د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۱

لاینز: افغانستان ناورین ته نژدی دی،نړېواله ټولنه دې ورته د مرستو لار پیدا کړي


افغانستان کې بې ځایه شوي کډوال
افغانستان کې بې ځایه شوي کډوال

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډیبرا لاینز خبرداری ورکړ، افغانستان بشري ناورین ته نژدی دی او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې له دې هېواد سره د مالي مرستې لپاره یوه لاره پیدا کړي.

ډیبرا لاینز تېره شپه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته وویل چې د افغانستان د ۳۸ میلیونه وګړو ۶۰ سلنه یې له داسې حالت سره چې هغه لوږه شمېرل کېږي، مخامخ دي او دغه وضعیت به په ژمي کې لا بدتره شي.

ډیبرا لاینز وویل، نړیواله ټولنه باید د افغانانو د مالي ملاتړ لپاره لارې چارې پیدا کړي.

د دې په وینا افغانان داسې احساس کوي چې یوازې پریښودل شوي، هېر شوي او د هغو شرایطو سزا ورکول کېږي چې دوی نه دي رامنځته کړي.

نوموړې وویل، هغه مالي بندیزونه چې پر طالبانو واک ته د اګسټ د میاشتې په ۱۵مه نېټه له رسېدو وروسته پر دوی لګول شوي، بانکي سیسټم یې له کاره غورځولی او د اقتصاد پر هرې برخې یې اغېز کړی دی.

نوموړې د بېلګې په توګه د دولتي روغتونونو او د خوراکي مصونیت د پروګرامونو د کار کوونکو د معاشونو ستونزې ته اشاره وکړه او ویې ویل چې نړیوالې ټولنې ته پکار ده چې د دغه وضعیت د بدلولو لپاره د مالي ملاتړ لپاره سمدستي یوه لاره چاره و مومي.

ډیبرا لاینز وویل، د افغانستان ۳۸ میلیونه وګړي چې هغه لوږه شمېرل کېږي، مخامخ دي
ډیبرا لاینز وویل، د افغانستان ۳۸ میلیونه وګړي چې هغه لوږه شمېرل کېږي، مخامخ دي

ډیبرا لاینز د امنیت شورا غړیو ته ډاډ ورکړ چې ملګري ملتونه به هڅې وکړي، څو دا مساله یقیني کړي چې مالي مرستې طالبانو ته ونه رسېږي.

وروسته له هغې چې طالبانو په اګسټ میاشت کې کابل ونیو، د امریکا متحدو ایالاتونو د افغانستان د مرکزي بانک شااوخوا نهه نیم میلیارډه ډالره شتمني کنګل کړه او له دې هېواد سره یې د نغدو مرستو بهیر هم ودراوه.

د واشنګټن دغه اقدام د هغو فشارونو یوه برخه وه چې هدف یې د یوه پراخ بنسټه حکومت جوړولو ته د طالبانو اړ ایستل او د ښځو او اقلیتونو حقونو ته درناوی کول دي.

پر امریکا سربېره د پیسو نړیوال وجهي صندوق IMF هم هغه شااوخوا ۴۵۰ سوه میلیونه ډالره چې سږکال په پام کې وه افغانستان ته یې ورکړه، بندې کړي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دغه راز وویل چې د افغانستان د دړې وړې کېدو په حال کې اقتصاد د افراطیت خطر هم زیاتوي او زیاته یې کړه چې د بانکي سیسټم سقوط به د پیسو غیر رسمي او له کنټروله وتلې تبادله زیاته کړي چې دا کاربه یوازې ترورېزم ته زمینه برابره کړي او انساني او د مخدره موادو قاچاق به زیات کړي.

د ډیبرا لاینز په وینا دا ډول یو وضعیت به افغانستان او سیمه اغېزمنه کړي.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د چین او روسیې استازیو هم د افغانستان د کنګل شوې شتمني د ازادېدو غوښتنه وکړه، خو په دې شورا کې د امریکا مرستیال استازي جیفري دیلاورینټیس په خپلو خبرو کې د کنګل شوې شتمنۍ هېڅ یادونه ونه کړه.

د امریکا مرستیال استازی جیفري دیلاورینټیس
د امریکا مرستیال استازی جیفري دیلاورینټیس

هغه پر طالبانو انتقاد وکړ چې د روان کال په پیل کې یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د نړیوالې ټولنې هغه غوښتنه چې د زور له لارې دې واک ته د رسېدو هڅه نه کوي بلکې سیاسي روغې جوړې ته دې مخه کړي، له پامه غورځولې.

د طالبانو حکومت تر اوسه نه ملګرو ملتونو او نه هم د نړۍ کوم هېواد په رسمیت پېژندلی او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولي هم تراوسه د پخواني حکومت استازی غلام محمد اسحق زی کوي.

ښاغلي اسحق زي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته وویل، افغانستان له یوه داسې بحران سره مخامخ دی چې د ده په وینا په تاریخ کې یې ساری نه دی لیدل شوی.

هغه زیاته کړه، که وضعیت همداسې دوام وکړي نو به افغانستان تقریباً یو نړیوال فقر تجربه کړي.

په افغانستان کې د بشري ناورین او ناوړه اقتصادي وضعیت خبردارې داسې مهال ورکول کېږي چې پرون چهارشنبه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د امریکا کانګرس ته په یوه پرانیستي لیک کې غوښتنه وکړه چې د امریکا حکومت دې پر افغانستان اقتصادي فشارونه پای ته ورسوي او د دې هېواد کنګل شوې شتمني دې خوشې کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په دې لیک کې اندېښنه ښودلې چې که دغه وضعیت همداسې دوام وکړي، د افغانستان حکومت او ولس به له ستونزو سره مخامخ شي او داسې یو وضعیت به رامنځته شي چې د سیمې او د نړۍ پر هېوادونو به د افغان کډوالو یوه لویه څپه ورماته شي او دا به نړۍ ته نورې بشري او اقتصادي ستونزې وزیږوي.

XS
SM
MD
LG