د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۲

ارزګان کې په 'خوارځواکۍ' د اخته ماشومانو شمېر زیات شوی


په ارزګان کې په خوارځواکۍ اخته ماشوم
په ارزګان کې په خوارځواکۍ اخته ماشوم

د ارزګان ولایت روغتیايي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د پخوا په پرتله په خوارځواکۍ (سوء تغذیې) د اخته ماشومانو شمېر څو برابره زیات شوی دی.

دوی وايي، لامل‌يې فقر او غربت دی چې له امله‌یې ماشومان او میندې د خوړو له کمښت سره مخامخ دي.

هغه کورنۍ چې ماشومان‌يې په خوارځواکۍ اخته دي هم وايي چې په کورونو کې د سهار او ماښام ډوډۍ نه‌لري.

د ارزګان ولایتي روغتون ته له ترینکوټ ولسوالۍ د راوړل شویو ماشومانو ژړاوې د دردونو او یا هم د کوم بل څه له امله نه‌دي، بلکې دا ماشومان د ډوډۍ او یا هم د خوړو د نشتوالي له امله ژاړي چې اوس تازه د ترینکوټ ولایتي روغتون ته راوړي.

د ارزګان په ولایتي روغتون کې بسترونه له هغو ماشومانو ډک دي چې په خوارځواکۍ اخته دي او ځیني دومره ډنګر شوي چې د بدن هډوکي یې له پوستکي لاندې ښکاري.

زر بي بي یو له هغه میندو څخه ده چې څلور ماشومان‌يې په خوارځواکۍ اخته شوي او د ترینکوټ ولایتي روغتون ته‌یې راوړي دي.

دا وايي، ماشومان د خوړو د نشتوالي له امله اوس پر پښو هم نه‌شي ګرځېدلای او ډېر دا شپې او ورځې راغلي چې وږي ګرځي او ډوډۍ نه‌وي چې ويې‌خوري.

دا وايي: "ماشومان له لوږې ډنګر شوي چې ګرځېدلای نه‌شي، څلور ماشومان مې دي، تاسو يې ګورئ چې یوازې هډوکي یې پاتې دي، په کور کې د سهار او ماښام ډوډۍ نه‌لرو، که چېرې دولت زموږ سره مرسته ونه‌کړي، نو دا ماشومان به مې له لوږې مړه شي."

د ترینکوټ ولایتي روغتون کې د خوارځواکه ماشومانو د بستر کولو لپاره کافي ځای نه‌شته
د ترینکوټ ولایتي روغتون کې د خوارځواکه ماشومانو د بستر کولو لپاره کافي ځای نه‌شته

د افغانستان روغتونونه او روغتیايي کارکوونکي په داسې حال کې د ماشومانو د خوارځواکۍ له زیاتېدونکي مشکل سره مبارزه کوي چې د دغه هېواد د خراب اقتصادي وضعیت له کبله په ملیونونو خلک د خپلې اړتیا وړ خوړو د اخیستو وس نه‌لري.

خو په دې روغتون کې یوازې زر بي بي او د ګوتو په شمېر نورو میندو د خپلو ماشومانو د بستر کولو چانس پیدا کړی، ترڅو ماشومان‌يې د څه وخت لپاره د نړیوالو په مرسته شویو درملو یو څه وخته ارام وي او ژوندي پاتې شي.

خو سلګونه داسې میندې هم شته چې ماشومان‌یې په خوارځواکۍ اخته دي، هره ورځ له ساعتونو پلي مزل وروسته د روغتون مخې ته راځي ترڅو خپلو ماشومانو ته بستر پیدا کړي، خو نهیلي بېرته کور ته ګرځي.

ماه‌جبینه او فوزیه د سلګونه هغه میندو څخه دي چې په خوارځواکۍ اخته خپل ماشومان‌يې د روغتون دروازې مخې ته په خاورو کې څملولي دي.

دوی ادعا کوي چې په روغتون کې د هغه چا ماشومانو ته د خوارځواکۍ مواد ورکول کېږي او یا هم بستر کېږي چې څوک وپېژني.

ماه‌جبینه وايي: "تاسو وګورئ ماشومان د خوارځواکۍ له امله نه‌شي ګرځېدلی، نن پنځمه ورځ ده چې له کارېزو پلي پر پښو راځم، خو بیا هم زما ماشومانو ته مواد نه‌راکوي، هغه چاته ورکول کېږي چې هغوی واسطحه ولري، موږ څه وکړو د خدای لپاره د سهار او ماښام ډوډۍ په کور کې نه‌لرو."

خوارځواکي هغه ناروغي ده چې د خوړو د کمښت له امله رامنځته کېږي
خوارځواکي هغه ناروغي ده چې د خوړو د کمښت له امله رامنځته کېږي

فوزیه زیاتوي: " زه او ماشومان مې هره شپه وږي ویده کېږو، نن مې درېیمه ورځ ده چې راځم بېرته نهیلي کور ته ځم، ماشومان مې تاسو وینئ چې پراته دي، مواد نه‌ورکوي، درمل نه‌ورکوي، ټول هغه چا ته ورکوي چې واسطحه ولري، موږ ورته ګورو."

په روغتون کې د خوارځواکۍ د برخې مسؤله ډاکتره ستاره بیا دا ادعا ردوي چې ګنې دوی د خوارځواکۍ مواد په واسطحه ورکوي.

ستاره دا مني چې په دغه ولایت کې ماشومانو ته د خوارځواکۍ مواد نه‌رسېږي.

دا وایي: "موږ ناروغانو زیات په تکلیف کړي یوو، موږ د سهار له اتو بجو بیا د ماسپښین تر دوه بجو پورې دلته کار کوو، دا خبرې موږ ردوو چې ګنې موږ دې دلته د ناروغانو ترمنځ توپیري چلند کوو، لامل دا دی چې اوس ناروغان زیات شوي او موږ نه پسې رسېږو، نو ځکه ناروغان شکایت کوي."

د ډېرو افغانانو اقتصاد چې په کرکېله باندې ولاړ دی د سختې وچکالۍ له امله زیانمن شوی، همدارنګه د طالبانو له‌خوا د قدرت ترلاسه کولو وروسته د افغانستان د اقتصاد د سقوط له امله ډېر شمېر دولتي مأمورینو څو میاشتني معاشو نه‌دي اخیستي او د خوراکي توکو بیې هم ډېرې لوړې شوې دي.

ارزګان کې په خوارځواکۍ یو اخته ماشوم
ارزګان کې په خوارځواکۍ یو اخته ماشوم

د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اېف پي) او د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق یونېسف د اکټوبر میاشتې په پیل کې خبرداری ورکړی و چې په سختې خوارځواکۍ اخته ۱ ملیون افغان ماشومان ښايي خپل ژوند له لاسه ورکړي که چېرې بېړنۍ درملنه‌یې ونه‌شي.

۱۴ ملیونه افغانان د خوړو له سخت کمښت سره مخامخ دي، د ډبلیو اېف پي په وروستۍ ټول‌پوښتنه کې ویل شوي چې د ۹۵ په سلو کې کورنیو، میندې او پلرونه لږ خواړه خوري چې زیاته برخه‌یې خپلو ماشومانو ته وسپموي.

دغه ادارې وايي د روان عیسوي کال تر پایه به له ۵ کلونو لاندې شااوخوا ۳،۲ ملیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ رنځ وړي.

XS
SM
MD
LG