د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۶

د خوندي خوړو نړیواله ورځ؛ د افغانستان نیمایي وګړي کافي خواړه نه لري


ارشیف: د کابل په یوه سړک د خوراکي توکو پلورونکي
ارشیف: د کابل په یوه سړک د خوراکي توکو پلورونکي

نن د جون اومه د خوندي خوړو نړیواله ورځ ده.

دا ورځ سږکال داسې مهال لمانځل کېږي چې په افغانستان کې نږدې نیمایي وګړي کافي خواړه نه لري او دغه راز د خوراکي موادو د بیو د زیاتوالي له امله هم ډېر خلک سالم یا ښه خواړه د ځان لپاره نه شي برابرولی.

په افغانستان کې د خوړو د کمي له امله دغه راز په سلګونو زره ماشومان هم په خوارځواکۍ اخته شوي دي.

په خوارځواکۍ یو اخته ماشوم ژاړي او اوسمهال د ارزګان په مرکز ترینکوټ په روغتون کې بستري دی.

دا یوازې دغه ماشوم نه دی چې ورته کافي خواړه نه دي ورکړل شوي او په خوارځواکۍ اخته شوی، بلکې د ده په شان په سلګونو زره نور ماشومان هم په افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته دي او همداراز په میلیونونو نور کسان هم د خوړو له کمي سره مخامخ دي او هر خواړه چې ورته پیدا شي، پرې خپلې ګیډې مړوي.

د ملګروملتونو په حواله د افغانستان شاوخوا نیمایي وګړې د خوړو خوندیتوب نه لري، یعنې کافي خواړه نه لري چې ویې خوري.

نن سې شنبې د جون اومه د خوندي یا مصئونو خوړو له نړیوالې ورځې سره برابره ده.

سږکال دا ورځ د لا خوندي خوړو او د لا ښې روغتیا ترعنوان لاندې لمانځل کېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان دا ورځ هرکال د دې لپاره لمانځي چې د هغو خطرونو مخه ونیسي چې د خوړو له امله رامنځته کېږي، هغه په نښه او حل لارې یې وموي او د انسانانو روغتیا لا ښه کړي.

د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا په نړۍ کې هرکال په هرو لسو کسانو کې یو تن د خوړو له امله په ناروغیو اخته کېږي او زیاتوي په داسې حال کې چې خوندي یا مصئونه خواړه د ښې روغتیا نښه ده، نامصئونه یا ناسالم خواړه یا غذا کولای شي ډېرې ناروغۍ رامنځته کړي.

یوه مهمه ناروغي چې په افغانستان کې د خوړو د کمبود یا ناسالم غذایي سیستم په نتیجه کې رامنځته شوې، هغه په دې هېواد کې په خوارځواکۍ د په سلګونو زره ماشومانو اخته کېدل دي.

د ملګروملتونو په حواله په افغانستان کې شاوخوا ۱۱ لکه ماشومان د خوارځواکۍ له کبله د مړینې له ګواښ سره مخامخ دي.
د ملګروملتونو په حواله په افغانستان کې شاوخوا ۱۱ لکه ماشومان د خوارځواکۍ له کبله د مړینې له ګواښ سره مخامخ دي.

د داخله ناروغیو متخصص ډاکتر احمد ولي راسخ وایي، سالم خواړه د انسانانو په وده او همداراز د ورځنۍ انرژۍ په تامین کې خورا مهم رول لري او که ورته ونه رسېږي، ډېرې ناروغۍ رامنځته کوي چې یوه یې هم خوارځواکي ده.

راسخ آزادي راډیو ته په دې اړه چې د خوړو نشتوالي څه ډول ناروغي رامنځته کوي وویل: "متاسفانه د غذایي موادو نشتوالی، د مختلفو ناروغیو، په تېره بیا د خوارځواکۍ سبب کېږي، په تېره بیا میندې او ماشومان پر دغې ناروغۍ اخته کېږي. او د دې په ترڅ کې مختلف امراض منځته راځي چې متاسفانه ځینې وختونه دغه ناروغۍ چې د خوارځواکۍ په نتیجه کې رامنځته کېږي، حتی د انسانانو ژوند هم اخلي. خصوصاً ګلالي ماشومان ډېر ژر د خوارځواکۍ له امله له منځه ځي."

د ملګروملتونو په حواله په افغانستان کې شاوخوا ۱۱ لکه ماشومان د خوارځواکۍ له کبله د مړینې له ګواښ سره مخامخ دي.

د خوړو د نړیوال پروګرام د اټکل له مخې د افغانستان شاوخوا ۱۹،۸ میلیون خلک په لوږه کې ژوند کوي.

په افغانستان کې د خوراکي موادو بیې هم ډېرې پورته تللي چې ډېر خلک یې د اخیستو وس نه لري.

ملګروملتونو ویلي، چې سږکال په افغانستان کې اړو کسانو ته د مرستو رسولو لپاره درې میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG