د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۲

د هلمند چارواکي: ماشومانو کې ۳۰سلنه خوار ځواکي زياته شوې؛ یونېسف مرسته وکړه


ارشیف، یو خوارځواکه ماشوم
ارشیف، یو خوارځواکه ماشوم

د هلمند د ولايتي روغتون مسولين وايي، د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې تر بل هر وخت په ماشومانو کې د خوارځواکۍ شمېر زيات شوی چې دوی یې لامل فقر او بې وزلي یادوي.

د بُست ولایتي روغتون د ماشومانو د خوارځواکۍ د برخې مسوول ډاکټر محمد داوود نصرت ازادي راډيو ته وویل، دغه ولايت کې د تېرو وختونو پرتله ماشومانو کې ۳۰ سلنه خوارځواکي زياته شوې او ورځ تر بلې دغه شمېر د زياتېدو په حال کې دی.

نصرت زیاتوي: "د تېرو کلونو پرتله هغه ماشومان چې د ۵ کلو کم عمر ولري، د خوارځواکۍ کچه لوړه ده، تېر ډسمبر میاشت کې موږ شااوخوا ۳۸۰ خوارځواکه ماشومان بستر کړل، خو تېرو کلونو کې به د دغه ژمي په موسم کې ۲۳۰ تنه وو."

خو دغه روغتون کې د ماشومانو د څانګې یو بله ښځينه کار کوونکې د نوم نه ښودو په شرط بیا ازادي راډيو ته وویل، دغه ولایت کې یو شمېر روغتیایي مرکزونه د نه امکاناتو له امله بند دي، ځکه په وینا یې ډېری په خوارځواکۍ اخته ماشومان هم دغه روغتون ته د درملنې په موخه راوړل کېږي.

د بُست روغتون
د بُست روغتون

نوموړې همدا راز وویل، دغه ولایت کې ځکه په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر زیاتېږي چې خلک له لوږې سره مخ دي.

په همدې موخه بُست روغتون کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مالي ادارې یا 'یونیسف' له لوري د خوارځواکۍ د له منځه وړلو لپاره پر هغو کسانو مواد ویشي چې د کافي خوړو نشتوالي تر خوار ځواکیه رسولي دي.

د پنځو ماشومانو مور ۳۷کلنه ګرانه یو له هغه مېرمنو څخه ده چې خپل دوه کلن زوی یې تر څلور ساعته پلي مزله وروسته تر بُست روغتونه را رسولی دی.

دا مور وايي، زوی یې له شدیدي لوږې سره مخ وو: "یو میاشت کېږي چې ماشوم مې دې روغتون ته د دغه موادو لپاره راولم، ځکه ډېر ډنګر و، پر لاره نه شو تلی او سړی ورڅخه ویرېده هېڅ امید مې ورته نه و پاتې، خو کله چې مې دې روغتون ته راوست، ډاکټرانو راته دا مواد راکړل او یوه میاشت کېږي چې ورکوم يې اوس مې ماشوم ښه صحت منده دی."

همدا راز ۲۵ کلنه ریحانه وايي: "موږ زیات غریبان یو، کور کې د ښه خوړو د برابرولو توان نه لرو، ماشوم مې هم په نس دی، زیات وخت به مې سر څرخېده او بې هوښه به شوم، خو کله چې دلته روغتون ته راغلم او دغه توکي يې راکړل اوس څو میاشتې کېږي چې پخوم یې او خورم يې، اوس ډېره ښه شوې یم."

نوریه بیا بله له هغه میندو څخه ده چې خپل یو کلن زوی یې یاد روغتون راوستی.

نوموړې ازادي راډيو ته وویل: "دا ماشوم یو ځل زکام و، بیا پر نري رنځ اخته شو، اوس مو دلته راوړی، شااوخوا یوه اوونۍ کېږې چې بستر دی، خو تراوسه خاصه ګټه یې نه ده کړې، دغه ډاکټران وایي چې دا خوارځواکه دی."

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د روغتیا د نړیوال سازمان د اټکل له مخې سږکال ښايي تر ۲۲ لکو پورې افغان ماشومان په شدیده خوارځواکۍ اخته شي چې د دغه سارمان په وینا له دې شمېر څخه یو میلیون د مړینې له خطر سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG