د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۹

روزګان کې وچکالي؛ خلک: د غنمو فصلونه د وچېدو له ګواښ سره مخ دي


خلک وايي، د وچکالۍ له امله يې شنه غنم وچ شوي دي چې دوی يې حاصلاتو ته تمه نه لري.
خلک وايي، د وچکالۍ له امله يې شنه غنم وچ شوي دي چې دوی يې حاصلاتو ته تمه نه لري.

په روزګان کې کرونده ګر سږ کال د خپلو کروندو لپاره د اوبو له سخت کمي سره مخ دي او وايي وچکالي یې په کروندو کې شنه غنم وچ کړي او یا د وچېدو له ګواښ سره مخ دي.

ددې سیمې خلک وايي، د برمو په وسیله کېندل شوې ژورې څاګانې وچې دي، ورښتونه نه شته، په سیندونو کې د اوبو کمښت سږ کال له کروندو د حاصلاتو له ترلاسه کولو ناهیلې کړي.

۲۳ کلن عالي جان د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ اړوند د نوبهار کلي اوسیدونکی دی چې سږ کال يي په خپله لس جریبه ځمکه غنم کرلي دي.

نوموړي ازادي راډيوته وویل چې د یادو غنمو پر کرلو باندې یو نیم لک افغانۍ مصرف کړي او له تېرو څلور میاشتو راهیسې يې پالنه کوله خو اوس د اوبو د کمښت له کبله په وچېدو دي.

نوموړی چې یو شپاړس کسیزه کورنۍ ور له غاړې ده وايي نه پوهیږې چې راتلونکی کال به څنګه تېروي.

هغه ازادي راډيو ته وويل:"پخوا به موږ دغه غنم دریمه ورځ اوبه کول خو اوس يي اتمه ورځ هم نسو اوبه کولاي، هغه هم په فرض روژه کې د خلکو سره پر جنجال وي، ددغه ستونزې سره ټول وطن مخ دی، دغه غنم مې تاسو وګورئ وچ دي، ۸۵ منه غنم مې کرلي دي او یو نیم لکه افغانۍ مصرف مې په کړی دی اوس موږ ویره لرو چې موږ ته به دغه مصرف هم نکړي راجوړ."

روزګان کې د يو کروندګر انځور
روزګان کې د يو کروندګر انځور

یوازې عالي جان نه دی چې غنم یې د اوبو د نشتوالي له امله وچ شوي او خپل راتلونکي ته اندېښمن دی بلکې ددغه ولایت سلګونه نور کروندګر هم د وچکالۍ له ګواښ سره مخ دي.

ددغه ولایت ده یک سیمې یوب ل بزګر ۲۴ کلن محمد الله هم د هغه کروندګرو څخه دی، چې ټول غنم يې د اوبو د نشتوالي له امله وچ شوي دي.

محمد الله ازادي راډيوته وویل له خپلې سیمې څخه د جګړو له امله بې ځایه شوی دی او دغه ۱۴جریبه غنم يې په بزګرۍ کرلي دي.

نوموړی وايي:"غنم خو دغه دي تاسو يې وینئ، چې برمې وچې دي او غنم هم وچ دي، هغه بله شپه يې راڅخه ماهي غلاکړ، موږ به پخوا هر شپه دلته ناست وه، خو هغه به زیات باد وه، نو په دې شپه موږ کور ته لاړو، هغه يې ماهي د شپې غلاکړی وه، اوس مې بل نوی ورته راوړلی، غنم مې ټول وچ شول، هیلې مې ټولېپه اوبو لاهو شوي."

د روزګان ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مسولین هم سږ کال په دغه ولایت کې کمو اورښتنو، په سيندونو او ویالو کې د ابو نشتوالی د بزګرانو لپاره نه جبرانیدونکی زیان ګڼي.

غنم چې د اوبو د کمښت له امله وچکالۍ وهلي دي.
غنم چې د اوبو د کمښت له امله وچکالۍ وهلي دي.

د کرني په ریاست کې د مطبوعاتو د برخې مسول قدرت الله حمیدي ازادي راډيوته وویل، سږ کال د میزان د میاشتې له پیل څخه په دغه ولایت کې ۱۳۲ میلي متره اورښت شوی چې دغه اورښت کافي نه دب او ارزګان ولایت ۲۵۰ میلي متر اورښت اړتیا لري.

نوموړي وايي:"د اوبو دغه کمښت پر زراعت او مالدارۍ ژورې منفي اغېزې کړي دي، دغه تاثیرات به پر را تلونکو تولیداتو ښکاره ولیدل شي، چې دا نه جیبرانېدونکي زیانونه دي، په دې برخه کې موږ یوه پروژه لرله چې د سیمو پر خلګو مو درې سوه ميټرک ټنه غنم وویشل."

ارزګان ولایت د افغانستان د هغه ولایتونو څخه دي، چې ددغه ولایت د کرني او مالدارۍ ریاست د معلوماتو پر اساس د ۸۷ سلنه خلګو اقتصاد يي پرک رنه او مالدارۍ ولاړ دی.

XS
SM
MD
LG