېری محصولات بزګران له خپلو ځمکو څخه لاس ته راوړي او دوی هر کال غنم، لوبیا، نخود او نوره ترکاري کري، حاصل یې اخلي او په بازار کې یې خرڅوي.

افغان بزګر په خپله کرونده کې
افغان بزګر په خپله کرونده کې

خو یو شمېر بزګران بیا له وچکالیو سر ټکوي، وایي چې په تېرو څو کلونوکې مناسب اورښت نه دی شوی، نو ځکه د دوی کرنې ته زیان اوښتی دی.

څلوېښت کلن نجیب وایي، تېرو وچکالیو یې د ځمکو حاصلات له نیمایي څخه هم راکم کړي دي.

هغه وویل: "وچکالي ډېره زیاته شوې ده، کوم للمي چې پخوا کېدل په دې تېرو پنځو کلونوکې ونه شول، په تېره سږکال خو بیخي څه نه و، له همدې امله خوراکي توکي ورځ په ورځ قېمته کېږي، مشکلات بې حده زیات دي."

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د طالبانو د حکومت د خوړو او درملو د ملي ادارې عمومي رئیس عبدالباري عمر ویلي دي، چې په افغانستان کې په خوارځواکۍ د میندو او ماشومانو د اخته کېدلو لامل د خوړو د امنیت نشتون دی.

نوموړي له نړیوالې ټولنې څخه غوښتي، چې د یادې ستونزې په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال سازمان هم په خپاره شوي راپور کې ویلي و، چې څه دپاسه یو میلیون ماشومان د خوارځواکۍ له امله د مرګ خطر سره مخ کړي.

د ماشومانو د ژغورنې صندوق هم د تېر کال د قوس په میاشت کې خبرداری ورکړی و، چې د کال تر اخره به نژدې ۳،۲میلیونه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو څخه کم دي، په خوارځواکۍ اخته شي.

د ملګرو ملتونو سازمان د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو وروسته په یوه راپور کې ویلي و، چې په افغانستان کې فقر او غربت زیات شوی دی او د یاد هېواد وګړي له بد اقتصادي حالت سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG