د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۲

نړیوالو سازمانونو له بېوزله افغانانو سره د بېړنیو مرستو غوښتنه وکړه


ارشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان
ارشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان

د بشري حقونو د څار سازمان له مرستندویو هېوادونو غواړي چې له بېوزلو افغانانو سره بېړنۍ مرستې وکړي.

د بشري حقونو د څار سازمان یوځل بیا د افغانستان پر روان بشري وضعیت اندېښنه ښودلې او پر مرستندویو هېوادونو یې غږ کړی، چې د بېوزلو افغانانو لپاره سمدستي بشري مرستې چمتو کړي.

د ښځو په چارو کې د دې سازمان مرستیال مشرې هیدر بار پرون د غبرګولي په ۱۳مه آزادۍ راډیو ته وویل چې نړیوالو ټولنه او طالبان باید د افغانستان د اقتصاد د بیارغونې په برخه کې ګډ کار وکړي.

هیدر بار
هیدر بار

هغه زیاتوي: "فکر کوم یو ناسم تصور شته چې ګنې ژمی پای ته رسېدلی او ورسره بحران هم ختم شوی، خو حقیقت داسې نه دی. همدا هم اوس بیخي ډېر خلک له سختې لوږې سره مخامخ دي او دا ګواښ به هغه مهال نور هم سخت شي چې بیا ژمی راورسېږي."

د بشري حقونو د څار سازمان مرستیالې وویل، چې افغانستان ته د مرستو په رسولو کې د هرراز ځنډ پایله ښايي مرګونې او له ناورین ډکه وي. مېرمن بار زیاته کړه چې د طالبانو او د نړیوالو په تېره د امریکا ترمنځ د یو توافق یا تفاهم نشتوالي د افغانستان د اقتصاد بیارغونې ته سخت زیان اړولی دی.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان شاوخوا نهه نیم میلیارد ډالر شتمنۍ په امریکا کې کنګل شوې.

د تېرکال له زمري میاشتې په راوروسته موده کې نړیوالو له افغانستان سره یولړ مرستې وکړې چې کچه یې ډېره زیاته نه وه.

د خوړو د نړیوال پروګرام د اټکل له مخې د افغانستان شاوخوا ۱۹،۸ میلیون خلک په لوږه کې ژوند کوي.

د ملګروملتونو د راپور له مخې په افغانستان کې شاوخوا ۱۱ لکه ماشومان د قحطۍ او خوارځواکۍ له کبله د مړینې له ګواښ سره مخامخ دي.

د څه کم لسو میاشتو له اووښتو وروسته هم نړیوالو د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او د څو مهمو شرطونو- له هغې ډلې د بشري حقونو او په تېره د ښځو حقونو ته د درناوي، د یوه ټولشموله حکومت د جوړېدو او د دې ژمنې په خاطر چې له افغانستانه به نورو هېوادونو ته ګواښ نه متوجه کېږي د دوی له حکومت سره د نړیوالو تعامل ځنډېدلی دی.

XS
SM
MD
LG