د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۲

'WFP': افغانستان به ۶ میاشتې کړاوونو سره مخ وي، د ځمکې پرمخ به 'دوزخ' وي


افغانستان کې بې ځایه شوي کډوال
افغانستان کې بې ځایه شوي کډوال

د خوړو د نړیوال پروګرام اجرائیوي رییس ډېوېډ بیسلي وایي، افغانستان د نړۍ پر مخ له تر ټولو ناوړه بشري ناورین سره مخامخ دی.

ښاغلي بېسلي پرون دوشنبه (د لړم ۱۷مه نېټه) د ایټالیا په پلازمېنه روم کې وویل چې په اوس وخت کې د شااوخوا ۴۵ میلیونه وګړو چې په نړۍ کې د قحطۍ له ګواښ سره مخامخ دي، نژ دې نهه میلیونه یې په افغانستان کې دي.

نوموړي خبردارې ورکړ چې ښایي افغانستان چې ژمۍ را روان دی، راتلونکې څو میاشتې له داسې یوه وضعیت سره چې نوموړي د ځمکې پر سر له دوزخ سره پرتله کړ، مخامخ شي.

د خوړو د نړیوال پروګرام اجرائیوي رییس په افغانستان کې د تر ټولو ناوړه بشري ناورین خبرداری له بي بي سي سره په مرکه کې چې یوه برخه یې په خپله ټویټرپاڼه کې ایښي، ورکړی.

د خوړو د نړیوال پروګرام اجرائیوي رییس ډېوېډ بیسلي
د خوړو د نړیوال پروګرام اجرائیوي رییس ډېوېډ بیسلي

ښاغلي بېسلي زیاته کړه: "وضعیت دومره خراب دی چې ښایي تاسو یې تصور وکولای شئ. موږ په اوس وخت کې هلته په نړۍ کې د تر ټولو ناوړه بشري ناورین شاهدان یو. ۹۵ سلنه خلک کافي خواړه نه لري. په اوس وخت کې د دې شاهدان یو چې ۲۳ میلیونه وګړي د خوار ځواکۍ پر لور روان دي او له دې ډلې نژدې نهه میلیونه وګړي یې له قحطۍ سره مخامخ دي. راتلونکي شپږ میاشتې به له سختو کړاوونو ډکې وي. وضعیت به لکه د ځمکې پر مخ دوزخ وي."

د خوړو د نړیوال پروګرام اجرائیوي مشر وویل، افغانستان د نړۍ پرمخ له تر ټولو لوی بشري ناورین سره مخامخ دی او د دې هېواد اړتیاوې، د نړۍ له نورو سختو قحطۍ ځپلو هېوادونو، لکه ایتوپیا، جنوبي سوډان، سوریې او یمن څخه زیاتې شوي.

تر دې مخکې هم د ملګرو ملتونو نورو ادارو په افغانستان کې د بشري او اقتصادي ناورینونو خبرداری ورکړی او ویلي و چې که له دې هېواد سره ژر تر ژره مرستې ونه شي نو به د ژمي په راتلو په میلیونونو افغانان له داسې ستونزو سره مخامخ شي چې تر دې مخکې به یې نه وي تجربه کړې.

افغانستان چې په تېرو نژدې شلو کلونو کې تر ډېره د نړیوالو په مالي مرستو متکي و، واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې د نړیوالو د مرستو له بندېدو سره، اقتصادي او بشري ستونزې څو چنده زیاتې شوي دي.

د خوړو د نړیوال پروګرام اجرائیوي رئیس وویل، د روان کال له پیل راهیسې په نړۍ کې د قحطۍ له ګواښ سره د مخامخ کسانو په شمېر کې شااوخوا درې میلیونه زیاتوالی راغلی.

نوموړي په نړۍ کې خپره شوې د کرونا وبا او منفي اغېزې یې د ۱۵ میلیونه وګړو د لوږې لامل وباله او له شتمنو کسانو یې وغوښتل چې د یو وار بسپنې په کولو سره دې له قحطۍ ځپلو سره مرسته وکړي.

ښاغلي بېسلي اټکل وکړ چې د ټولو ۴۵ میلیونه کسانو لپاره د یوه کال لپاره د ورځې د ډوډۍ د برابرولو لپاره به اوه میلیارډه ډالرو ته اړتیا وي.

XS
SM
MD
LG