د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۰

سرچینه: نړیوال بانک د افغانستان له کنګل شویو پیسو ۵۰۰ ملیونه ډالره ورکوي


د نړیوال بانک نښان
د نړیوال بانک نښان

په افغانستان کې د بې‌وزلۍ او مالي ناورین په اړه د نړۍ ګواښ او خلکو ته د مرستې رسونې لارې چارې.

په دغه هېواد کې د انساني ناورین د مخنیوي لپاره د ملګرو ملتونو په ګډون د ګڼ شمېر مرسته کوونکو بنسټونو له زیاتې غوښتنې وروسته اوس نړیوال بانک چې په افغانستان کې د مخکېني جمهوري نظام یو ستر مالي ملاتړی و، غواړي په دې برخه کې لومړی ګام پورته کړي.

روېټرز او فرانسې خبري اژانسونو د نړیوال بانک د یوې سرچینې له قوله لیکلي چې دغه بانک غواړي له افغانستان سره ۵۰۰ ملیونه ډالره بشري مرسته وکړي.

یاد اژانسونه لیکلي، دغه پیسې د افغانستان د کنګل شویو پیسو یوه برخه ده چې د مرسته رسوونکو مؤسسو او سازمانونو له‌خوا به د افغانستان خلکو ته ورسول شي.

نړیوال بانک په تېرو دوو لسیزو کې له افغانستان سره د پراختیا، کارموندنې او روغتیا په برخه کې مالي مرستې کړي چې تازه پرېکړه‌یې هم د بشري مرستو ده.

دغه پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې په افغانستان کې د طالبانو له راتګ وروسته د خوارځواکۍ کچه له هر بل وخت د زیاتېدو په حال کې ده.

ارشیف، افغانستان کې په یوه روغتون کې په خوارځواکۍ اخته ځیني بستر ماشومان
ارشیف، افغانستان کې په یوه روغتون کې په خوارځواکۍ اخته ځیني بستر ماشومان

دغه‌راز یو شمېر کسانو چې په پخواني حکومت کې دولتي او غیر دولتي دندې درلودې اوس د طالبانو په راتګ سره بې‌‌کاره شوي ان تر دې چې خپل ژوند په سختیو سره تېروي.

فرید احمد د دولت کارونکی و. دغه ۳۰ کلن ځوان د خپلې ۱۵ کسیزې کورنۍ مشري کوي.

فرید احمد وايي، شپږ میاشتې کېږي چې معاش‌یې نه‌دی اخیستی.

دی زیاتوي: "ما ۱۳ زره افغانۍ معاش اخیسته، دوه میاشتي مې د جمهوریت په وخت کې او څلور میاشتې اوس مې معاش نه‌دی اخیستی، زموږ اقتصادي وضعیت ډېر خراب شوی، په کور کې مې ذخیره درلوده هغه هم خلاصه شوې او ژمی هم راروان دی."

میوند چې هم د یو نادولتي مؤسسې کارکوونکی دی وايي، ۱۸ زره افغانۍ معاش مې درلود، خو اوس دنده لرم معاش نه.

ارشیف، د کار او روز مزدورۍ په تمه ناست یو شمېر افغان ځوانان
ارشیف، د کار او روز مزدورۍ په تمه ناست یو شمېر افغان ځوانان

دی وايي: "په افغانستان کې اقتصادي وضعیت تر بل هر وخت خراب شوی دی، خلک په ډېر بد وضعیت کې دي، اوس لپاره د حالاتو کنټرول یوازې په بهرنیو مرستو سره ممکن دی، نړیوال باید له موږ سره مرستې وکړي او د کار زمینه هم باید برابره شي."

په وروستیو اوونیو کې نړیوالو سازمانونو په ځانګړي ډول ملګرو ملتونو هم په افغانستان کې د مخ پر زیاتېدونکې بې‌وزلۍ او خوارځواکۍ په اړه په وار وار اندېښنه څرګنده کړې او وايي چې که نړیوال افغانستان ته پام ونه‌کړي لیرې نه‌ده چې بشري ناورین رامنځته شي.

مخکې تر دې د ملګرو ملتونو سازمانو د خوړو پروګرام هم خبرداری ورکړی و چې په افغانستان کې د ژمي په راتګ سره شااوخوا ۲۲ ملیونه افغانان د خوړو د کمښت له خطر سره مخ دي.

د خلکو اندېښنې هم د بې‌کارۍ او خوارځواکو له اړخه زیاتې شوي ان تر دې چې په ځينو ولایتونو کې یو شمېر دولتي مأمورینو د خپل کور توکي هم پلورلي دي.

د طالبانو حکومت هم تر اوسه د دې وضعیت د کنټرول لپاره کومه روښانه تګلاره له رسنیو سره نه‌ده شریکه کړې، خو له دې وړاندې طالب چارواکو ویلي و چې د بشري ناورین د مخینوي لپاره لاس په کار شوي.

د طالبانو حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد

د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډيو ته ویلي و چې نړۍ دې د بشري مرستو بهیر له افغانستان سره نه سیاسي کوي.

تازه د طالبانو یوه ویاند انعام‌الله سمنګاني په خپل ټویټر لیکي چې د رئیس‌الوزرا سیاسي مرستیال د ازبکستان له ځانګړي استازي سره نن سهار کتلي او له نړۍ یې غوښتي چې افغانستان سره پرته له قید او شرط بشري مرستو ته دوام ورکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG