د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۷

د کوکنارو د کښت نوی فصل؛ کروندګر: موږ ته بديل معيشيت نه دی راکول شوی


ارشيف: کروندګر له کوکنارو د اپين ټولولو پر مهال
ارشيف: کروندګر له کوکنارو د اپين ټولولو پر مهال

د افغانستان په تودو يا ګرمسيرو ولايتونو کې داسې مهال له کوکنارو څخه تارياک راټول شول چې څو ورځې وروسته په دې ولايتونو کې د کوکنارو نوی فصل پيل کېږي.

د افغانستان تاوده ولايتونه د کوکنارو د څلورو فصلونو لپاره مناسبه هوا او اوبه لري، د دې ولايتونو بزګران وايي دوی ځکه د کوکنارو کښت ته مخه کړې چې وچکالي ده او نور زراعتي محصولات يې مناسب بازار نه لري.

د روزګان ولايت يو بزګر ولي جان او کندهار ولایت د پنجوايي ولسوالۍ اوسېدونکی عصمت الله تازه له خپلو کوکنارو څخه تارياک راټول کړي او خپلې ځمکې د بل کښت لپاره چمتو کوي.

دوی ازادۍ راډيو ته وويل، که څه هم د طالبانو حکومت د کوکنارو کښت بند کړی دی، خو تر اوسه له دوی سره د بديل کښت په برخه کې مرستې نه دي شوي:

" امکان لري چې د بل فصل لپاره د کوکنارو کښت بند شي، که بندېږي بايد حکومت موږ ته يو داسې بديل کښت راکړي چې د کوکنارو په اندازه ګټه ولري، که خبره د غنمو او جوارو وي، نو دا کمزوري کښتونه دي، موږ ته ګټه نه کوي، بايد موږ ته يو داسې بديل کښت راکړل شي چې زموږ اقتصاد پياوړي کړي. "

" يو و نيم جريب تارياک او په همدې اندازه مې هم غنم کرلي دي، په دې خوشحاله يو چې د کوکنارو کښت يې بند کړ، خو زموږ اندېښنه دا ده چې کوکنار يې بند کړل او بديل کښت يې را نه کړ. د کوکنارو کښت موږ ته يوه ګوله ډوډۍ راکوي، موږ کوکنار له بهرنیانو سره د دښمنۍ په خاطر نه کرو، بلکې د دې لپاره يې کرو چې يوه ګوله ډوډۍ پيدا کړو. که موږ ته بديل کښت راکړل شي د کوکنارو په کښت خوشحاله کېږو چې پر ځای يې غنم وکرو او موږ ته یوه ګوله ډوډۍ راورسېږي. که حکومت له ډېر زور څخه کار واخلي کوکنار بندولای شي، خو که زور نه وي څوک يې نه بندوي، ځکه چې له لوږي څخه مري. "

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر رئیس سهيل شاهين ويلي چې د لويديځو هېوادونو له ځينو ډيپلوماټيکو استازو سره يې ليدلي او په دې ملاقاتونو کې د کوکنارو د بديل کښت په برخه کې د لويديځو هېوادونو د مرستو د بيا پيل کېدو په اړه يې خبرې ورسره کړي دي.

په تېرو اتو مياشتو کې د طالبانو حکومت او نړیوالو ادارو د کوکنارو د کښت د اندازې په اړه سروې او شمېرې نه دي خپرې کړي، خو د ازادۍ راډيو راپورونه ښيي چې په دې موده کې پر (۲۲) هغو ولايتونو سربېره چې پخوا کوکنار پکې کرل کېدل، په داسې سيمو کې هم کوکنار کرل شوي چې په تېرو اتو کالو کې نه وه پکې کرل شوي.

له نشه يي موادو سره د مبارزې څو نادولتي ټولنو مشر حاجي نصيب په افغانستان کې د کوکنارو د کښت یو لامل بېوزلي بولي او له حکومتي چارواکو څخه غواړي چې د بزګرو لپاره دې د کوکنارو د بديل کښت امکانات برابر کړي.

" د کوکنارو د کښت مهم لاملونه بېوزلي ده، باید ښه اقتصادي پلانونه چمتو او عملي کړل شي. په دې اړه د افغانستان د حکومت مسئولیت ډېر دی، ځکه زموږ خپلو خلکو ته زيان رسېږي او اعتياد ډېرېږي، خو بايد نړیواله ټولنه هم په دې برخه کې مرسته وکړي، ځکه چې نشه يي مواد يوه نړیواله ستونزه ده. "

د طالبانو د حکومت وياندويانو د بديل کښت په برخه کې د تازه پرمختګونو په اړه د ازادۍ راډيو پوښتنو ته څه و نه ويل، خو تر دې مخکې د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد ويلي وه چې دوی د بديل معيشيت په برخه کې د مرستو جلبلولو لپاره هڅې پيل کړي دي.

XS
SM
MD
LG