د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۲

یونېسف په افغانستان کې د خوارځواکو ماشومانو لپاره د بیړنۍ مرستې غوښتنه وکړه


خوارځواکی ماشوم
خوارځواکی ماشوم

د افغانستان په یوه لیرې پرته کلیواله سیمه کې بې وزلې ښځې له خپلو وړو خوارځواکو ماشومانو سره د یونېسف یوه کلینیک ته ورغلي.

په دې کلینیک کې له پنځو کلونو هغه واړه ماشومان چې وضعه یې تر نورو خرابه وي سمدستي ورته مخصوص خوراکي مواد ورکول کېږي چې څه ناڅه وسپیدا کړي.

دغه مرکز ته حلیمې بي بي خپله یوولس میاشتنۍ لمسۍ فاطمه راوستې ده.

حلیمه وایي:" شپه او ورځ مې نه کتله بس د تداوي لپاره مې هر ځای بیوله. بالاخره مې دلته ( د یونېسف سیمه ییز مرکز) ته راوسته څو دوی دا خوراکي مواد ورکړي او ښايي ښه شي."

ارشیف؛ په افغانستان کې د خوارځواکۍ پېښې مخ په زیاتېدو دي
ارشیف؛ په افغانستان کې د خوارځواکۍ پېښې مخ په زیاتېدو دي

د یونېسف د خوارځواکۍ د درملنې او د تغذیې متخصصانو فاطمې ته پوره پنځه اوونۍ مخصوص خواړه ورکړي.

حلیمه وايي چې اوس یې د لمسۍ رنګ او رُخ تازه شوی دی.

دا زیاتوي:" اوس ډېره سمه ده. پخوا به چې اخیسته شنه خوله په ژړا به وه. اوس چې یې راپورته کړم راته خاندي. بازۍ کوي. ته اوس ورته ګوره رکه روغه ده. چې ورته وګورې مینه دې ورباندې راځي."

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق د ارزونو او راپورونو له مخې سږ کال په افغانستان کې درې ملیونه او دوه لکه ماشومان دخوارځواکۍ له خطر سره مخ دي.

د یونېسف افغانستان د خوړنې/تغذیې برخې مشره میلاني ګلوین په خپل ټوېټر لیکلي:" سخته خوارځواکي د وقايې وړ ده خو له عاجلو مرستو پرته ماشومان له اوږدې خوارځواکۍ یا ان د مرګ له ګواښ سره مخ کېدای شي."

د کندهار په میرویس روغتون کې خوارځواکی ماشوم
د کندهار په میرویس روغتون کې خوارځواکی ماشوم

مېرمن میلاني زیاته کړې چې یونیسف سږ کال په پلان کې لري له پنځو کلنو کم عمره یوولس لکه ماشومانو ته رسیدګي وکړي او تر دې مخکې یې ۸ لکه داسې ماشومانو ته ژوند ژغورونکي معالجوي خواړه ور رسولي دي.

د افغانستان د اقتصادي حالت په خرابېدو په ټوله کې د دغه هېواد څه باندې ۲۳ ملیونه اوسېدونکي له لوږې سره مخ شوي چې د پام وړ برخه یې ماشومان جوړوي.

د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان څانګې ویلي چې د طالبانو د واکمنۍ د شپږو میاشتو په پوره کېدو د خوراکي توکو د کمښت بحران ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دی.

په دې اړه ټويټ کې راغلي چې د خوراکي توکو د کمښت دا ستونزه د اقتصادي ناورین، د جګړې د اثراتو او وچکالۍ یوه نتیجه ده.

په بیان کې په ځانګړې توګه د هغو ښځو وضعه ښه نه ده بلل شوې چې د طالبانو په بیا واکمنېدو سره په کورونو کېنول شوي.

د ډبلیو اف پي ټويټ کې راغلي ټولې هغه کورنۍ چې نفقه راوړونکې یې ښځې وې کافي اندازه خواړه نه شي ترلاسه کولای.

XS
SM
MD
LG