د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۵۹

کانګرس ته د طالبانو لیک: امریکا دې پر افغانستان اقتصادي فشارونه پای ته ورسوي

د امریکا د کانګرس ودانۍ
د امریکا د کانګرس ودانۍ

د امریکا له‌خوا د افغانستان د بانکي زېرمې کنګل کېدو، طالبان اړ کړي چې د دې شتمنۍ د خوشې کېدو لپاره د متحده ایالاتو کانګرس ته لیک واستوي.

دا لیک چې نن د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۲۶مه) رسنیز شو په کې تر ډېره د افغانستان اوسني وضعیت او د امریکا له‌خوا د بانکي زېرمې له کنګل کېدو وروسته، اندېښنو او د دې ګام بدو پایلو ته اشاره شوې.

په لیک کې چې د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي له خوا لیکل شوی په کې راغلي، د نوي حکومت له اعلان سره د متحده ایالاتو حکومت د افغانستان د مرکزي بانک پر ذخیرو بندیز ولګاوه چې دا د دوی د توقع او د دوحې هوکړې خلاف عمل دی.

په لیک کې راغلي، اوس د افغانانو اساسي مسئله مالي خوندیتوب دی او د دې اندېښنې ريښه د امریکا د حکومت له‌خوا د افغانانو پر شتمنیو بندیزونو ته ورګرځي.

د امریکا کانګرس ته د طالبانو په پرانیستي لیک کې لیکل شوي، د افغانستان د پیسو کنګل کول ستونزه نه حلوي، بلکې د پیسو له کنګلېدو او اقتصادي بندیزونو سره د افغانستان د روغتیا، معارف او نورو ملکي خدمتونو هغه سیستمونه زیانمېدای شي چې عام ولس ترې ګټه اخلي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د دې ليک متن يې يوه ويډيو کې لوستې چې يوه برخه کې يې وايي: "موږ په دې باور یو چې د افغانستان د پیسو کنګل کول ستونزه نه حلوي او نه هم دا د امریکا د ولس غوښتنه ده، نو ځکه باید ستاسي حکومت یاده پانګه خوشې کړئ. موږ اندېښمن یو چې که اوسنی وضعیت همداسې دوام وکړي، نه یوازې د افغانستان حکومت او ولس به له ستونزو سره مخ شي، بلکې په سیمه او نړۍ کې به د پراخي کډوالۍ لامل شي او نړۍ ته به بشري او اقتصادي مسئلې رامنځ‌ته کړي."

د متحده ایالاتو کانګرس ته د طالبانو په لیک کې په افغانستان کې د روان ناوړه بشري وضعیت یادونه هم شوې او لیکل شوي، په داسې حال کې چې دا هېواد د کرونا څپې، وچکالۍ، جګړو او بې وزلۍ ځپلی، د امریکا له‌خوا بندیزونو له سوداګرۍ او کار روزګار ورهاخوا د بشري مرستو حالت هم اغېزمن کړی دی.

په دې لیک کې طالبانو له امریکا سره د نویو او ښو اړیکو د پیل او د دوحې د هوکړې عملي کېدو یادونه کړې او زیاته یې کړې، اوس د افغانستان د ودانۍ او پراختیا لپاره ټول فرصتونه برابر شوي دي او متحده ایالات کولای شي د افغانستان په صنعت، کرنې او د کانونو په کېندنه کې پانګه‌ونه وکړي.

طالبانو د لیک په پای کې له امریکا غوښتي چې افغانستان کې د بشري او اقتصادي بحران په حل کې مسئولانه ګام پورته، د افغانستان د مرکزي بانک شتمنۍ ازادې او د دوی پر حسابونو لګېدلي بندیزونه لېرې کړي.

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، د دې لیک موخه په افغانستان کې د روان وضعیت او حقایقو څخه د امریکا د خلکو خبرول دي.

دی وايي: "د امریکا کانګرس ته یو لیک استول شوی، محتوا او هدف یې دا دی چې د امریکا خلک د خپلو استازو په وسیله په افغانستان کې د روانو واقعیتونو او هغو غوښتنو او اړتیاوو چې دواړه هېوادونه یې لري، خبر کړل شي."

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، غواړي په دې لیک د امریکا خلک خبر کړي.
د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، غواړي په دې لیک د امریکا خلک خبر کړي.

طالبان داسې مهال د امریکا کانګرس ته لیک استوي چې د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی ټام وېسټ سیمه کې دی.

هغه په روسیه او هند کې له بېلابېلو چارواکو سره کتلي او د افغانستان په اړه د اجماع په جوړېدو یې خبرې کړي.

ښاغلي وېسټ په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، له خپلو نږدې شریکانو سره د یوه با ثباته او سوله‌‌ییز افغانستان لپاره همکاري کوي.

په همدې حال کې د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له نیوز ویک سره خپله نوې مرکه کې ویلي، روسیه غواړي د افغانستان په مسایلو کې عادي و اوسي، خو هغه په دې هېواد کې د ترهګرۍ د ګواښ او د نشه‌يي توکو د قاچاق په اړه اندېښنه وښوده.

ښاغلی کابلوف زیاتوي، د طالبانو چارې له نږدې څارې، حکومت ته یې درناوی لري، خو دا په دې معنی نه ده چې ګنې په رسمیت یې پېژني.

په داسې حال کې چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو له درېیو میاشتو زیات وخت تیرېږي تر اوسه د نړۍ هېځ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

که څه هم طالبان وايي، دوی د دوحې هوکړه عملي کړې او د ځینو فرصتونو د برابرولو خبره کوي خو نړیوالو مخکې له دې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندنې لپاره ځینې شرطونه مطرح کړي چې مهم هغه یې :

  • د یو ټول ګډونه حکومت جوړول.
  • نجونو او ښځو ته د زده کړو او کار حق ورکول.
  • د لږکیو حقونه
  • او د افغانستان له خاوري دوی ته نه ګواښ تضمین دی چې ښايي تر اوسه یې دوی په اړه ډاډ نه وي ترلاسه کړی.
This item is part of
XS
SM
MD
LG