د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۱

طالبان: د دولتي ادارو د کارکوونکو د ۳ میاشتو معاشونه به یوځای ورکړو


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت چارواکو ټولو دولتي کار کوونکو ته اعلان وکړ چې سر له نن شنبې به یې د درې میاشتو تنخواګانې یو ځای ورکړل شي.

د دغه وزارت ویاند احمد ولي حقمل په کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال وویل چې دوی د دولتي ادارو د کار کوونکو د معاشونو لپاره یو مشخص سکېل هم جوړ کړی دی چې هر چا ته به یې د دندې پربنسټ معاش ورکول کېږي.

حقمل زیاته کړه: "ښه خبره دا ده چې نن د معاشونو اجرات پیلوو، ادارې دې خپل استقاقونه اړونده مستوفیتونو ته واستوي چې د تنخواګانو ورکړه پیل شي، بل دا چې پخوا د تنخواګانو لپاره یو ځانګړی سکېل موجود نه وو، بېلابېلو ادارو به مختلف امتیازي تنخواګانې اخیستلې، د هرې ادارې مشر چې به جمهور رییس ته نږدې وه له هغه به یې ځانګړي احکام واخیستل نو بیا د هماغه حکم پر بنسټ تنخواګانې ورکول کېدې چې تعادل په کې موجود نه و، خو اسلامي امارت د دې تنخواګانو پر سکېل کار پیل کړ او په دې وتوانېده چې د ټولو دولتي کار کوونکو د تنخواګانو لپاره یو سکېل جوړ کړو."

د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل وویل دوی د دولتي ادارو د کار کوونکو د معاشونو لپاره یو مشخص سکېل هم جوړ کړی.
د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل وویل دوی د دولتي ادارو د کار کوونکو د معاشونو لپاره یو مشخص سکېل هم جوړ کړی.

ښاغلي حقمل وویل، د لوړو زده کړو وزارت، د علومو اکاډمۍ او روغتیا وزارت کار کوونکو ته به کدري تنخواګانې ورکول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو درېیو میاشتو راپه دېخوا پر افغانستان د طالبانو له واکنېدو سره ټولو دولتي کار کوونکو خپلې تنخواګانې نه دي تر لاسه کړي او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

یوازې د یو شمېر ادارو کار کوونکو ته د اسد میاشتې معاشونه ورکول شوي دي.

د طالبانو دې اعلان یو شمېر دولتي کارکوونکي خوشحاله کړل.

۶۶ کلن محمد اسماعیل چې د ملکي هوا چلند ادارې کارکوونکی دی، ازادي راډیو ته وویل، په دې موده کې یې په پور اخیستلو خپلې اقتصادي ستونزې حلولې چې اوس به خپل ټول پورونه پرې کړای شي.

دی وايي: "ما له درې میاشتو راپه دېخوا تنخوا نه ده تر لاسه کړې اوس خبر شوم چې اسلامي امارت مو معاشونه راکوي، موږ تراوسه په پور ژوند مخته وړ، اوس خوشحاله یم چې زموږ تنخواګانې راکول کېږي چې خپل پورونه مې خلاص کړم، خدای دې وکړي چې په دوامداره توګه مو همداسې معاشونه راکړل شي."

بل خوا ۵۵ کلنه ملکه چې د کورنیو چارو په وزارت کې پوځي جامو خیاطه ده وایي، په تېرو درېیو میاشتو کې یې تنخوا نه ده تر لاسه کړې چې اوس له سختو اقتصادي ستونزه مخ ده.

نوموړې وايي: "د څلورو ماشومانو مور یم، په دې درېیو میاشتو کې مو تنخوا نه ده اخیستې دا موده مو په ډېره بې وزلۍ او سختیو تېره کړې، دا دی ژمی را روان دی، د سونګ توکي او خوراکي توکي نه لرو، اوس چې خبره شوم د اسلامي امارت حکومت مو تنخواګانې راکوي خوښه یم چې له دې بې وزلۍ وژغورل شو."

د طالبانو حکومت د مالیې وزارت، دا هم وایي چې د ملي عوایدو کچه یې لوړه شوې ده.

د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت د عمومي عوایدو مشر معراج محمد معراج په یاده خبري ناسته کې وویل چې په خپلو ۷۸کاري ورځو کې دوی ۲۶ اعشاریه ۹۱۵ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي دي: "موږ په کم وخت کې ډېر ښه عواید راټول کړي، زموږ د کار له پیله ۷۸ ورځې اوړي له هغه مهاله چې اسلامي امارت خپل کار پیل کړی نو موږ په عمومي ډول د ټول هېواد په کچه په دې ورځو کې الحمدلله ۲۶ اعشاریه ۹۱۵ میلیارده عواید راټول کړي دي."

د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت د عمومي عوایدو مشر معراج محمد معراج
د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت د عمومي عوایدو مشر معراج محمد معراج

دا په داسې حال کې ده چې دا مهال ډېری دولتي په ځانګړي ډول د تېر حکومت پوځیان له دندو لرې او پر کورونو ناست دي او په تېرو درېیو میاشتو کې د تنخواګانو نه تر لاسه کولو له امله اړ شوي چې یا د خپلو کورونو توکي وپلوري، یا پور واخلي او یا هم د سړکونو او واټونو په غاړو په کراچیو کې ترکارۍ او میوې وپلوري، څو خپلو کورنیو ته یوه مړۍ ډودۍ پیدا کړي.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو له واکمنېدو سره نړیوال بانک او ګڼو نورو مرستندویه ادارو د افغانستان لپاره خپلې مرستې کنګل کړي چې دې مسلې لا خلک له بې وزلۍ سره مخ کړي دي.

XS
SM
MD
LG