د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۹

پکتيا: خلک د کار او خدماتو غوښتنه کوي


پکتيا ولايت مرکز ګرديز
پکتيا ولايت مرکز ګرديز

د پکتیا ولایت د وزي ځدارڼو ولسوالۍ اوسیدونکي وايي، دوی د څښاک د پاکو اوبو د کمښت په ګډون د ژوند په ډېرو برخو کې له ستونزو سره مخامخ دي.

دوی وايي، د وچکالیو دلاسه يې باغونه وچ شوي، خلک يې هم کار او بوختیا نه لري او ټول وخت يې وزګار تیریږي.

د وزي ولسوالۍ اوسیدونکي خباب الدین مشال راډیو ته وویل، د څښاک پاکو اوبو ته يې اړتیا ډېره ده، ځکه د وچکالیو له امله يې د اوبو نلکۍ وچې شوې دي.

دی وايي، که چیرې کال کې یو یا دوه ځلې سېلابونه راشي، نو د ګټې پر ځای ورته تاوان رسوي او سېلابونو سره يې باغونه او ځمکې ویجاړیږي.

خباب الدین وايي، د اوبو چک ډیمونو او وړو ډنډونو په جوړېدو سره يې ستونزې کمېدلای شي.

د وزي ولسوالۍ یو بل اوسیدونکی ظاهرشاه هم وايي، د دوی کلي هېڅ اوبه نه لري، کار او مزدوري په کې نشته، خلک وزګار وخت تیروي.

خلک د اوبو له نشتون شکايت کوي
خلک د اوبو له نشتون شکايت کوي

نوموړی زیاتوي: "اول ضرورت د اوبو دی، دا کلی بیخي اوبه نه لري، مزدوري نشته، خلک بې کاره دي، وزګار وخت تیروي، ځمکې مو نشته، خو چې اوبه وي، ځمکې ابادیږي، دا کڅکي ټول ابادېدلی شي. "

د ځدراڼ مېشتو سیمو اوسیدونکي زیاتوي،چې د نورو برخو په خوا کې د دوی د پوهنې ستونزې ډېرې دي.

یو تن ښوونکی عبدالله وايي، سره له دې چې په ځلونو يې یادونه کړې، خو بیا هم په دې ولسوالۍ کې د ښوونځیو د ودانیو او مسلکي ښوونکو د کمښت مشکل نه دي حل شوي.

نوموړي زیاته کړه: "موږ له معارف څخه دا غواړو چې د اړتیا په ځایونو کې ښوونځیو ته ودانۍ جوړې کړي، مسلکي ښوونکي راولیږي، د چټکو زده کړو ټولګي راته جوړ کړي، کتابونه او چوکۍ راوړي، په وزي ولسوالۍ کې د ښوونځي یوه ودانۍ ده، چې صنفونه يې واړه دي او د زده کوونکو شمېر ډېر دی. "

بل لوري ته د پکتیا چارواکي وايي، چې د پاکو اوبو نشتون د نړۍ او هېواد په کچه یوه مهمه ستونزه ده او په دې برخه کې د وزي ځدراڼ د اوسیدونکو شکایت پر ځای دی.

په يو شمېر سيمو کې وچکالي مخ په ډېرېدو ده.
په يو شمېر سيمو کې وچکالي مخ په ډېرېدو ده.

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي خالقداد احمدزي مشال راډيو ته وویل، څه موده مخکې د همدې ولسوالۍ په لکې سیمه کې سروې شوې چې د نلونو په واسطه به اوبه وروسول شي.

نوموړی وايي:"د چیک ډیمونو او سربندونو د جوړولو په برخه کې هم دوو نړیوالو موسسو یوه سروې ترسره کړې چې چیک ډیمونه، سربندونه او استنادي دیوالونه به جوړوي، امید دی چې په راتلونکو میاشتو یا اونیو کې به ورباندې عملي کار پیل کړي. "

د پکتیا ولایت وزي، ګرده څيړۍ او شواک ولسوالۍ چې د خوست-ګردیز د لويې لارې په اوږدو کې پرتې دي او خلک يې د غرونو په ډډو او درو کې اوسیږي، د ژوند له ډېریو اسانتیاوو بې برخې پاتې شوي دي.

XS
SM
MD
LG