د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۹

افغانستان کې خوارځواکي؛ ميليونونه ماشومان پرې اخته دي


ارشيف
ارشيف

په افغانستان کې تر پنځو کلونو کم عمره میلیونونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي او هرکال دا شمېر مخ په ډېرېدو دی.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، په افغانستان کې درې میلیون او څلور لکه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي.

د دغه وزارت ویاند ډاکټر جاوید هژیر پرون په یوه غږیز پيغام کې رسنیو ته ویلي چې له دې ډلې تر یو میلیون ډېر ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي.

نوموړي ويلي:

"له دې ډلې نه یو اعشاریه یو میلیون ماشومانو له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي او شاوخوا ۲.۳ ملیونه نور د منځنۍ کچې خوارځواکۍ سره مخ دي. له بده مرغه، کلنۍ شمېره مخ په زياتېدو ده. د ۲۰۲۲ کال له پيله د شدیدې خوارځواکۍ شاوخوا شپېته زره پېښې ثبت شوي متاسفانه د سختې خوارځواکۍ له امله شاوخوا ۳۲۳ ماشومان مړه شوي."

د عامې روغتيا وزارت وياند جاوېد هژیر زياته کړه، چې يونيسف يا د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق او د خوړو نړيوال پروګرام له دغه وزارت سره په ګډه کار کوي.

په همدې حال کې د یونیسف یوه چارواکې چې په دې وروستیو کې افغانستان ته تللې، د یکشنبې په ورځ یې په ټویټر باندې لیکلي چې افغان ماشومان له بې سابقې بشري ناورین سره مخ دي.

ارشيف: يو افغان خوارځواکی ماشوم
ارشيف: يو افغان خوارځواکی ماشوم

د دې سازمان د نړیوالو اړیکو مشرې پالوما ایسکودیرو وویل، هغې په افغانستان کې ولیدل چې د څو لسیزو جګړو، وچکالۍ او اقتصادي سقوط د ماشومانو لپاره بې مخینې بشري بحران رامنځته کړی دی.

د آغلې ایسکودیرو په وینا، یونیسف له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي او په ټول افغانستان کې ۲۲۱۵ روغتیايي مرکزونه چې ۱.۴ میلیونه ماشومانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي د یونیسف له ملاتړ برخمن دي.

XS
SM
MD
LG